ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

په افغانستان کې د کرکټ د یوې نوې بڼې سیالۍ پیلېږي

0
په افغانستان کې د کرکټ د نوې بڼې (د وروستي لوبغاړي لوبېدلو) سیالۍ پیلېږي.


د کرکټ د دغې بڼې د پرانيستې مراسم نن په کابل کې وشول او ټاکل شوې چې لومړی پړاو سیالۍ یې د جون په میاشت کې پیل شي.


د دغو سیالیو مسؤل فواد احمد وايي چې د (last man stand) کرکټ لوبو له لارې هڅه کېږي چې د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه پیدا او وروزل شي.


د وروستي لوبغاړي د لوبېدو د کرکټ سیالۍ له مروج کرکټ سره د لوبغاړو او لوبو په قوانیو کې يو لړ بدلونونه لري.


د کرکټ د دې بڼې په هره لوبډله کې ۸ لوبغاړي لوبېږي او هر اور یې پنځه باله وي چې په يوه بال کې دوه لوبغاړي هم سوځېدی شي او د شلو اورونو په دغه لوبه کې لومړی پراخ بال يوه منډه او دوهم يې درې منډې حسابېږي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پېژندل شوی لوبغاړی حمید حسن چې اوسمهال د کرکټ لوبو کمنټيټر دی، د کرکټ د دې نوې بڼې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.