ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 27.09.2018

"په پاکستان کې پر رسنیو بندیزونه دوام لري"

Mashaalradio.com 

دا ډول اقدامات به په پاکستان کې پر "خپل ځان سېنسرشېپ لا پیاوړی" کړي او که د ډان په څېر لویه رسنیزه اداره له داسې نتیجو سره مخامخېږي نو بیا به "څوک په هېواد کې د ریښتیا ویلو جرات وکړای شي؟"

بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووت

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړکې بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده. د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې د بنګله دیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ کېږي. د بنګله دیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ. خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپېر بنګله دیش ته بایلوده. که څه هم د بنګله دیش لوبډله تر دې دمه نه توانېدلی... Читать дальше...

په غزني کې د ولسمشر غني د وینا پرمهال درې راکټه لګېدلي

Pa.azadiradio.com 

پر غزني ښار نن، پنجشنبه د سپټمبر۲۷مه، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ورغلی، درې راکټي حملې وشوې. یو راکټ د غزني د والي د دفتر په ۲۰۰ مترۍ کې لګېدلی دی، چېرته چې ولسمشر غني د مدني ټولنې غړو، د ولایتي شورا غړو او امنیتي چارواکو ته خبرې کولې. د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري فرانس پرس ته ویلي چې راکټ د غني د خبرو له ځایه لرې لګېدلی دی. د غزني د امنیت امر رمضان علي محسني فرانس پرس ته وویل چې په حمله کې څوک وژل شوي یا زخمیان شوي نه دي. د حملې مسئولیت لا چا نه دی اخیستی.

بشري فعال یعقوبوف تر جلا وطنۍ وروسته ازبکستان ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې د بشري حقونو یو پېژندل شوی مدافع او د پخواني ولسمشر اسلام کریموف کلک منتقد، طالب یعقوبوف تریوې لسیزې جلا وطنۍ وروسته، ازبکستان ته ستون شو. طالب یعقوبوف په ازبکستان کې د بشري حقونو ټولنه په نوم اداره جوړه کړې وه. هغه خپل امنیت ته د اندېښنې له امله په ۲۰۰۷ مېلادی کال کې فرانسې ته وتښتېد او د ازبکستان حکومت په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې له هغه د ازبکستان د تابعیت حق واخیست.  طالبوف د ازادي راډیوخبریال ته ویلي چې په فرانسه کې د ازبکستان سفارت د اګست په میاشت کې خبر ورکړ چې په یو کلنه وېزه بېرته خپل هېواد ته ستنېدلائ شي. Читать дальше...

د م ر شفق د کتاب مخکتنه وشوه

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د سېپټمبر پر ۲۶مه د پښتو ژبې د یوه شاعر او لیکوال مشتاق الرحمن شفق د (شفق رنګونه) په نوم کتاب چاپېدو په اړه یوه غونډه وشوه چې پکې یوشمېر شاعرانو او لیکولانو ګډون وکړ. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

د ای اېم اېف پلاوی پاکستان ته تللی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د نړيوال مالي صندوق د استازي دفتر مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په اوه ويشتمه پاکستان ته ورغلی د دې ادارې پلاوی غواړي له دغه هېواد سره د قرض د ورکړې په اړه هراړخیزې خبرې ولري.

حمدالله محب له خپلو روسي او هندي سیالانو سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په ایران کې د روسیې د ملي امنیت له سلاکار، نیکولاي پيتروشیف او د هند د حکومت د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره کتلي دي. حمد الله محب پرون، چهارشنبه د سپټمبر ۲۶مه، د سیمه ییز امنیت په اړه د پنځو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ. د افغانستان د ملي امنیت شورا نن پر ټوېټر لیکلي چې حمدالله محب له هندي او روسي لوري سره د ترورېزم پرضد پر مبارزه، د داعش د وسله والو پر فعالیت او د مخدرو موادو پر تولید او قاچاق خبرې کړي دي. Читать дальше...

پروشینکو: نړیوال باید په اوکراین د روسیې لاسوهنه بنده کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر، پترو پروشینکو پر نورو هېوادونو ږغ کړی چې په اوکراین کې د روسيې د خصمانه فعالیت په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي. پروشینکو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د توسعه طلبانه هڅو مخنیوی د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت برخه دی. د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په جلسه کې پرون، چهارشنبه د سپټمبر۲۶ مه، د پروشینکو خبرې تر ډېره حده پردې چې روسیې ته ټک ورکړي متمرکزې وې. روسیې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه. له هغه راهیسې، روسیه په اوکراین کې د حکومت ضد بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. Читать дальше...

د هاشي هارا کراتې افغان لوبډلې ته ۳۰ لوبغاړي غوره شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې فدراسیون وايي چې د هاشي هارا کراتې ملي لوبډلې ته يې دیرش تنه لوبغاړي غوره کړي دي. د دغه فدراسیون ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه لوبغاړو د غوراوي په هدف له تېرو څلورو ورځو راپه دیخوا په کابل کې د اولس ولایتونو ۵۰۰ لوبغاړو په خپل منځونو کې سره سیالۍ وکړې چې ۳۰ تنه ترې د ملي لوبډلې لپاره غوره شول. ښاغلي پیمان وویل چې دغه سیالۍ نن پای ته ورسېدې. هاشي هارا کراته د تکواندو یو ډول دی چې تازه تازه په افغانستان کې پیل شوې ده او بدني روزنې فدراسیون هڅه کوي چې ښه لوبغاړي ورته وروزي.

د نشه یانو ژوند

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د مخدره موادو پرضد کارکوونکې ادارې (اينټي نارکاټکس) له دفتر سره نېږدې یو شمېر کسان نشه کوي. په دوی کې له ځینو سره د ډيوې خبريالې سعديې قاسم شاه خبرې کړې دي. په اړه یې دا ویډیو وګورئ.

د فوټسال افغان لوبډله انګلستان سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تایلنډ په څلور اړخېزو سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه د انګلستان په وړاندې ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه سیالي د تایلنډ په بنکاک ښار کې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د کوربه تایلنډ ترڅنګ د افغانستان، انګلستان او مالیزیا لوبډلې ګډون لري چې د روانې میلادي میاشتې سېپټمبر له ۲۷مې به تر ۲۹مې نېټې د یو بل په وړاندې سیالي کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به سبا د جمعې په ورځ له مالیزیا او خپله وروستۍ لوبه به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د کوربه تایلنډ په وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې بنګله‌دیش پای‌لوبې ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړ کې بنګله‌دیش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده. د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دُبۍ کې د بنګلدیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د بنګله‌دیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ. خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپير بنګله دیش ته بایلوده. که څه هم د بنګله دیش لوبډله تردې دمه نه توانېدلی... Читать дальше...

پروېز مشرف ولې عدالت ته نه حاضرېږي؟

Mashaalradio.com 

پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، اوس داسې ښکاري چې پوځ د مشرف پوره ملاتړ نه کوي. دی وايي، د دې لامل دا دی چې په پوځ کې د مشرف پخواني همکاران او ملګري رېټایر (تقاعد) شوي دي او د پوځ مشرتابه چارې دویم دور ته داخلې شوې دي.