ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 26.06.2018

د کابل او اسلام اباد اړیکو ښه والي ته هرکلی

Mashaalradio.com 

د افغانستان او پاکستان کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دا ورستیو کې د اړیکو ښه والي ته د هرکلي په ویلو سره د خپلمنځي تګ راتګ پر زیاتولو ټینګار کړی. دا خبرې د افغانستان -پاکستان ګډې کمېټۍ ځینو غړیو له مشال راډيو سره کړې.

د افغانستان او سعودي ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو. د دغې خونې ویاند صام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې نن له افغانستانه په زاعفرانو بار یوه الوتکه د سعودي عربستان په طرف والوتله. له دې وړاندې افغانستان له هند، قزاقستان او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیستي، چې له افغانستان وچه او تازه مېوه او ځینې طبي بوټي یادو هېوادونو ته صادرېږي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر د اسیا سفر پيل کړ. ایران وایي چې امریکا اقتصادي جګړه ورسره پیل کړې او په اروپا کې د کډوالو ستونزې په زیاتیدو دي. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه دلته کتلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي:

د نورستان په وانټ وایګل کې هوايي حملې ۶ملکیان او ۲طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ملکي وګړو او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د نورستان د ولایتې شورا رئیس مسعدالله پاینده زوي د سې شنبې په مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه۱۱بجې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وانټ وایګل ولسوالۍ په دیګل سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې پکې ولسي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاینده زوي وویل: "د شپې ۱۱ بجې چې کله طالبان او ولسي وګړې چایو څښلو ته کېنې پرې ډرون برید کېږي چې په نتیجه کې يې اته تنه... Читать дальше...

سرکار د پشکال لپاره بېړنۍ پلان جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د مبارزې ادارې وايي، راتلونکي پشکال په بارانونو کې ممکنه نقصاناتو کمولو لپاره هنګامي پلان جوړ کړي او ټولو ضلعو ته یې ضروري مشینري هم لیګلې.

سبز علي په ماشومتوب کې سیتار غږاوه

Mashaalradio.com 

د صوابۍ زیدې کلي سیتار غږونکی سبز علي خان وایي، ښونځی ته یو ورځ تللی او بیا یې پرېښی دی. نوموړي وايي، له سیتار سره یې ډېره مینه وه، لومړی یې منګی غږول زده کړی وو او وروسته یې سیتار غږول. دی وايي، د سیتار غږولو لپاره عربي هېوانو ته هم تللی دی. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

د جوزجان په درزاب کې ملي اردو او داعش نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو یو شمېر عسکر او منصبداران نن د جوزجان پر درزاب ولسوالۍ د هغو وسله والو په حمله کې وژل شوي او زخمیان شوي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي ګڼل کېږي.  د درزاب امنیه قوماندان، تورن محمد اسماعیل نن ازادي راډیو ته وویل چې د داعش وسله والو له څلورو خواوو د درزاب ولسوالۍ پر مرکزي پوسته حمله کړې ده. د تورن محمد اسماعیل په وینا، د داعش وسله والو نن د درزاب ولسوالۍ پر مرکزي روغتون هم حمله وکړه او د ملي اردو هغه زخمیان يې ووژل چې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو. د درزاب... Читать дальше...

په جوزجان کې د صوتي ککړتیا په اړه اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان اوسېدونکي وايي په یاد ولایت کې د نقلیه وسایطو له ډول ډول غږنو،هارنونو او په لوړ غږ د سندرو له اورېدو تنګ راغلي او حکومت دې په دې برخه کې اقدام وکړي. عالم رحمانیار په همدې هکله وېدیويي راپور لري چې دلته یې کتلي شئ ویډیو: عالم رحمانیا ایډیټ: ابراهیم صافی

د مقدونیې ولسمشر د هېواد د نوم بدلولو پر موافقه لاسلیک ونه کړ

Pa.azadiradio.com 

د مقدونیې ولسمشر ، جورج ایوانوف نن د خپل هېواد د نوم د بدلون پر موافقه له لاسلیکه ډډه وکړه. د ولسمشر ایوانوف دفتر ویلي چې د مقدونیې د نوم د بدلولو په اړه له یونان سره موافقه چې پر اساس به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوویشت کلن کړکېچ پای ته رسېدلې وائ، غیر قانوني ده. که چېرې دا موافقه لاسلیک شي او له یونان سره د مقدونیې لانجه پای ته ورسېږي، مقدونیه کولائ شي چې په اروپايي اتحادیه او ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو رسمي هڅې پېل کړي. د مقدونیې پارلمان د جون په شلمه نېټه په مطلق اکثریت تائید کړه چې د... Читать дальше...

وزیرستان کې سیاسي فکر په بدلېدو دی؟

Mashaalradio.com 

په قبایلي سیمه وزیرستان کې د جولای د ۲۵ مې د انتخاباتو لپاره سیاسي هلې ځلې پیل شوي دي. او کاندیدان له خپلو پروګرامونو سره ولس ته ورځي.

د لاړکانې جج د چیف جسټس له چلنده استعفا وکړه

Mashaalradio.com 

د سیند صوبې لاړکانې یوه جج تر هغه وروسته خپله دنده پرېښوه چې د نوموړي په وینا د پاکستان چیف جسټس یې د عدالتي کاروايي پرمهال سپکاوی کړی دی او زیاتوي چې د هغه دې کړنې ور ته ډېر تکلیف رسولی دی.

بلخ کې خلک د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت اوسېدونکي په مزارشریف ښار کې د جنايي جرایمو او مرموزو قتلونو له زیاتوالي شکایت کوي او امنیتي مسئولان په وظیفوي غفلت تورنوي. دوی وايي نسبت بل هر وخت ته اوس مهال په مزارشریف ښار کې وسله والې غلاوې، مرموز قتلونه، د تورو ښیښې موټرو تګ راتګ او د ناقانونه وسله والو حضور زیات شوی دی. د مزارشریف یو تن اوسېدونکی په دې اړه داسې وايي: "زما نوم روکی دی، د غیر مسئوله وسله والو او موټر سایکل سواره غلو حضور مزارشریف ښار کې زیات شوی دی، دوی خلک وژني، غلاوې ترسره کوي او د نا امنۍ په رامنځته کولو... Читать дальше...

د روښاني تحریک مرکز کاڼي ګورم

Mashaalradio.com 

د جنوبي وزیرستان کاڼي ګورم سیمه چې یو خوا قدرتي ښایست لري نو بل خوا د مغولو پر ضد د پیر روښان په مشرۍ لومړی منظم غورځنګ هم له دغه سیمې راټوکېدلی وو. د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر د دغه سیمې له یوه ځايي کس مولا خان سره خبرې کړې

د اذربایجان ولسمشر: د ناګورنو قره باغ اشغال به قبول نه کړو

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ولسمشر، الهام علی اف نن په یوه پوځي پرېډ کې سختې خبرې وکړې او ویې ویل چې له اذربایجانه جلا شوې سیمه، ناګورنو قره باغ" په اصل کې د اذربایجان د خاورې برخه ده " او هېڅ کله به د دې سیمې" اشغال" قبول نه کړي. علی اف نن بیا ټینګار وکړ چې اذربایجان به پر ناګورنو قره باغ خپله واکمني ټینګه کړي. ناګورنو قره باغ اوسمهال د ارمنستان د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. د اذربایجان ولسمشر نن دا وینا په هغه پوځي پرېډ کړې وه چې د اذربایجان د پوځ د سل کلنۍ په مناسبت جوړ شوی و. علی اف وویل: "جګړه نه... Читать дальше...

په ملدووا کې نن هم لسګونه کسانو مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

په ملدووا کې نن هم لسګونه کسانو مظاهره وکړه. مظاهرې تر هغه وروسته پېل شوې چې د ملدووا سترې محکمې، د چېشناو د ښاروالۍ د انتخاباتو پایلې چې د غرب پلوي او د اداري فساد مخالف سیاسي فعال، اندرې نستاسي وګټلې، معطله کړې. لس هاو مظاهره چیان نن د ملدووا په پلازمېنه چېشناو کې د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته را غونډ شوي وو او د "دیکتایتوري بنده کړئ " او "مرګ پر مافیا " نارې یې وهلې. ربوټونه وايي چې پولیسو نن د ښار یو مرکزي چوک بند کړی و او حتی د مظاهرې تر پاي رسېدلو وروسته یې هم بند ساتلی دی. په چېشناوکې د جون په دریمه نېټه د ښاروالۍ انتخابات وشول. Читать дальше...

افغانستان د پارس په ووشو جام سیالیو کې ۴م مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د پارس په ووشو جام سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د ووشو افغان ملي بغاړو د پارس جام په نړیوالو اویایم پړاو سیالیو کې د سپيو زرو یو او د برونزو دوه او هم یې د «ساندا» سیالیو په څانګه کې د سپینو زرو دوه او «تالو» یا اجرایي فورم په څانګه د برونزو یو مډال ترلاسه کړ. دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې په ایران کې پيل شوې وې، تېره شپه پای ته ورسېدې. د ښاغلي پیمان په خبره د پارس ووشو جام په سیالیو کې له یو شمېر هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو. Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت ملګرو ملتونو ته خپلې غوښتنې استوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د سولې کاروان غړي به نن د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د خپلو غوښتنو په اړه لیک واستوي.  د لیک جزئیات لا نه دي څرګند شوي. هغوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي د دفتر، یوناما مخې ته درې ورځنی پرلت پیل کړ او تر سبا ماسپښينه به هلته ناست وي. د هلمند د سولې کاروان ویاند، بسم الله وطندوست نن سهار ازادي راډیوته وویل: "د ملګرو ملتونو مشرتابه راته ویلي چې غواړي چې له موږ سره بحث وکړي او کښېني خو موږ ورته ویلي چې ستاسو سره بحث نه کوو بلکې د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو... Читать дальше...

ناڅرګندو کسانو د فراه د ملي امنیت یو مامور وژلی

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې امنیتي مسئولان وايي چې د فراه ښار د پنځمې حوزې د ملي امنیت رئيس، یاسین خان نن د ناڅرګندو کسانو په حمله کې ووژل شو. د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري نن ازادي راډیو ته وویل چې یاسین خان نن سهار د فراه ښار په دریمه حوزه کې وژل شوی دی. د ښاغلي مهري په وینا، وسله والو کسانو پر یاسین خان ډزې وکړې او وتښتېدل. چارواکي وايي چې په اړه یې څېړنې پېل شوې دي. د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

پنجشیر کې د فوټبال د سیمه‎ییزټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د سیمه‎ییز ټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ تېره ورځ په پنجشیر ولایت کې پيل شوې. د فوټبال فدراسیون مرستیال او د سیالیو تنظیمونکي علیم شیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې پنځه ټیمونه کې چې دوه یې د پنجشیر، یو- یو یې د کاپیسا، پروان او بامیانو ولایتونو دي په خپلو کې سیالي کوي. د ښاغلي شیزاد په خبره د دغو سیالیو کې په لومړۍ ورځ پنجشیر ټیم له کاپیسا سره لوبه وکړه چې صفر- صفر سره پای ته ورسېده. ټاکل شوې چې نن یو د پنجشیر د اې ټیم د پنجشیر له بي ټیم سره سیالي وکړي.