ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 22.05.2018

سیکانو د شمشان ګاټ لپاره د عدالت دروازه وټکوله

Mashaalradio.com 

پېښور های کورټ کې نن د سیکانو لخوا د شمشان ګاټ په اړه د داخل شوي غوښتنلیک لومړۍ اورونه وشوه او های کورټ د پېښور د ضلعی حکومت او د اوقاف د محکمې د چارواکو نه د مې ۳۱مې نېټې یې ځواب غوښتی چې د دې ټولنې لپاره یې شمشان ګاټ ولې نه دی جوړ کړی. د سیک مسلک یو مشر ګورپال سنګ په عدالت کې له مشال راډیو سره خبرې کړې.

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د لسګونو کسانو مړینه، د واشنګتن او تهران ناندرۍ او د اروپایي ټولنې د استازیو اندیښنې، د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې تاج محل ورولو، د عشق محل ته. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ:

مسلم ليګ ن د تحريک انصاف سل ورځنې پروګرام رد کړو

Mashaalradio.com 

د احسن اقبال وينا وه عمران خان چې کله د سلو (۱۰۰) ورځو پروګرام وړاندې کړو نو دا تپوس ترې کول غواړم چې په ۲۰۱۳ کې د خېبر پښتونخوا لپاره چې دی کوم د نوي (۹۰) ورځو پروګرام وړاندې کړی وو په هغه يې څومره عملدرامد وکړو

چارواکي: د غزني له ده یک او جغتو ولسواليو نه طالبان په شا شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ده یک او جغتو ولسوالیو څخه‌یې وسله‌وال طالبان په شا کړي دي. د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‌الله منصوري د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې په یادو ولسواليو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي‎. نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال تر دا مهال لسګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه‌یې معلومات نه‌لري. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنو ته څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

په روسیه کې د الکسي ناوالني دوه همکاران نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د سیاسي اپوزسیون د مشر او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د زنداني مشر الکسي ناوالني د رسنیو د چارو مسئوله کیرا یارمیش بیا پولیسو نیولې ده. د خپلواکو رسنیو په حواله، پر یوټیوب د ناوالني د خپرونو مسئول، رسلان شاوي دینوف هم نیول شوی دی.  د مسکو پولیسو د ناوالني دواړه همکاران نن سې شنبه د پولیسو سټېشن ته بیولي دي. شاوي دینوف نن پر ټوېټر ولیکل چې پولیسو په مسکو کې هغه له خپله کوره دباندې نیولی دی. د ناوالني په مشرۍ، له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټ مسؤل ایوان ژادنوف نن وویل چې دواړه... Читать дальше...

په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نشته

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوه دولتي پلاوي دا خلاصه کړې چې د توقیف شویو چاپېریال ساتونکو پر ضد د جاسوسۍ د ثبوت هېڅ ډول سند نه دی موندل شوی. د ایران دولتي رسنیو نن سې شنبه د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عیسی کلانتري په حواله ویلي چې څېړونکی پلاوی پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی. په څېړونکي پلاوي کې د ایران د عدلیې وزارت، د استخباراتو د ادارې او د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال هم شامل وو. کلانتري ویلي چې څلور اړخیز پلاوي پرېکړه کړې چې نیول شویو کسانو هېڅ داسې... Читать дальше...

په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوه دولتي پلاوي دا خلاصه کړې چې د توقیف شویو چاپېریال ساتونکو پر ضد د جاسوسۍ د ثبوت هېڅ ډول سند نه‌دی موندل شوی. د ایران دولتي رسنیو نن سې شنبه د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عیسی کلانتري په حواله ویلي چې څېړونکی پلاوی پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی. په څېړونکي پلاوي کې د ایران د عدلیې وزارت، د استخباراتو د ادارې او د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال هم شامل وو. کلانتري ویلي چې څلور اړخیز پلاوي پرېکړه کړې چې نیول شویو کسانو هېڅ داسې... Читать дальше...

نړیوالو رهبرانو ته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ له نړیوالو رهبرانو غوښتنه کړې چې که د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په سوریه کې د ملکي وګړو د امنیت ټینګولو لپاره اقدام ونه کړي، په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې دې له ګډونه ډډه وکړي. روسیه به سږکال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه وي. په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پېل راهیسې ولادیمیر پوتین د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی دی. د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن سې شنبه په... Читать дальше...

د ښوونځیو زرګونه ټوکه درسي کتابونه د بغلان له بازارونو راټول شول

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو د ښوونځیو په زرګونه ټوکه کتابونه چې په غیر قانوني توګه په بازارونو کې پلورل کیدل، راټول کړل. د افغانستان د اساسي قانون له مخې، دولت مکلف دی چې د دولتي ښوونځیو درسي مواد، په وړیا توګه زده‌کوونکو ته ورکړي. وېډیو: بشیر احمد غزالي اېډېټ: تمیم اخګر

د ښوونځیو زرګونه ټوکه درسي کتابونو، د څرخي پله له بازاره راټول شول

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو د ښوونځیو په زرګونه ټوکه کتابونه چې په غیرقانوني توګه په بازارونو کې لورل کیدل، راټول کړل. د افغانستان داساسي قانون له مخې، دولت مکلف دی چې د دولتي ښوونځیو درسي مواد، په وړتیا توګه زده کوونکو ته ورکړي. ویډیو: بشیراحمدغزالي تدوین : تمیم اخګر

په جوزجان ولایت کې په زرګونه کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړل

Pa.azadiradio.com 

سېلابونو په دغه ولایت کې د خلکو په زرګونه کورونه ویجاړ کړل او دغه خلک اوس له امکاناتو پرته په خیمو کې اوسېږي. دغه سېلاب ځپلي له حکومت څخه مرسته غواړي. نور په دغه وېډیويي راپور کې ووینئ چې عالم رحمانیار تیاره کړې ده. اېډېټ: تمیم اخګر

په جوزجان ولایت کې په زرګونو کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړل

Pa.azadiradio.com 

سیلابونو په دغه ولایت کې د خلکو په زرګونو کورونه ویجاړکړل او دغه خلک اوس له امکاناتو پرته، په خیموکې اوسیږي. دغه سیلاب ځپلي له حکومت څخه مرسته غواړي. نورپه دغه ویډیويي راپورکې ووینئ چې عالم رحمانیار تیاره کړې ده. تدوین : تمیم اخګر

کراچۍ: ګرمۍ ۶۵ کسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې ګرمۍ ډېر هغه کسان وژلي چې يا مريضان وو او يا يې هم عمرونه زيات وو. نور حال یې د بشير ګواښ په ويډيو کې...

حکومت او اپوزیشن د لنډمهالي وزيراعظم پر نوم سلا نه شول

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزيراعظم او اپوزيشن مشر د عبوري وزيراعظم پر نوم سلا نه شول. نن په وزيراعظم هاوس اسلام اباد کې د شاهد خاقان عباسي او سيد خورشيد شاه تر منځ ملاقات وشو چې دواړو د دې هېواد د راتلونکې لنډمهاله وزيراعظم د ټاکلو لپاره بحث وکړ.