ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2018

په کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهره وشوه

0
د کابل ښار په پروان مېنه کې، نن د مدني ټولنې یو شمېر غړو، ځوانانو او دیني عالمانو، د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره ورکړه.


دوی چې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول، ویل چې د افغانستان په ولایتونو او په تېره په کابل ښار کې د وروستیو ترورېستي حملو عاملان د پاکستان له‌خوا تمویلېږي.


مظاهره‌چیانو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره هر ډول اړیکې وشلوي.


دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه، په تور لېست کې شامل کړي.


پاکستان پخوا د افغان طالبانو او نورو سخت دریځو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.


دوی د افغان امنیتي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړ او تأکید يې وکړ، افغان حکومت باید هغه ترورېستان چې د افغانانو وژل پرې ثابت شوي او اوس‌مهال په زندانونو کې دي اعدام کړي.