ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

د فاریاب د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري ونیول شو

0
د فاریاب د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري له خپلو شلو ملګرړ سره نن د پروان د پولیسو له خوا ونیول شو.


د سالنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمود بهلول نن ازادي راډیو ته وویل، قیصاري او ملګرو یې نن سهار د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې هغه مهال چې پولیسو غوښتل دی ونیسي پر پولیسو ډزې وکړې، خو وروسته ونیول شو.


د بهلول په وینا په دې نښته کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.


نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی دی چې درې میاشتې مخکې د ملي امنیت د ځواکونو له‌خوا په کابل کې نظر بند شو.


نوموړی په‌دې شرط له بنده خوشې شو چې له کابله به نه وځي.