ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 01.02.2018

د انصاف په لټون راوتي پښتانه ځوانان اسلام اباد ته ورسېدل

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا او فاټا ځوانانو دا لاريونونه د نقيب مسود د قاتلانو د نيولو، په قبایلي سیمو کې ښخ شوو بمونو د پاکولو، د لادرکه کړل شوو کسانو د موندلو او د پښتنو نورو حقونو لپاره دي. د بشير ګواښ ويډيويي راپور وګورئ.

د نړۍ دنګ سړی او ټیټه ښځه په اهرام مصر کې

Mashaalradio.com 

د مصر سېلګرۍ صنعت له بحران سره مخامخ دی، حکومت د نړۍ وتلې څهرې د سېلګرۍ د ودې لپاره وربولي چې دغه ډول سېلانیان ورمات کړي. په همدې ډله کې یې د نړۍ دنګ سړی او ټیټه ښځه هم وربللي دي. د عبدالحي کاکړ ویډيو وګورئ

د وروستیو نا امنیو په اړه اعتراضیه لاریون

Pa.azadiradio.com 

دغه مدني فعالان او یو شمېر کابل ښاریان د وروستیو چاودنو پړه پر پاکستان اچوي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې جدي غبرګون وښيي. دغه مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي مشر د وروستیو پېښو په تړاو پاکستان ته تللي وو. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

اصف په افغان سفارت کې له زاخېلوال سره لیدلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې افغان سفارت ته ورغلی وو او له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره یې ولیدل. تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته په وینا کې زاخېلوال وویل، دواړه چارواکي سلا شول چې خپله خاوره به د بل پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.

سېنېټر نهال هاشمي د سپريم کورټ په حکم ونیول شو

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ د حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سېنېټر نهال هاشمي د پنځو کلونو پورې پر کومې سرکاري چوکۍ له کاره منع کړی دی. د عدالتونو دسپکاوي په کېس کې پرون سپريم کورټ د هاشمي په اړه خپله پرېکړه واوروله.

سينيټر نهال هاشمي د سپريم کورټ په حکم ونیول شو

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ د حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سينيټر نهال هاشمي د پنځو کلونو پورې پر کومې سرکاري چوکۍ له کاره منع کړی دی. د عدالتونو دسپکاوي په کېس کې پرون سپريم کورټ د هاشمي په اړه خپله پرېکړه واوروله.

د پاکستان محکمې نهال هاشمي د پارلمان له غړیتوبه محروم کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې نهال هاشمي د ۵ کلونو لپاره د پارلمان له غړیتوبه هم محروم کړ. محکمې نن پنجشنبه هاشمي په دې خاطر چې تېر کال‌یې په وینا کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د تورونو څېړونکي ګواښلي و، په ۵۰ زره پاکستانۍ روپیو جریمه هم کړ. د پاکستان سترې محکمې دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې هاشمي د خپلې هغې وینا په خاطر بخښنه وغوښته چې د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې یې کړې وه. هاشمي د واکمن مسلم لیګ ګوند غړی دی.

قبایل او د نورو پښتنو سیمو اوسېدونکي اسلام اباد کې ناسته کوي

Mashaalradio.com 

د قبایلو او پښتنو سیمو یو شمېر ټولنې او فعالان په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوي. دوی وايي، په سیمو کې یې لویې مسلې دي او غواړي حکومت یې هواري ته اړ کړي. ورسره دوی په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د ځوان وژنې او د پښتنو له سیمو د کسانو ورکېدو پر ضد هم ناستې ته دوام ورکړي. ویډیو وګورئ.

په کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهره وشوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په پروان مېنه کې، نن د مدني ټولنې یو شمېر غړو، ځوانانو او دیني عالمانو، د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره ورکړه. دوی چې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول، ویل چې د افغانستان په ولایتونو او په تېره په کابل ښار کې د وروستیو ترورېستي حملو عاملان د پاکستان له‌خوا تمویلېږي. مظاهره‌چیانو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره هر ډول اړیکې وشلوي. دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه، په تور لېست کې شامل کړي. پاکستان پخوا د افغان طالبانو او نورو سخت دریځو د ملاتړ تورونه رد کړي دي. Читать дальше...

امریکا به د ۷ زره سوریه‌والو د اقامت موده ۱۸ میاشتې اوږده کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت به د شااوخوا ۷ زره سوریه‌والو د اقامت موده ۱۸ میاشتې اوږده کړي. د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نېلسن پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د سوریې حالاتو ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې باید د سوریه‌والو د اقامت موده اوږده کړي. نېلسن په یوه اعلامیه کې وویل: "د سوریې د حالاتو له څېړلو وروسته مو پرېکړه وکړه چې په‌کار ده چې موقتاً د سوريه‌والو د ساتنې پروګرام وغځوو."