ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 18.05.2018

د فاټا ولس د خپلو حقونو لپاره د جرګو پرځای مظاهرې کوي

Mashaalradio.com 

په تېرو میاشتو کې د قبایلي سیمو خلکو د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقونو د غوښتنو لپاره د مظاهرو یوه لړۍ پیل کړې چې پیل یې د فبرورۍ له لومړۍ څخه د پښتون تحفظ غورځنګ تر نامه لاندې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ ناسته وه.

روسی جاسوس سرګي سکریپال له روغتونه رخصت شو

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا صحي چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د روسيې يو پخوانى جاسوس چې په مارچ مياشت کې د اعصابو په فلجوونکې مادې مسموم کړاى شوى و، نن له روغتونه رخصت شو. سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د مارچ پر څلورمه د انګلستان په جنوبي ښار سالزبري کې په بېسد حالت کې وموندل شول. يوليا تېره مياشت له تداوۍ وروسته له روغتونه رخصت کړاى شوه. په هغه پېښه کې د پوليسو يو افسر هم چې د سکريپال مرستې ته ورغلى و، په نښه شوى و، چې هغه هم له روغتون څخه رخصت شوى دى. د بريتانيا چارواکو نه دي ويلي، چې سکريپال او لور يې چېرې لېږدول شوي دي.

دفاع وزارت: د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ له مخالفینو تصفيه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ د دولت له وسله‎والو مخالفینو تصفيه شوه. د دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په‎دې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم پاک شوي او افغان دفاعي ځواکونه په‎دې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي دي. وسله‎والو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه. دغه وزارت تر دې مخکې په دغه ولايت کې د دولت ٢١ مخالفو وسله‎والو د وژل کېدو خبر ورکړى و. دفاع وزارت ويلي و، دغو وسله‎والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تاله‎وبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده. Читать дальше...

د روسيې پارلمان ته د اساسي قانون په اړه يوه طرحه وړاندې شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسيې پارلمان ته يوه طرحه وړاندې شوې چې د جمهوري رياست پر دوو پرله‎پسې دورو به د اساسي قانون محدوديت پاى ته ورسوي. له دې سره ولاديمير پوتين ته زمينه برابرېږي چې تر ٢٠٢٤میلادي کال وروسته هم پر قدرت پاتې شي. دغه پېشنهادي طرحه د روسيې د دوما يا ولسي جرګې پر ويب‎سايټ نن په داسې حال کې خپره شوې چې څه کم دوه اوونۍ مخکې پوتين د جمهوري رياست نوې شپږ کلنه دوره پيل کړه. دغه طرحه د چنچنيا د يوه وکيل له خوا وړاندې شوى، د چچنيا رهبر رمضان قديروف په وار- وار له ولسمشر پوتين څخه د وفادارۍ ژمنه کړې ده. ... Читать дальше...

د فاټا اصلاحاتو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه شو

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې وه چې د فاټا اصلاحاتو بل نن د جمعې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې شي خو د ځینو مادو د ورزیاتولو یا کمولو له کبله وړاندې نه شو. د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، غالب امکان دی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به اسمبلۍ ته وړاندې شي خو له خیبره د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه ګل وايي، داسې نه ښکاري چې بل به له اسمبلۍ منظور کړل شي ځکه چې په درو کې دوه اکثریت ترلاسه کول او د پارلمان کورم پوره کول په اوسنیو حالاتو کې امکان نه لري. د مشال راډيو ویډيو

دُرانی: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان او ۴ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو او امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۱۲ وسله‎وال طالبان او څلور پولیس وژل شوي،۱۸ وسله‎وال او شپږ پولیس ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه ناوخته په معروف ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر یو شمېر پوستو حمله وکړه. د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهاره يې دوام کړی، څلور پولیس او ۱۲ وسله‎وال وژل شوي، شپږ پولیس او ۱۲ وسله‎وال ټپیان شوي دي. وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

چارواکي فراه ښار ته د وسله والو د ننوتلو مخنيوي ته قوي کمربند جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه امنيتي چارواکي وايي، فراه ښار ته د وسله‎والو د ننوتلو د مخنيوي لپاره قوي امنيتي کمربند جوړېږي. طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه پر فراه ښار حمله وکړه او د دغې حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي. د فراه د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال ګدا محمد دوست نن جمعه په فراه کې يوه کنفرانس ته وويل: "دا وار هڅه کوو، داسې کمربند جوړ کړوچې هېڅوک ونه کړاى شي ښار ته داخل شي. له تېرو تجربو مو زده‎کړې ده. له نورو امنيتي ارګانونو سره مو هڅه دا ده چې بايد يو قوي... Читать дальше...

چارواکي فراه ښار ته د وسله‌والو د ننوتلو مخنيوي ته قوي کمربند جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه امنيتي چارواکي وايي، فراه ښار ته د وسله‎والو د ننوتلو د مخنيوي لپاره قوي امنيتي کمربند جوړېږي. طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه پر فراه ښار حمله وکړه او د دغې حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي. د فراه د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال ګدا محمد دوست نن جمعه په فراه کې يوه کنفرانس ته وويل: "دا وار هڅه کوو، داسې کمربند جوړ کړوچې هېڅوک ونه کړاى شي ښار ته داخل شي. له تېرو تجربو مو زده‎کړې ده. له نورو امنيتي ارګانونو سره مو هڅه دا ده چې بايد يو قوي... Читать дальше...

پاریس کې د عظیموف ملګری ترورېستانو سره په همکارۍ تورن شو

Pa.azadiradio.com 

د هغه کس چې په پاريس کې يې د چړې په‎واسطه وژونکې حمله کړې وه، يو ملګرى یې پرون پنجشنبه رسماً له جنايتکارو ترورېستانو سره په همکارۍ تورن کړاى شو. حمله کوونکى ٢٠ کلن خمزت عظیموف په چچنيا کې زېږېدلى و چې د فرانسې تابعيت يې هم درلود. عظيموف تېره شنبې مخکې تر دې چې د پوليسو په ډزو ووژل شي، په پاريس کې د چړې په‎واسطه يو تن وواژه او پنځه نور کسان ټپيان کړل. بل‎خوا د فرانسې قضايي چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو د پوښتنو- ګروېږنو لپاره دوه ښځې هم نيول شوي دي. د پاريس د څارنوالۍ دفتر د حمله کوونکي... Читать дальше...

''د لاسونو نه لرلو له کاره نه یم درولی''

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا صوابۍ کلي اتلس کلن مراد علی خان پيدایشي لاسونه نه لري خو هم همت یې دومره لوړ دی چې له ورځنیو کارونو سره سره د کرکټ لوبه هم په ښه لوالتیا کوي. د مشال راډيو ویډيو

د جرمني صدراعظمه به سوچي کې د روسيې له ولسمشر سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل نن جمعه د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري. اټکل کېږي د دوى خبرې به د اوکراين پر شخړې، د ايران له اټمي تړونه د امريکا د وتلو په وړاندې د اروپا پر ځوابي اقداماتو او د هغې نل‎ليکې پر جوړولو متمرکزې وي چې له روسيې څخه ګاز جرمني ته لېږدوي. جرمني له هغو مخکښو هېوادونو څخه و چې په ٢٠١٤میلادي کال کې د روسيې له‎خوا د اوکراين د کريميا سيمې تر لاندې کولو وروسته يې پر روسيې د اروپايي ټولنې د بنديزونو غوښتنه کړې وه. جرمني دغه... Читать дальше...

دفاع وزارت: په بغلان کې د دولت ٢١ مخالف وسله‎وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان ولايت کې د دولت ٢١ مخالف وسله‎وال وژل شوي دي. د دفاع وزارت په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويل شوي، وسله‎والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تاله‎وبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده. په اعلاميه کې ويل شوي چې د دښمن دفاعي کرښه ماته شوې او د ملي اردو ځواکونه د دې ولسوالۍ جغرافيې ته داخل شوي دي. وسله‎والو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.  دفاع وزارت وايي، د ۱۱ وسله‎والو جسدونه نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي دي. Читать дальше...