ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 03.09.2018

افغان هلک په جرمني کې په اتو کلونو بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د هغه افغان هلک چې په جرمني کې د یوې نجلۍ پر وژلو تورن دی، مدافع وکیل وایي چې د مؤکل په اړه‌یې د محکمې فیصله پر ځای ده. د دغې قضیې څارنوالانو تورن ته چې (عبدل دي) نومول شوی، د ۱۰ کلونو بند سزا غوښتنه کړې وه، خو محکمې هغه په اتو کلونو بند محکوم کړ. د عبدل نومي افغان مدافع وکیل مکسي میلان د دوشنبې په ورځ وویل چې د مؤکل په اړه‌یې د محکمې له نهایي حکم سره موافق دی. ښاغلی میلان زیاتوي: "فکر کوم چې دا حکم درست و. دغه حکم وروسته له هغې صادرېږي چې موږ ټولو هڅه وکړه چې دغه تیاره جنایت یو څه روښانه... Читать дальше...

افغان هلک په جرمني کې په اتو کلونو بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د هغه افغان هلک چې په جرمني کې د یوې نجلۍ پر وژلو تورن دی، مدافع وکیل وایي چې د موکل په اړه یې د محکمې فیصله پرځای ده. د دغې قضیې څارنوالانو تورن ته چې (عبدل دي) نومول شوی، د لسو کلونو بند سزا غوښتنه کړې وه خو محکمې هغه په اتو کلونو بند محکوم کړ. د عبدل نومي افغان مدافع وکیل مکسي میلان د دوشنبې په ورځ وویل چې د موکل په اړه یې د محکمې له نهایي حکم سره موافق دی.   " فکرکوم چې دا حکم درست و. دغه حکم وروسته له هغې صادریږي چې موږ ټولو هڅه وکړه چې دغه تیاره جنایت یوڅه روښانه کړو او فکرکوم چې په... Читать дальше...

ناټو په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کیدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ناټو په یوه حمله کې چې ظاهراً د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا شوې، د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي. په هغې خبرپاڼه کې چې ناټو خپره کړې ویل شوي چې په دغه پېښه کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې پېښه شوې یو بل امریکایي سرتېری په‌کې ژوبل شوی دی. د وژل شوي او ټپي شوي سرتېري نومونه نه‌دي په ډاګه شوي او دا هم نه‌دي ویل شوي چې دغه پېښه په کومه سیمه کې شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت هم پرته له دې چې په دې اړه نور جزئیات ورکړي وایي چې په دې اړه پلټنه کوي. دا په روان ۲۰۱۸ م کال کې شپږم امریکایي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

ناتو په افغانستان کې دیوه امریکایي سرتیري دوژل کیدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ناتو په یوه حمله کې چې ظاهراً د افغان امنیتي ځواکونوله خوا شوې، د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.   په هغې خبرپاڼه کې چې ناتو خپره کړې ویل شوي چې په دغه پیښه کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې پیښه شوې یوبل امریکایي سرتیری پکې ژوبل شوی دی. د وژل شوي او ټپي شوي سرتیري نومونه ندي په ډاګه شوي او داهم ندي ویل شوي چې دغه پیښه په کومه سیمه کې شوې ده. د افغانستان دفاع وزارت هم پرته له دې چې په دې اړه نورجزیات ورکړي وایي چې په دې اړه پلټنه کوي. دا په روان ۲۰۱۸ م کال کې شپږم امریکایي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

د امريکايي پلاوي تر سفر مخکې د عمران خان او جنرل باجوه ملاقات

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره په داسې مهال د ستمبر په درېيمه خبرې کړې چې د امريکې بهرنيوو چارو وزير اسلام اباد ته ځي. د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې باجوه د وزيراعظم دفتر ته ورغلی وو او دواړو پر امنيتي حالاتو خبرې وکړي.

په قرغزستان کې د کوچیانود نړیوالو لوبو پیل

Pa.azadiradio.com 

د کوچیانو نړیوالې لوبې د یکشنبه په ورځ په قرغزستان کې پیل شوې. چالپان عطا ښار ددغو لوبو د افتتاحیه مراسمو کوربه وو. دغه مراسم د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو په جالبو نندارو ترسره شول.

د حيات پرېغال د ضمانت مقدمه بيا وځنډېده

Mashaalradio.com 

اسلام اباد هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړي، حيات پرېغال په مقدمه کې له حکومته غوښتې چې د هغه سره نيول شوو شيانو فورينزيک ټيسټ نتيجې دې د ستمبر په لسمه عدالت ته وروړي. د ستمبر په درېيمه شوې پرېکړې تر مخه، به د نوموړي مقدمې بلې اورېدنه د راتلونکې ګل يا دوشنبې په ورځ کېږي.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

یو سړی چې ادعا کوي افغان دی، په جرمني کې په اته نيم کلونو بند محکوم شوی دی. د ميانمار محکمې د رويټرز دوه ځايي خبریالان په اوو کلونو بند محکوم کړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

د ولي خان پوهنتون ګوښه شویو کارکوونکو احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د مردان عبدالولي خان پوهنتون هغو کارکوونکو په اسلام اباد کې احتجاج کړی دی چې له دندو ګوښه شوي دي. دوی د سېپټېمبر پر درېیمه، په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته نعرې ووهلې او مشال راډیو ته یې وویل چې په ناقانونه توګه له دندو لرې شوي دي. د ولي خان پوهنتون ویاند میا سلیم خان د جون پر ۳۰مه دي نیوز ورځپاڼې او نورو رسنیو ته ویلي ول چې دا کسان انتظامیې تر پلټنو وروسته ځکه ګوښه کړل چې د ګومارلو پر وخت میرټ یا قابلیت ته پام نه وو شوی. ده ویلي ول چې د کارکوونکو د ګومارلو پر معامله د احتساب اداره هم پلټنې کوي. Читать дальше...

پاکستان د لغوه شویو پیسو په اړه له امریکا سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان پوځ ته د امریکا د ۳۰۰ میليونو ډالرو مرستې د لغوه کېدو په اړه به له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره خبرې وکړي. قریشي پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، دا موضوع به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره لیدنه کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته اسلام اباد ته ورشي، یاده کړي. قریشي وویل: "له پامپیو سره به کېنو، خپل نظریات به ورسره شریک کړو او د هغوی به هم واورو." د پاکستان... Читать дальше...

په جرمني کې محکمې یو ځوان کډوال په اته نیم کاله بند محکوم کړی

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې یوې محکمې هغه ځوان کډوال په اته نیم کاله بند محکوم کړی چې ادعا کوي، د افغانستان دی او د پناه غوښتنلیک یې رد شوی دی.  دا کس د خپلې پخوانۍ جرمنۍ ملګرې چې ۱۵ کلنه وه، د وژنې په جرم په زندان محکوم شوی دی. د وژنې دا قضیه په جرمني کې ښې اړخي ګوند د کډوالو پر ضد خپل انتخاباتي کمپاین کې وکاروله. د دې افغان لومړی نوم عبدل ښودل شوی، خو دوهم نوم یا تخلص یې نه دی په ډاګه شوی. نوموي اعتراف کړی چې پر خپله جرمنۍ ملګرې یې د ډیسمبر په میاشت کې په یوه درملتون کې د چاقو برید کړی او هغه یې وژلې ده. Читать дальше...

چارواکي: په بادغیس کې یوه پنځه کسیزه وسله واله ډله نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې چارواکي وايي، تېره شپه یې یوه پنځه کسیزه وسله واله ډله د ترور او وژنو په تور نیولې ده. امنیتي چارواکي وايي، د دې وسله والې ډلې هدف پر حکومتي کارکوونکو بریدونه وو. د بادغیس د پولیسو ویاند نقیب الله امیني وايي، دې کسانو څو ورځې مخکې ددې ولایت د استيناف محکمې یو کارکوونکی د قلعه نو په ښار کې وژلی و.  د نوموړي په وینا، دې کسانو د قلعه نو ښار په ګڼو نا امنیو او د وژنو په پېښو کې لاس درلود او له طالبانو سره یې اړیکې لرلې.

د افغانستان په ګډون د ۷۷ هېوادونو لوبغاړي د کوچیانو په نړیوالو سیالیو کې

Mashaalradio.com 

په قرغېزستان کې د کوچیانو نړیوالو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو خپل هنر وښود. د سېپټېمبر پر دویمه په چوپلون اتا سیمه کې ولسمشر سورنبای جینبېکوف د بهرنیو هېوادونو د مشرانو کوربه وو. منتظمین وايي، د دې لوبو او سیالیو موخه د کوچیانو د تمدنونو د کلتور خوندي ساتل دي. د افغانستان په ګډون، له ۷۷ هېوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ لوبغاړي په سیالیو کې برخه اخلي. د قرغېز ولسمشر له دفتره خپره شوې ویډیو وګورئ.

د کرکټ افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلينډه متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ملي لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لپاره خپل تمرینات وکړي. ټاکل شوې چې افغانستان په اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۷ مه د سریلانکا سره او خپله دوهمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰ مه له بنګله دېش سره وکړي. د اسیایي جام په دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون ۶ هېوادونه ولوبېږي.

د غزني خیاطان: په دې ښار له حملې وروسته د کالیو د څښتنانو څرک نشته

Pa.azadiradio.com 

د غزني ښار یو شمېر کالي ګنډونکي وايي، له اختر مخکې ورته زیات شمېر کسانو جامې او واسکټونه د کنډلو لپاره ور وړي وو چې اوس یې ټيلیفونونه بند دي. غزني چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو د حملې شاهد و، اوس یې وضعیت عادي حالت ته را ګرځېدلی دی. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: ابراهیم صافی

د هند په اوتار پرادش کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د هند په شمالي ایالت اوتار پرادش کې سختو موسمي بارانونو او له امله‌یې سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي. ویل کېږي چې د دې ایالت له ۷۵ ولسوالیو څخه ۱۱یې د شنبې او یکشنبې په ورځ بارانونو او سېلابونو ځپلي دي. ځايي چارواکي وايي چې د شاه جهانپور سیمه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده، چېرې چې شپږ کسان وژل شوي او د دې وېره شته چې د قربانیانو شمېر زیات شي.