ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 07.06.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ناټو، ملګروملتو او بریتانیا د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا وسله والو طالبانو ته د اوربند له اعلانه هرکلی وکړ، امریکا ګواښ کړی چې ایران د اټومي وسلو جوړولو ته نه پریږدي او د امریکا ولسمشر مسلمانانو ته په سپینه ماڼۍ کې روژه ماتی تیار کړی و. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

چارواکي وايي، په پکتیکا کې يې څلور پاکستاني طالبان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکي د دې ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال څلور تنه پاکستانې طالبان نیولي دي. نن د پنجشنبې په ورځ چارواکو وویل چې څلور واړه کسان د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دي او غوښتل‌يې د ځايي قوماندانانو «بودا او رحماني» په لارښوونه افغانستان ته راشي او دلته د دولت ضد کړنې ترسره کړي چې پرون ماسپښین د پولې سره نږدې ونیول شول. د سرچینې په خبره چې له نیول شویو کسانو سره پاکستاني پېژندپاڼې، پاکستاني سیم کارتونه او ځينې میمورۍ چې دولت ضد پیغامونه په‌کې ثبت شوي تر لاسه شوي دي. Читать дальше...

حبیبي: چاپیریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت چارواکو له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او رسنیو غوښتنه وکړه، چې د ځنګلونو د وهلو او چاپیریال ته د کثافانو، پلاستیکي بوتلونو او کڅوړو د غورځولو د زیانونو او نورو چاپیریالي ستونزو په باب خلکو ته پوهاوی ورکړي او د چاپیریال د ککړتیا مخه دې ونیسي.

په واڼه کې ګرځبندیز دوام لري

Mashaalradio.com 

یونس وزیر زیاتوي، د علي وزیر د ساتنې لپاره د غورځنګ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې پلویان د هغه د کور شاوخوا پهره کوي چې څوک ورته زیان و نه رسوي.

افغانستان او بریتانيا د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او بریتانيا د سخت دريځۍ او انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له يو بل سره همکاري کوي. دا توافق د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د بریتانيا د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د دولت وزير طارق احمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» د لیدو پر مهال وکړ. ښاغلی عبدالله له طارق احمد سره په لندن کې وکتل او ډاډ يې ورکړ چې د سخت دريځۍ، ترورېزم او انساني قاچاق پر وړاندې په مبارزه کې به افغانستان بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي. ټاکل شوې ده عبدالله عبدالله بریتانيا ته د خپل سفر پر... Читать дальше...

د نړۍ د ډېر کلني عاید لرونکي ورزشکاران!

Pa.azadiradio.com 

ایا په دې پوهېږئ هغه کوم ورزشي لوبغاړي دي چې تر نورو ډېر کلنی عاید لري. تازه د امریکا د متحده ایالاتو سوداګریزې مجلې فوربېس د ۱۰۰ لوبغاړو د کلني عاید درجه بندي خپره کړې ده. یادې مجلې امریکایي سوک وهونکي فیره میویتر ۳۷۵ میلیونه ډالرو کلني عاید په لرلو سره د کال تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړی دی. د دې مجلې په درجه بندۍ کې د ارجنټاین د فوټبال ستوری لیونل مسي د ۱۴۶ میلیونه امریکايي ډالرو په کلني عاید سره دوهم او د پرتګال د فوټبال ستوري رونالډو د ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په کلني عاید سره درېیم ځای خپل کړی دی. Читать дальше...