ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

پاریس کې د عظیموف ملګری ترورېستانو سره په همکارۍ تورن شو

0
د هغه کس چې په پاريس کې يې د چړې په‎واسطه وژونکې حمله کړې وه، يو ملګرى یې پرون پنجشنبه رسماً له جنايتکارو ترورېستانو سره په همکارۍ تورن کړاى شو.


حمله کوونکى ٢٠ کلن خمزت عظیموف په چچنيا کې زېږېدلى و چې د فرانسې تابعيت يې هم درلود.


عظيموف تېره شنبې مخکې تر دې چې د پوليسو په ډزو ووژل شي، په پاريس کې د چړې په‎واسطه يو تن وواژه او پنځه نور کسان ټپيان کړل.


بل‎خوا د فرانسې قضايي چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو د پوښتنو- ګروېږنو لپاره دوه ښځې هم نيول شوي دي.


د پاريس د څارنوالۍ دفتر د حمله کوونکي ملګرى عبدالحکيم «اې» ياد کړى چې د دوى په وينا د نورو تحقيقاتو لپاره په لنډمهاله توقيف کې دى.


داعش يا د اسلامي دولت ډلې د هغې حملې مسؤليت منلى دى.