ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

چارواکي: په کونړ کې د داعش ډلې ۲۳ غړي وژل شوي

0
په کونړ کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو په لړ کې د دې ډلې ۲۳ غړي وژل شوي دي.


په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان میرویس ساپي پرون مازیګر د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا عملیات له تېرو ۴ ورځو راهیسې روان دي.


ده همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې چې د خلکو په غوښتنه پیل شوي، له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل کېږي.


داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.