ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 02.09.2018

که وني و نه کرو نو ممکن ده پاکستان په صحرا بدل شي: عمران خان

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اتوار پر ورځ د درختې په کرلو سره د خپل حکومت له خوا د لس اربو ونو لګولو منصوبه پیل کړه.  نوموړي پرون د خېبر پښتونخوا په هري پور کې درخته ولګوله او وروسته يې پر خپله ه ټويټر پاڼه پر ټول ولس غږوکړ چې د اب و هوا د بدلون او الودګۍ د مخنيوي په دې مهم کې ورسره ملګري شي.  حکومت د درختو لګولو دې مهم ته پلانټ فار پاکستان یاني د پاکستان د ښګېړې لپاره ونې بوټي وکرئ نوم ورکړی دی. درختې کرل زموږ شوق نه بلکې د ژوند او مرګ مسيله مو ده. ملک امين اسلم دا د واکمن تحريک انصاف د حکومت د لومړيو سلو ورځو د پلان برخه ده. Читать дальше...

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ننګرهار کې د داعش ډلې د مشر وژنه تایید کړه

Mashaalradio.com 

د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه چارواکي د سېپېټمبر د دویمې پر ماښام د نوم ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اورکزی په څو نومونو پېژندل کېده چې پکې یو یې ابو سعید باجوړی او بل یې ابو سعد ارهابي هم وو.

جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوی مشر شو

Mashaalradio.com 

جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جان نېکلسن ځای ناستی شو. د نیکلسن د خدای پامانۍ او پر ځای یې د میلر د ګمارلو په مراسمو کې میلر وویل، افغانستان به د وسله والو په پټنځي بدل نه شي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم ساپی

میلر د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت رهبري په غاړه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

میلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جان نیکلسن ځای ناستی شو. د نیکلسن د خدای پامانۍ او پر ځای یې د میلر د ګمارلو په مراسمو کې میلر وویل، افغانستان به د وسله والو په پټن ځای بدل نه شي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی

عمران خان له خبریالانو غوښتي، دومره زر دې نیوکې نه پیلوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ځينو مشرانو خبريالانو سره په ملاقات کې له هغوی غوښتنه کړې چې پر حکومت دې يې نيوکې نه کوي. خبریالان وايي عمران خان ترې غوښتنه کړې چې  د حکومت کارکردګۍ ښودلو لپاره دې لږ تر لږه درې مېاشتې صبر وکړي.

د سوریې په پوځي هوايي ډګر کې تېره شپه زوروې چاودنې وشوې

Pa.azadiradio.com 

دمشق ته نېږدې د سوریې په پوځي هوايي ډګر کې تېره شپه زوروې چاودنې وشوې. څارونکي دا چاودنې د اسرائیل هوايي بریدونه بولي، خو دولتي رسنۍ وايي چې په یوه غرني سلاکوټ کې د تخنیکي ستونزې له امله شوې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي رحمان فرانس پرېس خبري اژانس ته نن یکشنبه وویل، د ماز پر هوايي اډه چې یو غرنی سلاکوټ دی، احتمالاً د اسرائیل توغندی لګېدلی دی. ده همداراز ویلي چې د چاودنو په نتیجه کې مرګ ژوبلې هم پېښې شوې دي.

چارواکي: په کونړ کې د داعش ډلې ۲۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو په لړ کې د دې ډلې ۲۳ غړي وژل شوي دي. په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان میرویس ساپي پرون مازیګر د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا عملیات له تېرو ۴ ورځو راهیسې روان دي. ده همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې چې د خلکو په غوښتنه پیل شوي، له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل کېږي. داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف یوه مسؤل بریدګر ته د سزا ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ومنله چې په تېر اګست کې یې په هوايي حمله کې په یوه بس کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون، د لسګونو کسانو وژنه نه توجیه کېدونکې وه او ژمنه کوي چې د دې تېروتنې مسؤل ته به سزا ورکړي. ائتلاف دا خبره پرون شنبه وروسته له دې وکړه چې پر هغه نړیوال فشار واچول شو چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي. په دې جګړه کې چې درې نیم کاله پخوا پیل شوې، تراوسه پورې نېږدې ۱۰ زره تنه وژل شوي چې اکثره یې بې ګناه ملکیان دي. سعودي عربستان او... Читать дальше...

په مومندو کې د بوټو لګولو درې ورځنی کیمپېن پیل

Mashaalradio.com 

د پاکستان د حکومت له اعلان سره سم، د هېواد د نورو برخو په څېر په مومندو کې هم د ونو او بوټو نهالولو کیمپېن پیل شوی چې تر درو ورځو به روان وي. د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت ویلي ول چې د سېپټېمبر پر دویمه دې چارواکي د هېواد په ټولو برخو کې ونې کښېنوي. چارواکي وايي، په مومندو کې یو لاک بوټي لګوي. رپورټ وګورئ.

پاکستان: د مالي چارو په اړه د نړېوالې ادارې اندېښنې ختموو

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت وايي، کوشش کوي چې د فايننشل ایکشن ټاسک فورس نړيوالې ادارې اندېښنې ختمې کړي. دغه اداره په نړۍ کې د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو د مينځنې يا مني لانډرينګ څارنه کوي او په دې لړ کې د پاکستان له کاره خوشاله نه ده.

د ښوونځي زده کوونکي اپليکېشنونه جوړ کړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ عبادالله د نهم ټولګي (کلاس) زده کوونکی دی او د موبایل ټېلېفون اپليکېشنونه یې جوړ کړي دي. په دې اپليکېشنو کې یو یې د هغو خلکو لپاره دی چې لیک لوست نشي کولای او کله چې خبرې وکړي نو اپليکېشن یې ورته لیکي. ويډیويي رپورټ وګورئ.

د خوست د سوداګرو مالونه له یوې نیمې میاشتې په ګمرک کې بند دي

Pa.azadiradio.com 

د خوست یو شمېر سوداګر او دوکانداران وايي چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د دوی د مالونو شااوخوا دوه سوه لوی موټر په ګمرک کې ولاړ دي او تر اوسه تشریح او محصول شوي نه دي. دوی زیاتوي، په ګاډو کې ځیني داسې خوراکي توکي شته چې د کارونې وخت يې په پوره کېدو دی او که له دې زیات وځنډېږي، نو خرابېږي او سوداګرو ته به له دې کبله لسګونه میلیونه افغانۍ زیان ورسېږي. دوی چې د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې راټول شوي وو، رسنیو ته وویل چې له ګمرک سره يې دا ستونزه پیدا شوې ده چې ګاډي د نوعیت پر اساس محصول کوي چې... Читать дальше...

ایران په عراق کې وسله والو ته د بالستیک توغنديو سپارل ردوي

Pa.azadiradio.com 

ایران د روېټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ګنې دې هېواد په عراق کې خپلو متحدو شیعه وسله والو ته بالستیک توغندي سپارلي دي. د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي پرون وویل چې دا ډول دروغي او بې معنی خبر له دې پرته چې د ایران بهرنۍ اړیکې په تېره بیا له ګاونډیانو سره اغېزمنې کړي، بل مقصد نه لري. روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د درېیو ایراني چارواکو او همداراز د یوې عراقۍ او دوو لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول وویل چې ایران خپل لنډ واټنه بالستیک... Читать дальше...