ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 28.06.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د ترویزم د تمویل د څار په لیسټ کې شامل شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د جولای په شپاړسمه د فنلنډ په پلازمینه هلسینکي کې ګوري او د فوټبال په نړیوال جام کې د جرمني ماتې ډېر خلک خپه کړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

د تخار په چاه آب کې د طالبانو برید کې ۱۴سرحدي پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت په چاه آب ولسوالي کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي. د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه شاآوخوا دوولس نیمې بجې طالبانو د تاجکستان په پوله کې د چاه اب ولسوالي د نواباد او فیض اباد د سیمې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې، له یو ساعت جګړې وروسته له بده مرغه ۱۴ سرحدي پولیس ووژل شول." تیمور همداراز وايي چې په دې نښته کې ۶ نور پولیس بې درکه شوي دي. وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن ۴ لوبې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال جام په اتلوالیو کې نن د ایچ او جي ګروپونو دوه دوه لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالیو ډګر ته وځي. د ایچ ګروپ څخه سېنګال د کولمبیا، جاپان د پولېنډ خو د جي ګروپ څخه پاناما د تونس او انګلستان د بلجیم پر وړاندې سیالۍ تر سره کوي. د فوټبال د نړیوال جام د روانو سیالیو لپاره ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي چې تر دې دمه ځينې لوبډلې د ماتو له کبله په نړیوال جام کې له پرمختګه پاتې دي. د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې پرون چهارشنبه د جرمني د فوټبال لوبډلې له سویلي کوریا څخه په دوو ګولونو ماتي وخوړه او له دې لړۍ حذف شوه. Читать дальше...

له کابل نه تر کاپیسا پورې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بایسکل زغلونې فدراسیون د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې به برخه کې د یو ځای کېدو پخاطر د کاپیسا ولایت تر مرکز پورې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره کړه. د دغه فدراسیون مشر حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې شل نجونو او پنځوس هلکانو برخه اخیستي وه. دی وايي نجونو تر لس کېلومتره پورې د مخدره موادو پر ضد شعارونه ولېږدول خو هلکان تر ټاکلي هدف پورې ورسېدل. د مخدره موادو پر وړاندې د ملي راټولیدنې پخاطر د باسایکل ځغلونې سیالیو په پای لوبه کې ښه ځلېدونکو لوبغاړو ته د مخدره موادو... Читать дальше...

د ۱۹کلن کرکټ ټيم جوړولو لپاره د زونونو په کچه سيالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د نوولس کلنې کرکټ ملې لوبډلې د جوړولو په موخه د زونونو په کچه سيالۍ پيلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سيالۍ د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل الکوزي او زرملوال لوبغالو کې پیلېږي. د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو لوبو کې به د هر زون لوبډله پنځه يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. تر دې سياليو وروسته به د ملي نوولس کلنې لوبډلې تمريناتي کمپ لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي او د لوبډلې تر جوړښت وروسته به په اسیايي جام سياليو کې ګدون کوي. د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې تېر کال د اسیايي... Читать дальше...

سوداګرۍ خونه: حکومت باید مالیې وزارت ته وړکس وټاکي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ماليې وزیر له استعفا او په دغه وزارت کې د سرپرست له راتګ سره په ګمرکاتو کې د فساد له ډېرېدو اندېښمنه ده. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ماليې پخواني وزیر په ګمرکاتو کې د فساد کمېدو ته څه کار وکړ، خو دوی اندېښمن دي چې د ده له تګ سره به کارونه بیا له سره پیل او د خصوصي سکټور پر وړاندې ستونزې به ډېرې شي. دا خونه له حکومت نه غواړي چې د ماليې وزیر په حیث له فساد څخه پاک یو کس د وزیر په توګه وټاکي چې له خصوصي سکټور سره همکار او د هېواد اقتصادي ودې ته ژمن وي. Читать дальше...

د سمنګان ولایت په مستوفیت کې برېښنايي سیسټم فعال شو

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان ولایت په مستوفیت کې له اداري فساد نه د مخنیوي او د اسانتیاوو د رامنځه کېدو په هدف برېښنايي سیسټم فعاله شو. د ماليي وزارت د عوایدو سیسټم د تشریح مسول سید احمد نوید نظامي ازادي راډیو ته وویل چې په ګمرکونو، مستوفیتونو او بندرونو کې د د برېښنايي خدمتونو فعالیدل لویو او وړو سوداګرو ته د پروسې د چټکتیا او شفافیت په برخه کې ګڼ سهولتونه رامنځته کوي. دی وايي، د دغه سیسټم لپاره فعالېدو سره نه یوازې د بیروکراسۍ او د وخت د ضایع کېدو مخه نیول کېږي بلکې مالیو ورکونکو ته دا احساس ورکوي چې د دوی مالیه د دولت تر خزانې رسېږي. Читать дальше...

خوستي هنرمندان وايي حکومت دې دوی ته پاملرنه وکړي

Mashaalradio.com 

د خوست یو شمېر سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په ځینو ودونو او شخصي مجلسونو کې د کلي او مالت خلک له دوی د مبتذلو او بازاري سندرو غوښتنه کوي، چې دا ډول سندرې له یوې خوا د دوی ټولنیز موقف زیانمنوي او بله خوا ټولنې او ځوان نسل ته هم ښه پیغامونه نلري.

نن د فوټبال په نړیوال جام کې سنګال-کلمبیا او جاپان-پولنډ سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به نن په H ګروپ کې سنګال له کلمبیا او جاپان له پولنډ سره مخامخ شي.  د څلورو واړو ټیمونو ترمنځ دغه لوبې د افغانستان په وخت د مازدیګرپه شپږنیمو بجو پیلېږي. همدا راز به په G ګروپ کې انګلستان او بلجیم، پانامه او تونس سره مخامخ شي.  د افغانستان په وخت د شپې په لس نیمو بجو دغه لوبې پیلېږي. د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د جرمني د فوټبال ټیم چې د مخکیني ۲۰۱۴ جام اتل و، له جنوبي کوریا دوه ګولونه وخوړل او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه. Читать дальше...

ترکیه وايي، د امریکا یوه غوښتنه به پرځای نه کړي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وایي، په پام کې نه‎لري چې د امریکا هغه غوښتنه پرځای کړي چې له هېوادونو یې له ایرانه د تیلو د وارداتو د درولو لپاره کړې او انقره هغه الزامي نه بولي. د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي وویل، که ملګري ملتونه پریکړې وکړي یا بندیزونه ولګوي ترکیه به یې عملي کړي، خو له دې علاوه دوی به یوازې خپلې ګټې په پام کې ونیسي. واشنګټن د تېرې سې شنبې په ورځ خپلو متحدینو ته خبرداری ورکړ چې د نوومبر تر۴ مې باید له ایرانه د تیلو واردات ودروي که‎نه پر تهران د واشنګټن له‎خوا د بندیزونو په بیا جاري کېدو سره به له جریمو سره مخامخ شي. Читать дальше...

د ایران ولسمشر د سختو اقتصادي ستونزو ملامتي پر واشنګټن واچوله

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران ولسمشرحسن روحاني په یوې تُندې وینا کې په هېواد کې د سختو اقتصادي ستونزو ملامتي پر واشنګټن واچوله، د ایران د پارلمان نژدې دوه درېیمه برخه وکیلانو بیا په یوه لیک کې له هغه غوښتنه وکړه چې خپل د اقتصادي چارو د مدیریت ټیم دې بدل کړي. حسن روحانې دغه وینا چې پرون ناوخته یې د دولتي ټلوېزیون له لارې وکړه، وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو د تهران رژیم د ایران د اقتصادي وضعیت د خرابوالي چې ظاهراً په ایران کې یې پراخ اعتراضونه راپارولي، مسؤل وباله. د... Читать дальше...