ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 15.02.2018

د پاکستان پوځ پر قبایلو د وطن کارډ شرط ختم کړ

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د زیارت پر ماښام په بیان کې ویلي، د خلکو شناختي کارډ به اوس د مرستو تر لاسه کولو او تګ راتګ لپاره کارېږي. پوځ دا اعلان تر هغې وروسته کړی

د ۱۱ کسانو مړي پاکستان ته وروړل شول

Mashaalradio.com 

د پاکستان هغه يوولسو وګړي مړي اسلام اباته ويوړل شول چې تېره اونۍ د ليبيا په سمندري اوبو کې پرې کښتۍ واوښته او مړه شول. دا کسان د يورپ په تکل دې کښتۍ کې سپاره وو.

دوه وروڼه چې داعش روزل

Mashaalradio.com 

دا د ننګرهار د هغو دوو وروڼو کیسه ده چې داعش بیولي او روزلي. د دوی پلار له وسله والو خلاص کړي او اوس عادي ژوند ته ستنېږي. ویډیو د امریکا غږ خبریالې عایشې تنظیم جوړه کړې.

د صمدي په "لپه" کې څه دي؟

Mashaalradio.com 

صمدی وايي، په البوم کې يې د نومياليو شاعرانو شعرونه ويلي او هيله من دی چې اورېدونکي يې خوښ کړي.

چارواکي: په سرپل کې دې د تروریستانو پر ضد هوايي عملیات وشي

Pa.azadiradio.com 

په سرپل ولایت کې حکومتي چارواکي د داعش ډلې د ترورېستي فعالیتونو له زیاتوالي شکایت لري او وايي چې دا ترورېستي ډله د هغه کسانو د جلب او جذب په حال کې ده چې عمرونه‌یې له ۱۸ کلونو کم وي. په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي هوايي ځواکونه دې ډېر ژر د ترورېستانو پټن ځایونه په نښه او له‌منځه وېسي. د سرپل ولایت ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د پسرلي موسم په راتلو دی او د هوا له ګرمېدو سره سم د سرپل په مختلفو سیمو کې د وسله‌والو ترهګرو فعالیتونه هم زیاتېږي. ښاغلی اماني له نړیوالو ځواکونو او... Читать дальше...

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۶م کال په پرتله تېر کال په افغانستان کې ملکي تلفات کم شوي دي. د امريکا په فلوريډا ايالت کې په يوه ښوونځي کې اوولس کسان ووژل شول. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه د ازادي راډیو په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي

کریل رامافوسا د جنوبي افریقا ولسمشر وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

کریل رامافوسا د جنوبي افریقا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مشر دی، نن د مخکېني ولسمشر له استعفا وروسته په پارلمان کې یوازنی کاندید و. جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه. زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و. ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نه‌دی. د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي، کنې په پارلمان کې به د نه‌اعتماد رأیه ورکړي.

د کابل د ده افغانان سبزي پلورونکي

Mashaalradio.com 

د کابل ښاروالۍ د ده افغانانو په سیمه کې د سبزي پلورونکو کراچۍ، منظمې او یو رنګ کړي دي. په دې اړه د امریکا غږ خبریال حکمت سروش ویډیو وګورئ.

د زېمبابوې د اپوزېسیون مشر «مورګان» د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د زېمبابوې د اپوزېسیون پېژندل شوی مشر مورګان چانګیرای د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو. د چانګ ډموکرایتک غورځنګ مشرانو ویلي چې مورګان چانګیرای د جنوبي افریقا د جهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. مورګان چانګیرای د اپوزېسیون د مشر په توګه په ځلونو په زېمبابوې کې بندي شوی او شکنجه شوی و.

په سمنګان کې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او یو ټپي دی. په وژل شویو کې یو ماشوم دی. د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې ماین د یوه تن چې محمد داوود نومېږي، په مېلمستون کې چاودلی دی. د ده په وینا ښايي د دې حملې انګېزه شخصي دښمني وي.

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه. زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و. ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نه‌دی. د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي او کنې په پارلمان کې به د نه اعتماد رأیه ورکړي. ټاکل شوې ده چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مرستیال رئيس د زوما ځای ونیسي.

د امریکا د خزانې وزیر وايي پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې یا مالیې وزیر ستیف منوچین وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په غچ کې پر یو شمېر روسي پانګه‌والو نوي بندیزونه لګوي. منوچین پرون چهارشنبه د امریکا د سنا جرګې مالي کمېټې ته په راپور کې وویل چې دوی پر دغو بندیزونو چټک کار کوي او په لنډ وخت کې به‌یې عملي کړي.

د پاکستان سپريم کورټ د حسېن حقاني د نيولو امر کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ په امريکا کې د دې هېواد پخواني سفير حسېن حقاني د نيولو امر کړی دی. سپريم کورټ دا امر نن د نوموړي پر ضد په مېمو ګېټ مقدمه کې عدالت ته له نه حاضرېدو وروسته وکړ. بلخوا د پاکستان د پلټنوفيډرالي ادارې ويلي چې د حسېن حقاني د نيولو لپاره به له نړيوالو پوليسو د مرستې غوښتنه کوي. حسېن حقاني دا وخت د امريکا په پلازمېنه واشګنټن ډي سي اوسېږي. ايا له قانوني پلوه پاکستان کولای شي چې هغه ګرفتار کړي او اسلام اباد ته يې راولي؟ همدا پوښتنه زموږ همکار احمد شاه اعظمي په اسلام اباد کې د قانوني... Читать дальше...