ru24.pro
World News in Pashto
Сентябрь
2018

پاکستان د لغوه شویو پیسو په اړه له امریکا سره خبرې کوي

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان پوځ ته د امریکا د ۳۰۰ میليونو ډالرو مرستې د لغوه کېدو په اړه به له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره خبرې وکړي.


قریشي پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، دا موضوع به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره لیدنه کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته اسلام اباد ته ورشي، یاده کړي.


قریشي وویل:


"له پامپیو سره به کېنو، خپل نظریات به ورسره شریک کړو او د هغوی به هم واورو."


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې دا پیسې مرسته نه ده، بلکې د پاکستان هغه پیسې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې لګولي دي چې امریکا یې باید ورکړي.


د امریکا دفاع وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان سره یې ۳۰۰ میليونه ډالره مرسته له دې کبله چې دې هېواد د سخت دریځو ډلو پر ضد اقدامات نه دی کړی، ځنډولې ده.