ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

نن د فوټبال په نړیوال جام کې سنګال-کلمبیا او جاپان-پولنډ سره مخ کېږي

0
په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به نن په H ګروپ کې سنګال له کلمبیا او جاپان له پولنډ سره مخامخ شي. 


د څلورو واړو ټیمونو ترمنځ دغه لوبې د افغانستان په وخت د مازدیګرپه شپږنیمو بجو پیلېږي.


همدا راز به په G ګروپ کې انګلستان او بلجیم، پانامه او تونس سره مخامخ شي. 


د افغانستان په وخت د شپې په لس نیمو بجو دغه لوبې پیلېږي.


د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د جرمني د فوټبال ټیم چې د مخکیني ۲۰۱۴ جام اتل و، له جنوبي کوریا دوه ګولونه وخوړل او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.


دا اول وار دی چې د جرمني د فوټبال لوبډله د نړیوال جام سیالیو دوهم دور ته تر رسېدو مخکې، ماته خوري.


د سویس او کستاریکا ترمنځ لوبه دوه په دوه مساوي شوه.


صربیا ته برازیل د دوو ګولونو په وهلو ماتې ورکړه او سویډن د درې ګولونو په هلو لوبه له مکسیکو وګټله.


په E ګروپ کې برازیل او سویس او F ګروپ کې سویډن او مکسیکو د دې جام دوهم دورته لاره پیدا کړه.