ru24.pro
World News in Pashto
Май
2018

د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو سیالي اسرائیل وګټله

0
د یورو وېژن د ۲۰۱۸ میلادي کال د سندرو مسابقه اسرائیل وګټله.


دا کلنۍ مسابقې چې په نړۍ کې په لسګونو میلیونه لیدونکي لري، دوهم مقام قبرس او درېيم اتریش خپل کړ.


د ټلیفون او انټرنیټ له لارې د رأیو پر اساس تېر ماښام اسرائیلي سندرغاړې نیتا بارزیلا لومړۍ جایزه وګټله.


سږکال دا مسابقه د تېرکال د لومړۍ جایزې د ګټونکي هېواد پرتګال په پلازمېنه کې وشوه.


اسرائیل به راتلونکی کال د دې مسابقې کوربه وي.


د یورو وېژن مسابقې له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته له ۱۹۵۶ میلادي کال راهیسې د اروپا د یووالي په هدف کېږي.