ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 09.05.2018

مردان: ګڼو زده کوونکیو ساینسي ايجادات وړاندې کړل

Mashaalradio.com 

د خيبرپښتونخوا په سوات کې د لومړۍ او کاميابې ساينسي مېلې تر کولو وروسته اودهيانه ټولنې په مردان کې د سکولونو د ماشومانو لپاره ساينس فيسټېول جوړ کړ. د مردان ساينس فيسټېول د ضلعي حکومت په مالي مرسته جوړ شوی دی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر د ايران له اټومي موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ، د نړۍ هيوادونو بيلابېل عکس العملونه ښودلي دي. دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ

خورشید شاه: د منظور پښتین غوښتنې دې له پامه نه غورځول کېږي

Mashaalradio.com 

په قامي اسمبلۍ کېد اپوزیشن مشر سيد خورشيد احمد شاه په سوات کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دوی فاټا په خيبر پښتونخوا کې شامله ولو کې له وفاقي حکومت سره مرستې ته تيار دی. نوموړي وویل چې پښتنو د پاکستان لپاره زښته ډېرې سرښندنې کړې او دولت دې د منظور پښتون غوښتنې له پامه نه غورځوي.

د کابل ښار د لسمې ناحیې د پېښې ویډیو

Pa.azadiradio.com 

د چټک غبرګون قطعې د کابل په شهرنو کې د وسله والو پر ضد چې ځانونه‎يې ځای پر ځای کړی تصفیوي عملیات پیل کړلږ نور په دې ویډیو کې چې تمیم اخګر جوړه کړې وګوری

چارواکي: د پکتیا په ځاځي اریوب کې ۱۱ وسله وال ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن چهارشنبه ماسپښن د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سرګل په سیمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې، ۱۱ وسله وال ووژل شول. د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د کشفي معلوماتو له مخې، یاد وسله وال چې د قاري احسان او قاري زوبیر د ګروپونو کسان وو، نن د چارشنبې په ورځ ماسپښین نېږدې یوه بجه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. سردار ولي تبسم زیاته کړه چې یادو وسله والو به د ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې، د افغان ځواکونو خلاف بریدونه ترسره کول. Читать дальше...

چارواکي: د پکتیا په ځاځي اریوب کې ۱۱ وسله‌وال ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن چهارشنبه ماسپښین د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سرګل په سیمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې، ۱۱ وسله‌وال ووژل شول. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د کشفي معلوماتو له مخې، یاد وسله‌وال چې د قاري احسان او قاري زبیر د ګروپونو کسان وو، نن د چهارشنبې په ورځ ماسپښین نږدې یوه بجه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. سردار ولي تبسم زیاته کړه چې یادو وسله‌والو به د ځاځي اریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې، د افغان ځواکونو خلاف بریدونه ترسره کول. Читать дальше...

چارواکي: طالبانو د ارزګان ــ کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د ارزګان ـ کندهار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند امان الله خوش دل نن چهارشنبه ماسپښین مهال ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د ارزګان ــ کندهار دغه لویه لار د کندهار په مربوطاتو کې د اردو بلاغ په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده. نوموړی وايي چې په یاده سیمه کې تېره ورځ د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ هم نښته رامنځته شوې چې پکې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري. Читать дальше...

چارواکي: طالبانو د ارزګان-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د ارزګان-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند امان‌الله خوش‌دل نن چهارشنبه ماسپښین مهال ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان-کندهار دغه لویه لاره د کندهار په مربوطاتو کې د اردو بلاغ په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. نوموړی وايي چې په یاده سیمه کې تېره ورځ د وسله‌والو طالبانو او پولیسو ترمنځ هم نښته رامنځته شوې چې په‌کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو په اړه‌یې کره معلومات نه‌لري. Читать дальше...

په پکتیا کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

يه پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کتاب مینوالو ته دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد شفا مشفق وایي، دا نندارتون یې د ګردېز ښار د کتاب پلورنځیو، د خصوصي لېسو او دولتي ادارو له کتابتونونو سره په ګډوه جوړ کړی. مشفق وايي، د نندارتون د پرانیستې څخه یې هدف په خلکو کې د کتاب لوستل دودول او د ځوان کهول او کتاب ترمنځ د شته واټن راکمول ديچې په خبره یې، ۲ ورځې به دوام وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، اوس مهال د ګڼو خصوصي کتابتونونو او کتاب پلورنځیو... Читать дальше...

لغمان کې سږکال بادرنګو ښه حاصل ورکړی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په لغمان ولایت کې سږکال بادرنګو ښه حاصلات ورکړی چې بزګرانو يې د مارکېټ او سړو خونو له نیشتوالي شکایت کوي، خو د لغمان چارواکي وايي چې دوی د سړو خونو پر ځای په لغمان کې حلقوي سرکونو جوړوي چې له امله به يې د کروندګرو حاصلات پر وخت مارکېټ ته رسول کېږي.