ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026

پنجاب حکومت د باډېوو پر مېلې (بسنت) لګولی بندیز لرې کړ

0

د لاهور او نورو ښارونو خلک خوشاله دي چې حکومت ۲۲ کاله وروسته یو وارې بیا دوی ته د باډیوو د مېلې (بسنت) لمانځلو اجازه ورکړې ده. د پنجاب حکومت خلکو ته په مشروط ډول دا اجازه ورکړې ده. حکومت ویلي چې لایسنس لرونکي کسان د فبرورۍ له شپږمې تر اتمې نېټې پورې پتنګان الوځولی شي.

په پنجاب کې د بسنت مېله له لرغونې زمانې راهیسې لمانځل کېږي. خلک د کورونو پر بامونو د ډول په تال باډیوې الوځوي، زېړې جامې یې اغوستې وي او په هوا کې له یو بل سره باډېوې جنګوي.

حکومت په ۲۰۰۴ز کال کې پر بسنت وروسته له هغې بندیز اعلان کړی وو چې پر مانجې(له شیشو جوړ تارونو) د موټر سایکل سپرو کسانو مرۍ غوڅې شوې او خلکو ته مرګژوبله واوښته. اوس حکومت یو شرط دا هم اېښی دی چې خلک به د مانجې پر ځای نرم تار کاروي.

ویډیو رپورټ