ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 17.09.2018

د حيات پرېغل ضمانت بيا ونه شو

Mashaalradio.com 

اسلام اباد هايي کورټ د ستمبر په ۱۷مه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي، حيات پرېغل وکيل بابر اعوان څخه غوښتي چې د حکومتي وکيل له خوا د هغو فورينزيک موادو ارزونه او کتنه وکړي چې د پريغل خلاف یې برابر کړي دي.

سپریم کورټ د نواز شریف مقدمې ځنډولو لپاره د نېب غوښتنه رد کړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ د احتساب قامي ادارې نېب هغه درخواست رد کړی چې اسلام اباد های کورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف، د هغه د لور او زوم پرضد د ايون فیلډ مقدمې ځنډولو په اړه د هغوی اپیل نه شي اورېدلای.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د چین جنوب لویدیځ ته سمندري توپان رسیدلی او ویره شته چې درانه مالي او ځاني تاوانونه به واړوي، د شمالي او جنوبي کوریا مشران سبا سره ګوري او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وايي چې له بشپړ چمتووالي سره د اسیايي جام لوبې ترسره کوي. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

مېلر: که چېرې طالبان جګړه غواړي، هر ځای کې چې وي ورسره جګړه کوو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان وايي، که چېرې طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ونه مني، د دې ډلې پر ضد به جګړه شدیده کړي. جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې په پروان کې په یوه غونډه کې وکړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پوځي حضور لري. نوموړي وویل: "که چېرې طالبان د جګړې لاره غوره کړي، موږ به ورسره جګړه وکړو، هر چېرې چې وي، که پروان کې وي، که کندهار کې وي، که وردګ کې وي او که کاپیسا کې وي، موږ به یې په وړاندې جګړه وکړو." پروان ته... Читать дальше...

روسیې په اوکراین کې د یوې الوتکې د لوېدو په اړه نوې ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په اړه نوې ادعا کړې ده. روسي چارواکو نن په مسکو کې په یوه خبرې غونډه کې ادعا وکړه چې هغه توغندی چې د مالیزیا هوايي شرکت دا الوتکه یې نسکوره کړه، په ۱۹۸۶ میلادي کال کې له تولید وروسته د پخواني شوروي تر واک لاندې اوکراین ته انتقال شوی و او هېڅ کله بېرته روسیې ته نه دی وړل شوی. د روسي چارواکو دا اقدام ددې پېښې په اړه د نړیوالو څېړنو د بې اعتباره کولو هڅه بلل کېږي. نړیوالو څېړونکو مشخصه کړې چې هغه سیستم چې... Читать дальше...

چارواکي: د سرپل په مرکز کې مو ۹ کلي له وسله والو پاک کړي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د ولید په نوم عملیاتو په ترڅ کې یې د سرپل ولایت په مرکز کې د بلغلي له کلي پرته چې یوه اوونۍ مخکې طالبانو ونیو، نور ۹ کلي له وسله والو پاک کړي او د حکومت تر کنټرول لاندې یې راوستي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل، دا د امنیتي ځواکونو او کومانډو شریک عملیات دي او لا هم په سیمه کې دوام لري. د سرپل د مرکز په څنډو کې دا عملیات په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د سرپل د ولایتي شورا غړو ددې ولایت د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې ښودلې وې.

سوات کې د درې اړخه انځورګرۍ ننداره

Mashaalradio.com 

په سوات مينګوره کې په لومړي ځل د درې اړخې انځورګرۍ (تري ډي ارټ) ننداره وړاندې کېږي چې ګڼ زده کوونکي او يوشمېر وګړي یې ليدو ته ورځي. ليدونکي وايي په لومړي ځل يې داسې ځانګړې انځورګري لیدلي.د دغه نندارې تابياکونکي وايي، دوی غواړي چې د لاسونو انځورګرۍ وده ومومي. د مشال راډيو خبريال نيازاحمد خان یې ویډيو رپورټ کښلی.

د دښمنیو ختمولو لپاره ګلستان ته جرګه تللې

Mashaalradio.com 

د پښتنو یوې جرګې د عبدالله کلا په ګلستان کې کې له تېرې یوې اونۍ راهسې پړاو اچولی دی چې موخه د ګڼو ټبرونو او قبېلو ترمنځ د دښمنیو او بدیو ختمول دي. په دغه سیمو کې له تېرو درېوو لسیزو راهیسې تر ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرګونه نور بې کوره شوي دي. نور حال له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په ویډيو کې

په جوزجان کې د بې ځایه شویو کورنیو ماشومان شاقه کارونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د شبرغان ښار په بېلا بېلو سیمو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي او له بهره د راستانه شويو کډوالو یو شمېر ماشومان له زدکړو بې برخې او سخت کارونو ته اړ شوي دي. عالم رحمانیار په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړی اېډیټ ابراهیم صافی

د خوست ځیني اوسېدونکي: د بایومیټریک له لارې رڼې ټاکنې غواړو!

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېر اوسېدونکي مشران او ځوانان وايي چې د ټولټاکنو لپاره د تیارۍ په روان بهیر کې د تذکرو وېش او پر هغو د سټیکرونو د لګولو پروسه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د افرادو او مامورینو د ګمارنې په بهیر کې پراخې درغلۍ موجودې دي او دوی ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو دا ډول ټولټاکنې د منلو وړ نه دي. ځایي اوسېدونکو غوښتل چې د بایومیټریک له لارې دې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره  او په دغه پروسه کې دې د درغلۍ او لاسوهنو مخه ونیول شي. دوی زیاتوي، که چېرې په نېږدې څو ورځو کې افغان حکومت... Читать дальше...

والیبال: ایټاليې، ډومینکا ته، صربیا، اسټرالیا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۱۸ کال والیبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې ایټاليې، ډومینکا ته، صربیا، اسټرالیا ته او بلغاریا، کیوبا ته ماتې ورکړه. په لومړۍ لوبه کې ایټاليې په درېیو میدانونو کې ۲۵ـ ۱۲ ،۲۵ ـ ۱۸ او ۲۵ ـ ۱۵ په نتیجې سره ډومینکا ته ماتې ورکړه. په دوهمه لوبه کې صربیا ۳ـ۱ په وړاندې له اسټرالیا نه او په درېیمه لوبه کې بیا بلغاریا ۳ـ۰ په وړاندې له کیوبا نه لوبه وګټله. د والبیال نړیوال جام سیالۍ د ۲۴ هېوادونو په ګډون په ایټالیا او بلغاریا کې روانې دي.

د زېدې ایاز خان د یېوې اوزار راښيي

Mashaalradio.com 

په صوابۍ ټانګوی کلي کې لا هم له کروندګرو سره د غوایانو کلبې شته او یېوې ورباندې کوي، د جوارو یو نورو تخمونو کرولو لپاره کيل (کرښې) ورباندې باسي او د ګنو تلی (موړې) پرې جوړوي. کلبه د دوو غوایانو په مرسته په سادین یا شاړ پټي کې ګرځول کېږي، په غوایانو پسې یو (هل) تړل شوی وي. د دغه یېوې اوزارونو نومونو پسې زموږ خبریال شاهنواز ترکزی صوابۍ ته تللی او د زېدې کلي ایاز خان زیده وال یې غږولی دی.

د کابل د فوټبال لیګ: فجر افغان د میوند لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کابل د فوټبال ۱۶ کلنو لیګ سیالیو په لړ کې فجر افغان د میوند لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اردو او استقلال لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په لومړۍ لوبه کې د فجر افغان لوبډلې د میوند لوبډلې ته ۳ د ۲ د ګولونو په پایلې سره ماتې ورکړه او دوهمه لوبه بیا د استقلال او اردو لوبډلو ترمنځ ۳ د ۳ په وړاندې مساوي پای ته ورسېده. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د نن ورځې په لوبه کې د اریا ټارګټ لوبډله د طاق ظفر لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي. دغه سیالۍ... Читать дальше...

ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډله د ویسټ انډیز غوره لیګ اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

ټرین باګو نایټ رایډرز د کرکټ لوبډلې د درېیم ځل لپاره د ویسټ انډیز غوره لیګ سیالیو اتلولي په‎خپل نوم کړ. د دغو سیالیو په پایلوبه کې امازون واریررز لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د ټرین باګورنایټ ایډرز لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ټرین باګو نایټ رایډرز لوبډلې ورکړل شوی د لوبې په ۱۸ اوور کې د ۲ وکټو په زیات سره ترلاسه او لوبه یې د ۸ وکټو په توپیر وګټله. کولن مونورو په دغه لوبه کې ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او د پایلوبې د غوره لوبغاړي ترڅنګ... Читать дальше...

مهدي حسیني په څلور ژبو پوهیده

Pa.azadiradio.com 

پنځه ویشت کلن مهدي په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د اخیري کال محصل و،خو د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ د خپل ماشوم ورور روح الله سره یو ځای د انتحاري حملې ښکار شو.