ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د بلخ چارواکي: په چهاربولک ولسوالۍ کې ٣ پوليس وژل شوي

0
د بلخ ولايت چارواکي وايي په چهاربولک ولسوالۍ کې د وسلوالې جګړې له کبله ٣ پوليس وژل شوي دي. 


په چهاربولک کې د محلي پوليسو يوه قوماندان محمد امان نن ازادي راديو ته وويل، دغه جګړه، تېره شپه د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو تر حملې وروسته د اق تپې سيمې په مربوطاتو کې شوې ده.


سرچينه وايي، د نښتې پر مهال څلور پوليس د وسله‌والو طالبانو له خوا اسير شوي دي. 


ښاغلى امان وايي، د دې جګړې له کبله وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى. 


وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. 


په وروستيو نږدې دوو مياشتو کې د بلخ په څو ولسواليو لکه چهاربولک، چمتال او شولګرې کې د ناامنيو پېښې کېږي.