ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

په ارزګان کې د کابل بانک رئیس او کارکونکي یې وژل شوي

0
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کابل بانک د ساتونکو مسؤل د یاد بانک د رئیس په ګډون ۴ کارکوونکي په ډزو وژلي او ۲تنه نور يي ټپيان کړي دی.


په ارزګان ولایت کې د ملي امینت رئیس عبدالصمد شمس ازادي راډيو ته وویل چې

د ساتونکو مسؤل له یادو کارکوونکو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې بیا د بانک پر کارکوونکو ډزې کړي چې یادو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


شمس زیاتوي چې دغه پېښه نن ماسپښين شااوخوا یوه بجه رامنځته شوې ده.


نوموړی وايي، د یادې پېښي په تړاو يې د ګارد مسؤل او یوشمېر نور کسان نیولي دي

او څېړنې ترې پیل شوي دي.