ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي

0
افغان فوټبالر مصطفی ځاځی د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو کې د فرای يونائټيډ لوبډلې سره لوبېږي.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په تېر پړاوو کې ښاغلي ځاځي د چاچوګنجسو لوبډلې لپاره لوبه کوله.


د فوټبال فدراسیون په خبره، د شمالي تایلنډ د فوټبال درېیم لیګ سیالیو په تېر پړاوو کې مصطفی ځاځی ښه وځلېد او د يونائټيد لوبډلې د مشرانو پام يې ځانته واړوو.


د فرای لوبډلې په خپله رسمي وېب‎پاڼه کې لیکلي چې د دغه نوښتګر هافبک لوبغاړي په اخېستلو سره غواړي د شمالي تایلنډ له درېیم لیګ سیالیو نه دوهم ته لار پيدا کړي.