ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 06.06.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وايي: د سولې، له فساد سره د مبارزې او د بشري حقونو په برخه کې د ولسمشر غني د ابتکارونو ملاتړ کوي. د روسیې ولسمشر وايي: که د روسیې او چين پرمختيايي ستراتيژۍ سره يو ځای شي، ښه نتايج به ولري. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

ناټو له افغانستان سره خپلې مرستې څېړي

Mashaalradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو په نوې مرکزي ودانۍ کې نن وویل، د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به وڅېړي چې له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ز کال وروسته ناټو او متحدان‌ یې څه ډول مرسته کولای شي.

د ناټو دفاع وزیران پر افغانستان خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان پر حالاتو بحث کوي. دا لومړنۍ غونډه ده چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په نوې ودانۍ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو جوړېږي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ مخکې تر مخکې د دې غونډې اجنډا اعلان کړې ده. احمد شیبر له بروکسل څخه جزییات وړاندې کوي.

د علي وزير کور 'محاصرې' پرضد د پي ټي اېم پرلت

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام لري، بېګا د چارشنبې په شپه هم د دغه غورځنګ په سلګونه پلویانو، د هغه څه پرضد چې دوی یې "طالبان پلوه سرکاري تګلاره بولي" احتجاج وکړ.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير کور د محاصرې خلاف احتجاج کوي

Mashaalradio.com 

د ٍپښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د ښو طالبانو په نامه هغو وسله والو چې د امنيتي ادارو ملاتړ ورسره دی، د دې تحريک د يو مشر علي وزير کور په واڼه کې محاصره کړی دی نو دوی ځکه په پېښور کې مظاهره کوي. بشير ګواښ پري ويډيو راپور لري.

په قزاقستان کې د مننژیت ناروغۍ ۱۳ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په جنوبي سیمو کې د مننژیت ناروغۍ د خورېدو له کبله په وروستیو میاشتو کې ۱۳ تنه مړه شوي دي. دا څرګندونې د قزاقستان د روغتیا وزارت چارواکو نن کړې دي. د دغه وزارت په وینا په الماتي او قزیل اورده ښارونو کې ۵۹ تنه چې ۲۱یې تر ۱۴ کلونو کم عمرونه لري، په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د دې ناروغۍ وروستی قرباني یو ۱۷ کلن ځوان وو چې پرون ومړ. مننژیت یوه جدي ناروغي ده چې د ملا د تیر او مغز پر شااوخوا د التهاب په رامنځته کېدو پیلېږي.

فوټبال شوار: قطر د فوټبال نړيوال جام د ويټو کولو حق لري

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیواله شوار وايي، قطر د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړيوال جام د ويټو کولو حق لري. د دغې شورا مشر جاني اینفانټینو په‌ خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي، د فوټبال نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو له طرحې ملاتړ کوي، خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون له مخې حق لري چې په‌ خپل کوربه‎توب نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز رد او ویټو کړي. د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په‌ دې معنی دي چې قطر نورو لوبغاليو، هوټلونو او نور ټرانسپورټ ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کولای شي. Читать дальше...

فوټبال شورا: قطر د فوټبال نړيوال جام د ويتو کولو حق لري

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیواله شورا وايي، قطر د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړيوال جام د ويتو کولو حق لري. د دغې شورا مشر جاني اینفانټینو په‌ خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، د فوټبال نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو له طرحې ملاتړ کوي، خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون له مخې حق لري چې په‌ خپل کوربه‎توب نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز رد او ویتو کړي. د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په‌ دې معنی دي چې قطر نورو لوبغالو، هوټلونو او نور ټرانسپورت ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کولای شي. Читать дальше...

مسي د دوستانه لوبې لپاره اسرائيل ته نه‌ځي

Pa.azadiradio.com 

هغه لوبه چې ټاکل شوې وه د اسرائيل او ارجنټاین د فوټبال د ټیمونو ترمنځ وشي، د انتقادونو له کبله لغوه شوه. ټاکل شوې وه دا لوبه د شنبې په ورځ په بيت‌المقدس کې وشي. تر دې مخکې د ارجنټاين د ټيم کپټان ليونل مسي ته خبرداری ورکړی وو چې د شنبې په ورځ په ټاکل شوې لوبه کې ګډون ونه‌کړي. نور په دغه راپور کې.

مسي د دوستانه لوبې لپاره اسرايل ته نه ځي

Pa.azadiradio.com 

هغه لوبه چې ټاکل شوې وه د اسرايل او ارجنټاین د فټبال د ټیمونو تر منځ وشي، د انتقادونو له کبله لغوه شوه. ټاکل شوې وه دا لوبه د شنبې په ورځ په بيت المقدس کې وشي. تر دې مخکې د ارجنټاين د ټيم کپتان ليونل ميسي ته خبرداری ورکړی وو چې د شنبې په ورځ په ټاکل شوې لوبه کې ګډون ونکړي. نور په دغه راپور کې.

افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو کې د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په تېر پړاوو کې ښاغلي ځاځي د چاچوګنجسو لوبډلې لپاره لوبه کوله. د فوټبال فدراسیون په خبره، د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو په تېر پړاوو کې مصطفی ځاځی ښه وځلېد او د يونائټيد لوبډلې د مشرانو پام يې ځانته واړوو. د فرای لوبډلې په خپله رسمي وېب‎پاڼه کې لیکلي چې د دغه نوښتګر هافبک لوبغاړي په اخېستلو سره غواړي د شمالي تایلنډ له درېیم لیګ سیالیو نه دوهم ته لار پيدا کړي.

په بغلان کې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې. د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله شجاع د دې خبر په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه مخکې له غرمې شااوخوا ۱۱ بجې د رأی ورکونې په یوه مرکز کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې. نوموړی وايي، د رأی ورکونې دا مرکز د دې ولایت د مرکز پلخمري ښار په شمالي څنډه کې موقعیت لري. ښاغلی شجاع زیاتوي چې په دې چاودنه کې د دغه مرکز یو تن مسؤل او یو ساتونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي. تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.