ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

ینس سټولټنبرګ: روسیه دې «INF» سره بیا یوځای شي

0
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن پر روسیې غږ وکړ چې په اروپا کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون «INF» سره بیا یوځای شي. 


«INF» له څو لسیزو راهیسې په اروپا کې د وسلو د سیالۍ د مخنیوي یو مهم اصل ګڼل کېږي.


سټولټنبرګ د بلغاریا په پلازمېنه سوفیه کې له صدراعظم بویکو بوریسوف سره له کتنې وروسته وویل، ناټو نوې سړه جګړه او د وسلو نوې سیالي نه غواړي او پر روسیې هم غږ کوي چې یوځل بیا له دې تړون سره یوځای شي.


«INF» چې په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او متحدایالاتو د ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شو، په اروپا کې د هغو توغندیو د ځای پرځای کولو مخنیوی کوي چې د ۵۰۰ او ۵۵۰۰ کیلومترو په شعاع کې اهداف ویشتلای شي.


واشنګټن تېره میاشت اعلان وکړ چې د دې تړون له مخې خپل مکلفیتونه ځنډوي.


له دې مخکې واشنګټن او ناټو په پرله‌پسې ډول پر مسکو تور ولګاوه چې د «9M729» په څېر د پرمختللو کروز توغندیو په جوړولو سره له دې تړونه سرغړونه کوي، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.