ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

ناڅرګندو کسانو د فراه د ملي امنیت یو مامور وژلی

0
په فراه کې امنیتي مسئولان وايي چې د فراه ښار د پنځمې حوزې د ملي امنیت رئيس، یاسین خان نن د ناڅرګندو کسانو په حمله کې ووژل شو.


د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري نن ازادي راډیو ته وویل چې یاسین خان نن سهار د فراه ښار په دریمه حوزه کې وژل شوی دی.


د ښاغلي مهري په وینا، وسله والو کسانو پر یاسین خان ډزې وکړې او وتښتېدل.


چارواکي وايي چې په اړه یې څېړنې پېل شوې دي.


د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.