ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 11.02.2018

روسیه د الوتکې د پېښې پلټنې کوي

Mashaalradio.com 

د یکشنبې پر ورځ له مسکو څخه اورسک ته روانه یوه الوتکه پرېوته چې پکې ټول سپاره ۷۱ کسان ووژل شول. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت یوه ډله د پېښې ځای ته ورغلې چې د الوتکې د پرېوتو لامل معلوم کړي. د رویټرز اژانس ویډیو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو پرمختګ ولې ونه کړ؟

Mashaalradio.com 

د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو له دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته ګډه اعلامیه خپره نه شوه. دې کار یو شمېر پوښتنې مخې ته راوړې دي. د دواړو اړخونو په بیانونو کې فرق څه معنا لري؟

شام: په عفرین کې د ترکي خلاف د حکومتي او مخالف کرد ځواکونو مبارزه

Mashaalradio.com 

رویټرز خبري اژانس لیکي په شام کې حکومت پلوه ځواکونه او کردي جنګیالي په مختلفو سیمو کې د یو بل خلاف جنګیږي خو په عفرین کې بیا د دواړو مقصد د ترکیې مخنیوی کول دي. دواړه خواوې په سیمه کې د ترکیې مخ په زیاتېدونکي اثر رسوخ خلاف دي.

کابل: د امنیتي اقداماتو له کبله ټرافیکي ستونزې زیاتې شوې دي

Mashaalradio.com 

کابل ښاروال وايي د پولیسو د تلاشي ځایونو پر امنیت مثبت تاثیر کړی خو تر څنګ یې ټرافیکي ستونزې هم زیږولي دي. په دغه ویډیويي راپور کې چې ابراهیم صافی جوړ کړی ویني چې ګرین زون خلک په کومه اندازه له ټرافیکي ستونزو سره مخ کړي دي. ایديټ: نصرت پارسا

ګرین زون، د امنیت ښه والی او که د ټرافیکي ستونزو زیاتېدل

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاروال وايي که څه هم د پولیسو د تلاشي ځایونو پر امنیت مثبت تاثیر کړی خو تر څنګ یې ټرافیکي ستونزې هم زیږولي دي. په دغه ویډیويي راپور کې چې ابراهیم صافی جوړ کړی ویني چې ګرین زون خلک په کومه اندازه له ټرافیکي ستونزو سره مخ کړي دي. ویډیو: ابراهیم صافی ایديټ: نصرت پارسا

"د بلوچستان پښتنې سیمې دې هم په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي"

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وايي د قبایلي سیمو په شان دې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې هم د خیبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځول شي. نوموړي دغه څرګندونې د خالي په ورځ د پېښور په نشترهال کې د ملګرو وکیلانو غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

عاصمه جهانګیر: "د جمهوریت سربازه"

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې که جمهوريت وو او که امريت، ترهګري وه او که سختدریځي، عاصمه جهانګير به پر هره موقع او هر ځای د قانون واکمنۍ، بشري حقونو او له زغمه ډکې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کاوه.

کندهار کې د هېواد په کچه د غېږنيونې لویه لوبه شوې

Mashaalradio.com 

د غېرنیونې په سیالۍ کې د هېواد د ګڼو ولایتونو پهلوانانو ګډون کړی وو. د لوبې سمبالوونکي وايي، په دې سره غواړي، چې د هېواد د بېلابېلو سيمو او ژبو خلک یوالي ته را وبولي. ویډیو: محمدصادق ریښتینی ایډیټ: تمیم اخګر

کندهار کې د هېواد په کچه د غېږنيونې لویه لوبه تر سره شوه

Pa.azadiradio.com 

په دغه لوبه کي د هېواد د ګڼ شمېر ولایتونو پهلوانانو ګډون کړی و. د لوبې سمبالوونکي وايي، په دې سره غواړي، چې د هېواد د بېلابېلو سيمو او ژبو خلک یوالي ته را وبولي. ویډیو: محمدصادق رښتینی ایډیټ: تمیم اخګر

پنس: د شمالي کوریا په وړاندې امریکا او جنوبي کوریا متحد دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د سیول او پیویانګ په اړیکو کې له ظاهري ښيګڼې سره سره، امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې په خپلو پالېسیو کې متحد پاتې دي. ښاغلي پنس پرون شنبه وویل چې دی او د جنوبي کوریا ولسمشر پردې سره سلا شوي چې د شمالي کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادي انزوا باید له بالستیک توغندیو او اټمي پروګرام څخه د دې هېواد د لاس اخیستو تروخته دوام وکړي. پنس چې د ژمني المپیک د سیالیو لپاره جنوبي کوریا ته تللی، پرون د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي اِون سره وکتل.

په سویډن کې په ترورېستي حملې تورن ازبک پناه غوښتونکی محاکمه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په سویډن کې په ترورېستي حملې د تورن ازبک پناه غوښتونکي محاکمه د سې شنبې په ورځ په پام کې ده. ۳۹ کلن رحمت اکیلوف د ستاکهلم د ۲۰۱۷ کال د اپریل د میاشتې د هغې خونړۍ ترورېستي حملې په تور محاکمه کېږي چې د موټر په وسیله یې یوشمېر لارویان لاندې کړل. په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي وو. د اکیلوف محاکمه به تر مې میاشتې پورې دوام وکړي او تمه ده چې محکمه به خپله وروستۍ پرېکړه په جون کې اعلان کړي.

ایران د اسلامي انقلاب ۳۹ مه کلیزه لمانځي

Pa.azadiradio.com 

سلګونه زره کسانو د ۱۹۷۹کال د اسلامي انقلاب د نمانځنۍ لپاره نن یکشنبه په تهران کې د حکومت له خوا په تنظیم شویو لاریونونو کې ګډون وکړ او دا په داسې حال کې ده چې د حکومت پرضد د خلکو اعتراضونه د هېواد بېلابېلو سیمو ته غځېدلي دي. د نننیو لاریونونو ګډونوالو د امریکا او اسرائیلو پرضد لیکل شوي شعارونه لېږدول او وروسته له نورو برخو څخه د پلازمېنې تهران د ازادۍ په چوک کې سره یوځای شول. د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍپه ۱۱مه د ایت الله خمیني پلويانو د پراخو مظاهرو په پای کې پاچا رضاشاه پهلوي له واکه لېرې شو او په ایران کې اسلامي نظام ټینګ شو.

په شبرغان کې د بې ځایه شویو کورنیو ۱۸۰۰ نجونې ښوونځیو کې شاملې شوي

Pa.azadiradio.com 

په شبرغان کې د مېشتو بې ځایه شویو کورنیو نېږدې ۱۸ سوه نجونې په ښوونځیو کې شاملې شوې دي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دې نجونو ته چې کورنۍ یې په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د موسسې یا اکټید په مالي مرسته د زده کړو امکانات برابر شوي دي. په جوزجان کې بې ځایه شویو کورنیو ته، په اکټید موسسه کې د لاسرسي د پروژې مسؤل نصیراحمد یوسفي د دې نوښت په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: "دا پروژه په هغو سیمو کې تطبیق... Читать дальше...

نومیالۍ قانونپوهه او د حقونو فعاله عاصمه جهانګیر وفات شوه

Mashaalradio.com 

د پاکستان نومیالۍ قانونپوهه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر د ۶۶ کلونو په عمر کې مړه شوه. د پاکستان دولتي راډیو او نورې رسنۍ وايي، عاصمه جهانګیر د خالي په شپه ناوخته روغتون ته وروړل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ مړه شوه.

نذیر احمدزی: له پاکستان سره په خبرو کې برلاسي یو

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان برلاسی دی.د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې پر ورځ دا څرګندونې له هغې وروسته  مشال راډيو ته وکړې چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو موافقې ته د نه رسیدو په اړه خبر ورکړ.

تهران: ایراني نژاده کاناډایی اکاډمیک تن زندان کې مړ شوی

Mashaalradio.com 

يو ایراني نژاده کاناډایی اکاډمیک او د چاپیریال فعال د تهران په زندان کې مړ شوی. دا خبره د هغه زوی د فبرورۍ په ۱۰ په ټویټر او انسټاګرام پاڼو کړې ده. سيد امامي کاووس د جنورۍ په میاشت کې د ايراني چارواکو لخوا بندي شوی و.