ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

فوټبال شوار: قطر د فوټبال نړيوال جام د ويټو کولو حق لري

0
د فوټبال نړیواله شوار وايي، قطر د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د فوټبال نړيوال جام د ويټو کولو حق لري.


د دغې شورا مشر جاني اینفانټینو په‌ خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي، د فوټبال نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو له طرحې ملاتړ کوي، خو قطر له مخکې لاسلیک کړي تړون له مخې حق لري چې په‌ خپل کوربه‎توب نړیوال جام کې د لوبډلو د زیاتولو دا وړاندیز رد او ویټو کړي.


د فیفا مشر ویلي، فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نورو ۱۶ لوبډلو اضافه کول په‌ دې معنی دي چې قطر نورو لوبغاليو، هوټلونو او نور ټرانسپورټ ته اړتیا لري چې د قطر حکومت ته په یوازې ځان پوښتنې پيدا کولای شي.


۸ کاله مخکې خلیجو هېوادونو قطر ته د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کوربه‎توب ورکړ چې د فساد له تورونو سره ـ سره قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو له‌‎پاره خپلې تیارۍ روانې ساتلي دي.