ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

په پکتیا کې وسله والو ۲ ملکي کسان او یو پولیس سرتېری وژلي

0
ځایي چارواکي وایي، په پکتیا کې وسله والو په یوه برید کې ۲ ملکي کسان او یو پولیس سرتېری وژلي دي.


دغهه وسله واله نښته نن یکشنبه سهار مهال ۹نیمې بجې د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ پولیسو غوښتل چې یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته انتقال کړي چې د دولت د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شول. 


د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تأییدوي او وایي، په پېښه کې دوه تنه ملکي وګړي چې یو د همدغه موټر چلوونکی او بل یې سوارلۍ او یو پولیس سرتېری وو، وژل شوي او یو پلیس سرتیری ټپي دی.


حسرت زیاته کړه چې په نښته کې د وسله والو مخالفینو یو تن هم وژل شوی دی. 


د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.