ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 25.09.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اجراییه رییس د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په درشل کې پر پاکستان انتقاد وکړ، په پاکستان کې د افغان کډوالو په ګډون په لسګونو میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کیږي او ترکيي زغروال ګاډي سوریې ته داخل شول. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزون څخه هم کتلی شئ

پاکستان مېشتي افغان کډوال قانوني کارډونه غواړي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶مکال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.

بشري حقونو د ډان ورځپاڼې د خبریال د بندي کولو حکم غندلی

Pa.azadiradio.com 

د رسنيو لپاره د پاکستان د بشري حقونو ادارو او ټولنو د محکمې هغه حکم غندلی چې وايي د ډان ورځپاڼې یو خبريال بايد توقيف شي او دا ځکه چې هغه یوه داسي مرکه کړې وه چې پکي د پاکستان پر پوځ انتقاد شوی وو. #IStandWithCyril نن پر ټويټر باب شو او د سريل المایده همکارانو او نورو سیاسي کسانو په پنجاب ايالت کې د لاهور د عالي محکمې پر دغه پرېکړه انتقادونه وکړل. محکمې همدا راز حکم کړی چې چارواکي باید المايده د اکتوبر په اتمه نېټه محکمې ته وړاندي کړي. د پخواني صدراعظم نواز شريف پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه شوې چې د محکمې په همدې غونډه کې ورباندې بحث کېږي. Читать дальше...

کوټه: پر زده کوونکیو د تشدد پرضد د وکیلانو احتجاج

Mashaalradio.com 

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې د پښتنو کلتوري ورځې لمانځلو پر مهال په بلوچستان پوهنتون کې پر زده کونکیو د امنیتي ځواکونو د تشدد پرضد په ټوله صوبه کې پر احتجاج دي. له کوټې د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور

چارواکي: په لښکرګاه کې چاودنې يو پوليس وژلی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه د یوه مقناطيسي بم په واسطه شوې ده. د معلوماتو له مخې، مقناطیسي ماین په یوه موټر کي ځای په ځای شوی و. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

پاکستان کې پښتانه او کلتوري ازادي

Mashaalradio.com 

د سېپټمبر پر ۲۳مه د پښتون کلتور ورځ ولمانځل شوه. پر دغه مهال په بلوچستان پوهنتون او انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا په طالب علمانو تشدد وشو او ځیني په کې ونیول شول.

نقاشي، د بشري حقونو د ملاتړو د نمانځنې په خاطر

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د یو کمپاین په ترڅ کې غواړي چې د بشر د حقونو وژل شوی شوی ملاتړ کوونکو ونمانځي. د دغه کمپاین یوه برخه د وژل شویو خبریالانو څېره کول دي، چې نن په کابل کې د همدې ډلې خبریالانو نه د یو تن د تصویر په نفاشۍ سره پرانیستل شو. په دې اړه نور، د تمیم اخګر په راپور کې وګورئ.

په سوات کې د موسيقۍ بنډار

Mashaalradio.com 

په سوات کې د اردو ژبې د موسیقې بنډار وشوه چې ورته ګڼ هنرمندان ورغلي ول. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

رباني د مخدره موادو د ستونزې په اړه په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د نړۍ په کچه د مخدره موادو د ستونزې په اړه په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ. دا غونډه په نيويارک ښار کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشرۍ جوړه شوه. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغه غونډه کې د مخدره موادو د تقاضا پر کمولو، د مخدره موادو د تر لاسه کولو پر مخنیوي، د نړيوالو همکاريو پر پياوړي کولو او د معتادینو د درملنې د کچې پر لوړولو بحث وشو.

د پاکستاني پولیسو يو افسر ناڅرګندو وسله والو وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پولیسو يو افسر چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پولیو د واکسيناسيون ټیم د خونديتوب لپاره ګمارل شوی و، ناڅرګندو وسله والو وژلی دی. د امنيتي چارواکو په وينا، دا پېښه نن سې شنبه سهار د قبايلي سيمې په باجوړ ايجنسۍ کې د بادام په نوم کلي کې شوې ده. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم چا يا ډلې نه دی منلی. تر دې مخکې هم په پاکستان کې وسله والو کسانو د پوليو د واکسيناسيون ټيمونه تر حملو لاندې را وستي وو. د پولیو پر وړاندې د واکسيناسیون درې ورځنی کمپاین پرون د سپټمبر په ۲۴مه د خيبر پښتونخوا ایالت په شمال... Читать дальше...

په بلوچستان کې د ګوزڼ مخنیوي کمپاین

Mashaalradio.com 

د پاکستان د نورو سیمو په ګډون په بلوچستان کې هم د ګوزڼ مخنیوي کمپاین نن(سېشبه) دویمه ورځ هم روان وو. په کمپاین کې تر ۲۵ لکو زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

د روسیې او قرغزستان ۲زره سرتېري په ګډو تمرينونو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او قرغزستان شاوخوا دوه زره سرتېري د تروريستانو پرضد په ګډو تمرينونو کې ګډون کوي. دوی دا ګډ تمرینونه سبا د سېپتمبر په ۲۶مه نېټه د قرغزستان په ختيځ کې پيلوي. د روسیې دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو نظامي تمرينونو کې د ۳۰ روسي الوتکو او بالستیک توغنديو «Iskander-M» په ګډون شاوخوا ۴۰۰ نظامي وسيلې برخه لري. روسي او قرغزي چارواکو ويلي چې د دغو ګډو نظامي تمرينونو هدف د داعش ډلې د جګړه مارانو مخنیوی دی چې په منځنۍ اسيا کې ځان ته خوندي ځای جوړول غواړي.