ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 25.02.2018

هند کې یو مسلمان د هندوانو لرغونی مندر بیا رغولی

Mashaalradio.com 

د هند په احمد اباد ښار کې یو مسلمان معین میمن ۵۰۰ کاله پخوانی مندر بیا رغولی دي. د سیمي خلک وايي د نوموړي دا کار به مسلمانان او هندوان نېږدې کړي. تفصیل د انیسه اجمل په ویډیو کې وګورئ.

په مصر کې د فرعون د وخت قبر موندل شوی

Mashaalradio.com 

د مصر لرغونپوهانو یو داسې قبر موندلی چې پکې د فرعون د وختونو سامانونه هم شته. د مقبري ځای شاوخوا ۲۰۰۰ کاله زوړ دی. تفصیل د انیسه اجمل په ویډیو کې وګورئ

د استاد غلام علي مشهور غزلونه

Mashaalradio.com 

استاد غلام علي د موسيقۍ له پټيالې کورنۍ سره اړه لري او د خپل بې ساري هنري استعداد پر مټ توانېدلی چې د غزل ويلو ځانګړی سبک جوړ کړي.

د شمالي وزیرستان پر حالاتو له پولیټیکل اېجنټ کامران اپرېدي سره مرکه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال مرکه کې د شمالي وزیرستان د پولیټیکل اېجنټ کامران اپریدي سره د شمالي وزیرستان په عمومي صورتحال، هلته د بارودي موادو یا ماینونو، د بیا رغونې، له ستنو شویو سره د مرستو او د بې کوره شویو د ستنولو خبرې شوې دي.

په ننګرهار کې د «امن غواړو» په نوم کرکټ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امن غواړو په نوم د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې. د ختیځ زون د کرکټ مسؤل بختیار ساحل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ختیځ زون اړوند بېلا بېلو لوبډلو ترمنځ په جلال اباد ښار کې پیل شوي چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي. د ښاغلي ساحل په خبره دغه سیالۍ د ننګرهار ولایتي ادارې په نوښت جوړ شوي او په ټینس بال ترسره کېږي. د ننګرها ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دغو لوبو له لارې هڅه کېږي څو خلک سوله ییز ژوند او يووالي ته وبلل شي.

د والیبال او کورش فدراسیونونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول

Pa.azadiradio.com 

د والیبال او کورش فدراسیونونو لپاره نوي رئیسان وټاکل شول. د افغانستان د بدني روزنې د ریاست د معلوماتو له مخې، د بېلا بېلو فدراسیونو لپاره د نویو رئیسانو د ټاکنې په لړ کې محمد ناصر نوري د والیبال او سید محمود دشتي د کورش د فدراسیون د رئیس په توګه و ټاکل شول. د افغانستان د بېلا بېلو ورزشي فدراسیونونو انتخابات له تېرې يوې میاشتې راهیسې په کابل کې د افغانستان د بدنې روزنې د ریاست تر څار لاندې روان دي چې په بشپړېدو سره به یې د المپيک د ملي کمېټې د ریاست انتخابات هم ترسره شي.

درې افغان کرکټ لوبغاړو په «ICC»کې ښه مقامونه خپل کړي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړو ښه مقامونه ګټلي. د کرکټ انفو ویبپاڼې د معلوماتو له مخې افغانستان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې خپل نهم ځای ساتلی. خو راشد خان بیا د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی،د الراونډارانو په ډله کې محمدنبي عیسي خېل درېیم او په توپ وهونکو کې بیا شهزاد محمدي لسم مقام خپل کړی.

د پکتیکا په یحیی‌خېلو ولسوالۍ کې چاودنې ۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د یاد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او شااوخوا لس نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي. نن د یکشنبې په ورځ د پکتیکا د والي ویاند محمدرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه سهار مهال څه باندې لس بجې د ښار ګوټي په یوه داسې برخه کې شوې چې هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه. ده وویل، په دې پېښه کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی. د پکتیکا د والي ویاند وايي، د پېښې عاجل ناروغان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي. Читать дальше...

ننګرهار: عبدالله بختانی خدمتګار خاورو ته وسپارل شو

Mashaalradio.com 

د پښتو ژبې وتلی لیکوال، شاعر، څېړونکی او ژباړن استاد عبدالله بختانی خدمتګار د یکشنبې په ورځ د سره رود په بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې د جلال اباد ښار په یوه لوبغالي کې ادا شوه چې پکې لیکوالو، چارواکو او ولسي خلکو ګډون وکړ. نوموړی یو ورځ وړاندې په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ

پکتیکا: په بمي چاودنه کې ۴ کسان مړه او ۱۰ ټپیان شوي دي

Mashaalradio.com 

د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د یاد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکیو ډک موټرسایکل په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او خواوشا لس نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.

پاکستان: د جنسي تشدد په تور نیول شوي ۱۲ کسان خوشې شول

Mashaalradio.com 

دا مقدمه د ۲۰۱۵ کال راهېسې روانه وه چې پکې ګڼ کسان نیول شوي وو، په دغو کسانو د پنجاب په قصور کې دا تور لګول شوی وو، چې د ماشومانو سره د جنسي تېریو ویډیوګانې به یي جوړولې، او بیا به یې دغو ماشومانو ته ویل که چېرې کورنۍ ته یې حال  وویلو نو دا ویډیګانې به یی په ډاګه کړي.

چارواکي: د البرز او پامیر عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د البرز او پامير په نوم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي نن یکشنبه په مزار شریف کې خبریالانو وویل چې دا پوځي عملیات تېره ورځ په بلخ، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په مقصد ترسره شول. ښاغلي نصرت زیاته کړه چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړل. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دانش: د رفیع الله ګل افغان د وژنې د قضیې په اړه تحقیقات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اجرائیه ریاست د سلاکار او د مشرانو جرګې د پخواني مرستیال رفیع الله ګل افغان د وژنې د قضیې په اړه د تحقیقاتو د پیل خبر ورکوي. د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی ګل افغان پرون شنبه په کابل کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو. ښاغلي دانش وویل: "تېر ماښام وسله والو کسانو پر رفیع الله ګل افغان د کابل د ۱۷ مې ناحیې په بوستان سړک کې برید وکړ، دی او ډریور یې دواړه ووژل شول، پولیسو په دې اړه تحقیقات پیل کړي." د کورنیو چارو وزارت مرستیال... Читать дальше...

افغان حکومت د کابل پروسې د غونډې د چمتووالي خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د کابل د پروسې د دوهمې غونډې لپاره د بشپړو تیاریو خبر ورکوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو او څو نړیوالو موسسو استازي ګډون وکړي. ښاغلی مستغني وايي، مېلمنو ته بلنلیکونه استول شوي او ډېرو یې د خپل ګډون ډاډ هم ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو او د ترورېزم پرضد د مبارزې پر مسایلو بحثونه په پام کې دي.

غني: هرات د هېواد په صنعتي او منظم ولایت د بدلېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشراشرف غني وايي، هرات د هېواد په یوه صنعتي او منظم ولایت د بدلېدو په حال کې دی. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي غني نن یکشنبه په هرات ښار کې له یوشمېر ځوانانو او مخورو سره په کتنه کې د ټاپي د پروژې اهمیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د دې پروژې د رغونې پیل له جغرافیایي زندان څخه د مرکزي افغانستان را ايستل او په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګومارل په افغانستان کې د یوه لوی بدلون پیلامه ده. خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې وايي، په هرات کې د باور، یووالي او همغږۍ فضا رامنځته شوې او هیله ده چې ټول هېواد ته به وغځېږي. Читать дальше...

په بغلان کې د خوشحالۍ ډزو غم جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان لوبغاړو د بریا په ویاړ هوایي ډزو یوه کورنۍ په وېر کېنول. د بازمحمد مبارز او احمد ولي هوتک په ویاړ هوایي ډزو په بغلان ولایت کې، یو کس وواژه. بسم الله هغه ځوان و چې په یوازي ځان یې د یوې دوولس کسیزې کورنۍ سرپرستي یې کوله. نور حال په دغه ویډیو کې لیدلاي شئ. وېډیو بشیر احمد غزالي او اډېټ سباوون کاکړ.

د کندهار د ملي امنيت رياست یوه ۱۲ کسيزه وسله واله ډله نيولې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د ملي امنيت رياست د غلجکي بریدونو ۱۲ کسيزه وسله واله ډله نيولې. د کندهار د ملي امنیت ادارې له خوا نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چې د دغه رياست منسوبینو هغه ۱۲ ترهګر ونيول چې د ترور او په نورو ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود. په خپرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو اعترافاتو کې منلي چې د نهمې حوزې په تېرې اډې، برښنا کوټ، عیدګاه دروازې او نورو سیمو کې درې پولیس، یو قومي مشر او یو ټکسي چلوونکی وژلي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .

افغانستان مېشته وزیرستاني کډوال کلیو ته ستنېږي

Mashaalradio.com 

پولېټیکل اېجنټ کامران اپریدي د خالي پر ماښام مشال راډیو ته وویل، له افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي او په خوست او پکتیا کې اوسېدونکي وزیرستانیان د غلام خان له لارې خپلو کلیو ته ستنوي.

په رسنیو د مالي درغلۍ او رشوت اغېز

Mashaalradio.com 

د فرورۍ په۲۱ مه خپور شوي په دې رپورټ کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له جاج اخیستو وروسته درجه بندي شوې چې پکې په دې حواله نیوزېلېنډ اوډنمارک په اول او دویم نمبر پاک هېوادونه ګرځول شوي دي.