ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 08.02.2018

د ورېښمو پر پخوانۍ لار له خطره ډک سفر

Mashaalradio.com 

د پاکستان هنزه او د افغانستان واخان خلک پر دې لار تجارت کوي خو د کاروبار سيکه يې پېسې نه دي. دا د ورېښمو پخوانۍ لار اسانه نه ده. دلته د پخوانو مړو شوو لاريويانو هډوکي هم ترسترګو کېږي. نور حال يې د بشير ګواښ په ويډيو کې ګورئ.

نیکلسن: په نږدې اونیو کې په نا امنه ولایتونو کې عملیات پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دغه خبره په لغمان ولایت کې د یو سفر پر مهال وکړه جنرال جان نیکلسن د کابل ښار د امنیت په اړه وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو سره په دې برخه کې جدې کار کوي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی.

د پاکستان عدلیه او پارلېمان اختلافات نه لري: د پارلېمان غړي

Mashaalradio.com 

د پارلېمان یو، دوه غړي که داسې خبرې کوي نو دا د ادارو تر منځ د ټکر معنا نه لري. پارلېمان او سیاستوالانو د عدلیې د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي. نو که اوس موږ د عدلیې درناوی ونکړو او د ازادۍ لپاره یې و نه درېږو نو دا بیا زیاتی دی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

په تايوان کې د زلزلې د قربانيان شمېر مخ پر زياتېدو دی. جنوبي کوريا به لومړی ځل سبا د ژمي اولمپيک لوبو د پرانيستې د مراسمو کوربه وي. د امریکا حکومت په پاکستان کې اوسېدونکو د درو سخت دريځو نومونه د نړيوالو تروريستانو په ليست کې شامل کړل. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي

په خوست کې په پوځي عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د بټۍ په سرحدي سیمه کې د ولایتي قواوو په پوځي عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژل شوي. د وژل شویو کسانو یو تن ورور علي جان کوچي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې یاده پېښه د شپې په شااوخوا ۱۲ بجو شوې ده. ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې يې پنځه وروڼه، یو وراره او بل‌يې د تره زوی دی. علي جان کوچي له افغان حکومته د یادې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه. بل‌خوا د خوست والي حکم خان حبیبي پيښه تأییدوي او وايي چې د موضوع د څېړنې لپاره‌يې له امنیتي، کشفي او عدلي ارګانونو څخه جوړ یو پلاوی ټاکلی دی. Читать дальше...

د کابل د ښځو د تولیداتو یو نندارتون پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له خوا، د کابل د ښځو د تولیداتو یو نندارتون د پنجشنبې په ورځ پرانېستل شو . دغه نندارتون ۳۰ غرفې لري او د ښځو د ګڼو تولیدي شرکتونو تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شول. د ښځینه تولیدي شرکتونو مسؤلین وايي، که حکومت د دوی شرکتونو ته زیربناوې برابرې کړي، تولیدات به یې له دې هم زیات شي.

د اسلام اباد مظاهره کوونکي: غوښتنې مو روښانه دي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د پښتنو د ټولنو او فعالانو احتجاجي ناسته دوام لري. دوی پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ټولې غوښتنې یې روښانه دي نو حکومت دې ورته پوره کړي. د دوو مظاهره کوونکو خبرې په دې ویډیو کې.

غوښتني مو اییني دي: د اسلام اباد مظاهره کوونکي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د پښتنو د ټولنو او فعالانو احتجاجي ناسته دوام لري. دوی د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، ټولې غوښتنې یې اییني دي نو حکومت دې ورته پوره کړي. د دوو مظاهره کوونکو خبرې په دې ویډیو کې.

مطفي: له کانونو نه د خلکو د څارنې یوه نوې پروسه پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د هېواد له کانونو څخه د خلکو د څارنې یوه نوې پروسه پر لاره اچولې ده. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيوته وویل، تراوسه له ۴۰ ډېرو مدني بنسټونو په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده. هغه وویل، له دې اقدامه د کانونو او پطرولیم وزارت هدف د دغه وزارت له کاره د خلکو د څار ډېرول دي.

قوقندي: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر کوېټ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د ایکسپو په نندارتون کې د ګډون په هدف کوېټ ته ورسېد. د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د دغه نړیوال نندارتون له پیل وړاندې د کوېټ له سوداګرو سره لیدلي او په افغانستان کې يې د پانګې اچونې په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي. ښاغلي قوقندي وویل چې د ایکسپو په نوم دغه سوداګریز نندارتون تېره ورځ ناوخته پیل شوی او څلور ورځې به دوام وکړي. دی هیله‎مندي ښيي چې د کوېټ د پانګه‎والو جلب... Читать дальше...