ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 16.06.2018

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

Mashaalradio.com 

په لورلایي کې د کوچني اختر په ورځ د پښتون ژغورنې غورڅنګ غړیو د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پي ټي اېم له ۳۷ نیول شویو کسانو سره د پیوستون او پر هغوی د ترهګرۍ مقدمه درجولو پرضد انساني زنځیر جوړ کړی وو.د لورلايي له مرکزي عیدګاه څخه دغه انساني زنځیر په سپلايي چوک کې په احتجاجي غونډه بدل شو. دې غونډې ته ایډوکېټ صادیق خان په خپل وینا کې وویل چې د بیان ازادي حق د پاکستان ایین ورګړی دی. نوموړي په خپله وینا کې د بندیانو خوشېکېدوغوښتنه وکړه.د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه... Читать дальше...

په اسلام اباد کې نن د اختر لمونځ وشو.

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د شنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. ګڼ شمېر خلک د اسلام اباد فیصل جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي ول. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

پښتانه مساپر اختر کې کورونو ته څنګه ځان رسوي؟

Mashaalradio.com 

له کورنۍ سره د اختر خوشحالۍ يو ځای لمانځلو لپاره پښتانه مساپر هڅه کوي چې ځانونه خپلو کورونو ته ورسوي. د پاکستان په پنجاب پښتانه شکايت کوي چې د ګاډو کرايې زياتې شوي دي. نور حال په دې ويډيو کې وګورئ.

په شوقدر کې اختریز بنډار

Mashaalradio.com 

د وړوکي اختر د خوشالیو لمانځلو لپاره د شوقد شاوخوا سیمو مشران، ځوانان نږدې ادیزو سیمې ته ورځي، چې په کې د کلي یو سمېه ییز سندرغاړی سندرې وايي،په دې اړه دا ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

د مزدورانو اختر څنګه تېرېږي؟

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د اختر په ورځ د مزدورانو حالت څه وي؟ په دې اړه د مشال راډیو خبریال د قبایلي سیمو له ځینو مزدورانو سره غږېدلی دی. د هغوي خبرې په دې ویډیو کې واورئ.

مؤحد: په ۸ ولایتونو کې ۲۸ کسان د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اتو ولایتونو کې ۲۸ کسان د لسګونه کېلو ګرامه نشه‎یي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په اتو ولایتونو کې عمليات کړي او په نتيجه کې يې ۲۸ کسان د ۲۴ کېلو ګرامه هیروئینو، ۱۲۰۰ کېلو ګرامه مورفینو، ۹۷ کېلو ګرامه تریاکو، ۱۰۵۰ کېلو ګرامه جامدو کیمیاوي موادو ۷۲ کېلو ګرامه شیشې یا کرسټالو او ۳۷ ټابلېټ «K» ګولیو په تور نیولي دي. د مؤحد په وینا په نیول... Читать дальше...

نړیوال جام: ایران له مراکش نه وګټل، پرتګال او هسپانیه مساوي شول

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون ایران د یوه ګول په وهلو سره د مراکش ټیم ته ماتې ورکړه. پرتګال او هسپانیا هر یوه د درې ـ درې ګولونو په وهلو سره مساوي شول او اوروګوای هم د یوه ګول په وهلو سره مصر مات کړ. نن فرانسه له اسټرالیا، ارجنټاین له ایسلند، پیرو له ډنمارک او کرویشیا له نایجریا سره لوبه کوي. په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې به د جولای تر پنځلسمې پورې دوام وکړي.

ټرمپ وايي روان دوبی له پوتین سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، ښایي د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره روان دوبی وګوري. ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې مسکو ته باید اجازه ورکړل شي چې د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو سره چې د «جي اوه» په نوم یادېږي یوځای شي. ټرمپ چې د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګندونې کولې په دې اړه چې له پوتین سره به چېرې ګوري څه ونه ویل، خو دغه رازیې پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما تورن کړ چې روسیه یې پریښې وه چې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره ملحق کړي. په ۲۰۱۴ کال د کریمیا د الحاق... Читать дальше...

هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي

Pa.azadiradio.com 

هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي. د هالنډ دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دا هېواد به په مالي کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې خپل رول پای ته ورسوي او د افغانستان پرماموریت به ډېر تمرکز وکړي. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې هالنډ به په افغانستان کې چې اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې شااوخوا سل پوځیان لري، نور څومره سرتېري دې هېواد ته واستوي، خو تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د دې تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو سرمنشي... Читать дальше...

ټرمپ وايي د شمالي کوریا اټمي کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره له تاریخي کتنې وروسته د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام پر سر راپور ته شوی کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړی دی. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مخکیني ولسمشر بارک اوباما ورته ویلي و چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو پر وګرام د امریکا په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده. ټرمپ زیاته کړه چې دغه ستونزه یې تر ډېره حده هواره کړې ده. ټرمپ له کیم اون سره د جون پر دولسمه په سینګاپور کې وکتل او دواړو لورو هم یو ګډ سند لاسلیک... Читать дальше...

سکاټ میلر د سنا د پوځي خدماتو کمېټې په غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال سکاټ میلر به د را روانۍ اوونۍ د سې شنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي. که نوموړی تائید شي هغه به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د هغې جګړې چې اولسم کال ته داخله شوې مشري له بل امریکايي جنرال جان نېکلسن څخه په روان دوبي کې اخلي. یوشمېر امریکایي چارواکو داسې نښې ښودلي چې میلر به چې له څو کلونو راهیسې یې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، په افغانستان کې روانه جګړه په جدیت مخ ته یوسي.

برمک: هیله ده د سولې خبرې یوه دایمي اوربند ته لار هواره کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دې ته په پام سره چې د اختر لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو د اوربند درناوی وکړ هیله من دی چې دا د سولې خبرو او یوه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي. ویس احمد برمک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې داسې راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې په یوشمېر سیمو کې وسله وال طالبان د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلو کورنیو او خپلوانو لیدو ته ورغلي دي. د ښاغلي برمک په وینا وسله وال طالبان باید د حکومت له دغه باور څخه په دې ښه پوه شي چې سوله یې لومړیتوب دی او دوی هم باید رامخته شي. ... Читать дальше...