ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 13.05.2018

پاکستان یو امریکايي ډیپلوماټ ته له هېواده د وتلو اجازه نه‌ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي چارواکي او محلي رسنۍ وايي، دې هېواد یو امریکايي ډیپلوماټ جوزف امانوئل ته چې په یو ترافیکي پېښه کې ښکېل و، اجازه نه‎ده ورکړې چې له پاکستانه ووځي. «د نیشن» او «ایکسپرس ټربیون» پاکستانیو ورځپاڼو د راپور پر بنسټ له دې یوه ورځ مخکې په اسلام‎اباد کې یوې محکمې اعلان وکړچې د اپریل په اوومه نېټه د هغې ترافیکې پېښې په اړه چې یو ۲۲ کلن موټر سایکل چلوونکی په‎کې ووژل شو، د دې امریکايي ډیپلوماټیک مصؤنیت صدق نه‎کوي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو امنیتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه‎دی اخېستل... Читать дальше...

ازبکستان د اپوزيسیون او بشري حقونو یو فعال له زندانه خوشې کړی

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان د اپوزیسیون او بشري حقونو یو فعال له څلور کاله بند وروسته له زندانه خوشې کړی دی. د بشري حقونو ډلو ویلي چې فخرالدین طلایېف چې د «ازادي» په نوم د ګوند فعال و، د سیاسي انګېزو پر بنسټ بندي شوی و. نوموړی د شنبې په ورځ له زندانه خوشې شو. طلایېف په‎داسې حال کې له زندانه خوشې کېږي چې د ازبکستان نوي ولسمشر شوکت میرضیایف په‎دې هېواد کې د اسلام کریموف د تر دوو لسیزو زیاتې ځپونکې واکمنۍ وروسته د اصلاحاتو ژمنه کړې. همدارنکه له زندانه د دې ازبک فعال خوشې کېدل تر هغې مخکې دي چې ټاکل شوې ازبک ولسمشر... Читать дальше...

د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو سیالي اسرائیل وګټله

Pa.azadiradio.com 

د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو مسابقه اسرائیل وګټله. دا کلنۍ مسابقې چې په نړۍ کې په لسګونو میلیونه لیدونکي لري، دوهم مقام قبرس او درېيم اتریش خپل کړ. د ټلیفون او انټرنیټ له لارې د رأیو پر اساس تېر ماښام اسرائیلي سندرغاړې نیتا بارزیلا لومړۍ جایزه وګټله. سږکال دا مسابقه د تېرکال د لومړۍ جایزې د ګټونکي هېواد پرتګال په پلازمېنه کې وشوه. اسرائیل به راتلونکی کال د دې مسابقې کوربه وي. د یورو وېژن مسابقې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته له ۱۹۵۶ میلادي کال راهیسې د اروپا د یووالي په هدف کېږي.

د اندونیزیا په ۳ کلیساوو کې ۳چاودنو ۹ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي. د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبې د اندونیزیا «ټي.وي ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په‌دې چاودنو کې د مرګ ژوبلې پېښې شوي دي. ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی. لږ تر لږه یو حمله کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سنتا ماریا کلیسا کې یې بم وچاوداوه. تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخېستی. ... Читать дальше...

د اندونیزیا په ۳ کلیساوو کې ۳چاودنو ۲ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درييو چاودنو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبه د اندونیزیا «ټي.وي. ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په دې چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی. تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخېستی.

محمد جواد ظریف له چینايي چارواکو سره پر اټمي موافقې غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پیکنګ ته تللی څو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وتلو وروسته له چینايي مشرانو سره وویني. د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه وویل، جواد ظریف به د ایران د اټمي مسئلې پر انکشافاتو له اړوندو چینايي چارواکو سره د نظر تبادله وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې ظریف به د روان سفر په دوام کې مسکو او بروکسل ته هم لاړ شي.

پاریس کې د یوه بریدګر په ګډون ۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې چارواکو ویلي، په پاریس کې د یوه چاړه پر لاس بریدګر په شمول دوه کسان وژل شوي دي. په‎دې برید کې څلور تنه نور هم ټپیان شوي چې د چارواکو په وینا د دوو تنو ټپونه سخت دي. د رسنیو د راپورونو له مخې بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی. د برید انګېزه تراوسه نه‎ده څرګنده.