ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 27.05.2018

پاکستان کې د پارلیماني ټولټاکنو لپاره انتظامات بشپړ شوي

Mashaalradio.com 

الطاف احمد زیاته کړه، د انتخابي قانون له مخې الېکشن کمېشن ددې خبرې پابند دی چې د ولسمشر د لاس لیک نه پس په ۷ ورځو کې دننه د انتخاباتو مهال وېش اعلان کړي. نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېښن به په څو ورځو کې دننه دغه اعلان وکړي.

د جمرود اوسېدونکي د ګرانۍ له کبله شیان نشي اخیستای

Mashaalradio.com 

د خیبر د جمرود اوسېدونکي وايي، حکومتي نرخنامې نه عملي کېږي چې له کبله یې دوی د روژې لپاره شیان نشي اخیستای. دوی وايي، د خوراکي توکو معیار هم ښه نه دی. خو د بیو څار کمېټۍ یو غړی وايي، هر دوکاندار چې شیان ګران خرڅوي، انتظامیې ته یې سپاري. ویډیويي رپورټ.

لسګونه کسانو د قبایلي اصلاحاتو ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې ویناوالو وویل، د قبایلي اصلاحاتو قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي. د اتوار پر ورځ (مې ۲۷) په مظاهره کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي وورول چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. په عین وخت کې په اسمبلۍ کې د ۳۱م اییني ترمیم پر مسودې بحث هم روان وو. ویډیويي رپورټ.

لاریونوال: قبایلي سیمې دې له افغانستان سره یوځای شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د یوې مظاهرې ګډونوالو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د پاکستان د هغې پرېکړې له امله چې قبایلي سیمې یې له خیبر پښتونخواه ایالت سره یوځای کړي، ملګروملتونو ته شکایت وکړي. دغه مظاهره چې د افغان ژغورنې غورځنګ په نوم یوې ډلې په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر په مخ کې تنظیم کړې وه، ګډونوالو یې د دغې پرېکړې پرضد شعارونه ورکول او له افغانستان سره یې د قبایلي سیمو د یوځای کېدو غوښتنه کوله. د پاکستان سنا جرګې د تېرې جمعې په ورځ د قانون هغه مسوده چې مخکې ملي اسمبلۍ تصویب کړې وه او ټولې قبایلي سیمې له خبیر پښونخوا ایالت سره نښلوي، تأیید کړه. Читать дальше...

روسیه وایي، د سوریې په ختیځ کې د دغه هېواد ۴ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وایي، څلور سرتېري یې د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې په نښتو کې وژل شوي دي. دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې نښتې تېره شپه هغه مهال پیل شوې چې یو شمېر ګرځنده ترهګرو ډلو په سیمه کې د سوریې د حکومت پر توپچي ځواک حمله وکړه. د خبرپاڼې له مخې، دوه روسي پوځي سلاکاران ځای پرځای ووژل شول او پنځه ټپیان د روسيې پوځي روغتون ته ولېږدول شول چې دوو یې وروسته ساه ورکړه. د روسیې پوځ دغه راز وویل چې په دغه حمله او نښتو کې ۴۳ وسله وال هم وژل شوي دي. روسیې د ۲۰۱۵... Читать дальше...

په ارزګان کې د کابل بانک رئیس او کارکونکي یې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کابل بانک د ساتونکو مسؤل د یاد بانک د رئیس په ګډون ۴ کارکوونکي په ډزو وژلي او ۲تنه نور يي ټپيان کړي دی. په ارزګان ولایت کې د ملي امینت رئیس عبدالصمد شمس ازادي راډيو ته وویل چې د ساتونکو مسؤل له یادو کارکوونکو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې بیا د بانک پر کارکوونکو ډزې کړي چې یادو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. شمس زیاتوي چې دغه پېښه نن ماسپښين شااوخوا یوه بجه رامنځته شوې ده. نوموړی وايي، د یادې پېښي په تړاو يې د ګارد... Читать дальше...

په پکتیا کې وسله والو ۲ ملکي کسان او یو پولیس سرتېری وژلي

Pa.azadiradio.com 

ځایي چارواکي وایي، په پکتیا کې وسله والو په یوه برید کې ۲ ملکي کسان او یو پولیس سرتېری وژلي دي. دغهه وسله واله نښته نن یکشنبه سهار مهال ۹نیمې بجې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ پولیسو غوښتل چې یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته انتقال کړي چې د دولت د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شول.  د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تأییدوي او وایي، په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي چې یو د همدغه موټر چلوونکی او بل یې سوارلۍ او یو پولیس سرتېری وو، وژل شوي او یو پلیس سرتیری ټپي دی. Читать дальше...

د برلین پولیس د نژاد پالنې ضد یوه لاریون ته تیاری نیسي

Pa.azadiradio.com 

د برلین پولیس نن یکشنبه د نژاد پالنې ضد هغه لاریون ته تیاری نیسي چې د کین اړخو ډلو او د همجنس پالو د فعالانو په ګډون به زرګونه کسان په کې برخه واخلي. دغه لاریون په دې ښار کې د جرمني لپاره د بدیل په نوم د ښي اړخي ګوند پر ضد تنظیم شوی دی. د نژاد پالنې ضد لاریون چې هدف یې د دغه ګوند چې د اسلام او کډوالو ضد دی، څنګه ته کول دي، کرکه بنده کړئ تر شعار لاندې ترسره کېږي. د جرمني لپاره د بدیل ګوند د برلین د څانګې مشر جورج پازدیرسکي خبریالانو ته وویل چې موږ په هېواد کې د میلیونونو جرمنیانو ترڅنګ غواړو... Читать дальше...

د صنایعو اتحاديه: محصولات مو بهرنیو بازارونو ته نه صادرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنایعو اتحاديې ریاست وايي، په کور دننه د دوی تولیدات ښه بازار لري، خو محصولات یې بهرنیو بازارونو ته نه صادرېږي. د دغې ادارې رئیس محمد کریم عظیمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه اتحادیه تر ډېره پلاستیکي توکي، د وینځلو مایع او خوراکي مواد توليدوي چې له نړیوالو معیارونو سره برابر او ښه کیفیت لري. ښاغلی عظیمي وايي، که حکومت د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، نو بهرنیو هېوادونو ته به په وړ بیه خپل توکي صادر کړي.

له بلخه سږ مالي کال منځنۍ اسیا ته ۱۴ زره جلده قره قل صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د قره قل د پروسس او صادراتو انسټيټیوت وايي، د روان مالي کال له پيل راهیسې منځنۍ اسیا ته ۱۴ زره جلده قره قل صادر شوي دي. د دغه انسټيټوټ مدیر محمد عارف نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان قره قل ښه بازار لري او هڅه کېږي چې په نورو هېوادونو کې هم ښه بازار پیدا کړي. د ښاغلي عارف په خبره، اوسمهال دغه اداره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د قره قل د پوستکو په ټولولو اخته ده. د ده په خبره، په بهرنیو بازارونو کې يو قره قل له ۶۰ تر ۷۰ ډالرو پورې بیه لري. د قره قل څرمن... Читать дальше...

لسګونه کسانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د جمعيت علما اسلام (ف) او د قبايلي سيمي يو شمېر ټولنو او مشرانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره پيل کړې ده او وايي چې د یکشنبې پر ورځ له اسمبلۍ څخه د فاټا اصلاحاتو بل به منظورۍ ته نه پرېږدي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته مظاهره ختمه شوه

Mashaalradio.com 

د جمعيت علما اسلام (ف) او د قبايلي سيمي يو شمېر ټولنو او مشرانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره پيل کړې ده او وايي چې د یکشنبې پر ورځ له اسمبلۍ څخه د فاټا اصلاحاتو بل به منظورۍ ته نه پرېږدي.

ولسمشر غني د بدنې روزنې او المپيک کمېټې وروستۍ هڅې ستایلي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې وروستۍ هڅې ستایلي او په ورزشي بنسټونو کې یې په اصلاحاتو ټينګار کړی دی. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس تېره ورځ له ولسمشر سره په لیدنه کې په ورزشي بنسټونو کې د پرتو تشکیلاتي او بودجوي ستونزو په اړه خبرې کړي او د يادو ستونزو د هواري غوښتنه يې کړې. حفیظ ولي رحیمي دا شان د اندونیزیا په اسیايي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون او تیاريو په اړه هم ولسمشر سره معلومات شریک کړي. افغان... Читать дальше...