"م. م": د یمن ټول اړخونه دې په حدیده کې ملکيان خوندي کړي
د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو په یمن کې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې پر حدیده ښار د بریدونو پر مهال ملکي وګړي خوندي کړي او دا ډاډمنه کړي چې هغوی بشري مرستو ته لاسرسی لري. د سعودي دولتي رسنیو د پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نن سهار د یمن پر حدیده ښار بریدونه پیل شوه. دا په تېرو درېیو کلونو کې یوه سخته جګړه بلل شوې چې خیریه مؤسسې ګواښ کوي چې کولای شي دغه بېوزله عربي هېواد له ډېر ستونزو سره مخامخ کړي. په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې ویلي چې پر حدیدې ښار برید کېدای شي دغلته بشري... Читать дальше...
