ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

بنګله‌دېش: نور کډوال نه‌شو منلاى 

0
د بنګله‌دېش حکومت وايي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې اطلاع ورکړې چې د ميانمار د روهينګيا ٧ سوه زره مسلمانانو له منلو وروسته، نور کډوال نه‌شي منلاى. 


د بنګله‌دېش د بهرنيو چارو وزارت معين شاهد الحق پرون وويل:


"زه خواشينى يم چې امنيت شورا ته اطلاع ورکوم چې نور په هغه موقف کې نه يو چې د ميانمار نور وګړي ومنو."


ملګرو ملتونو د ميانمار يا برما په راخين ايالت کې له کورونو د روهينګيا اقليت شړل، د عامه وژنې په توګه درج کړي دي.


د دغو وګړو ډېره برخه د افراطي وسله‌والو پرضد د ميانمار په راخين کې د برما د پوځ او د هغه د پلويانو د اقداماتو له کبله د ٢٠١٧میلادي کال تر اګسټ مياشتې وروسته کډې کولو ته مجبوره شوه.


ميانمار چې ډېرى اوسېدونکي يې بودايان دي، د قومي تصفيې راپورونه رد کړي او ټينګار يې کړى چې امنيتي ځواکونو يې د افراطي وسله‌والو د حملو په ځواب کې اقدامات کړي او ملکيان يې نه‌دي په نښه کړي.