ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2018

راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو لېست نن اعلانېږي

0
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نن چهارشنبه د هغو کسانو دقیق شمېر اعلان کړي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو لپاره په راتلونکو انتخاباتو کې یې د کاندیدۍ لپاره خپل نومونه او اسناد دې کمېسيون سره ثبت کړي دي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسون کمېشنر سید خفیظ‌الله هاشمي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"ګڼ شمېر کسانو چې زموږ له دفترونو څخه‌یې معلوماتي بستې اخیستې وې، هغه‌یې تکمیل کړي او بېرته‌یې سپارلي، د کاندیدانو شمېر د قناعت وړ دی، یوازې د ولسوالیو شوراګانو لپاره د ښځینه کاندیدانو شمېر کم دی چې په دې اړه اندېښنه موجوده ده."


نوموړي وویل چې د هغو کسانو دقیق شمېر به نن اعلان کړي چې د کاندیدۍ لپاره‌یې دې کمېسيون سره نومونه لیکلي او اسناد یې سپارلي دي.


د میزان د ۲۸مې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو وروستی لېست به د سرطان د میاشتې په ۷مه اعلان شي.