ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026

Новости за 03.01.2026

ټرمپ: امریکا به وینزویلا تر هغه اداره کړي چې هلته واک لېږدي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا به په وینزویلا کې د واک تر سوله ییز انتقال پورې دغه هیواد اداره کړي. ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په مارالاګو کې په خپل استوګنځي کې خبرې غونډې ته وویل، موږ به دغه هیواد تر هغه وخته پورې اداره کړو چې د واک خوندي، عادلانه او سم لیږد ترسره کړو. ټرمپ زیاته کړه چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن د شنبې په سهار د شپې په یوه چاپه کې ونیول شول او په متحده ایالاتو کې به محاکمه شي. هغه دا عملیات د امریکا په تاریخ کې یو له ډیرو بریالیو پوځي عملیاتو څخه وبلل. Читать дальше...

ایران کې لاریونو افغان کډوال اندیښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې وروستي لاریونونه، په دې هیواد کې میشت یو شمېر افغان کډوالو وايي د دغه لاریونونو له امله له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي او هره شېبه د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي. یو شمېر افغان کډوال چې د ایران په پلازمېنه تهران کې ژوند کوي، وایي وضعیت یې دومره خراب شوی چې نه شي کولای له کورونو بهر ووځي .

ابوظبي د یمن تحولاتو ته اندیښنه څرګندوي

Pa.azadiradio.com 

متحدوعربي اماراتو د شنبې په ورځ وویل چې په یمن کې د روان کړکیچ په اړه ژوره اندیښنه لري. دا وروسته له هغه چې د سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو په هغو سیمو کې چټک پرمختګ وکړ چې تیره میاشت د متحده عربي اماراتو په ملاتړ جنوبي بیلتون غوښتونکو نیولې وې. د ابوظبي اعلامیې وویل چې یمنیان باید له زغم څخه کار واخلي او د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي. تردې څو ساعته مخکې د جنوب انتقالي شورا (STC) چې امارات یې ملاتړ کوي ویلي وو چې په دوو کلونو کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه کوي. Читать дальше...

ټرمپ وايي پر وینزوویلا یې برید کړی او ولسمشر مادورو یې نیولی دی

Mashaalradio.com 

د وینزوویلا حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې ولسمشر نیکولس مادورو نیول شوی خو مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په یو ویډیويي وینا کې ویلي چې دا نه ده معلومه چې ولسمشر مادورو او د هغه مېرمنې چېرې دي.

هند وايی افغانستان سره اړیکې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره پالي

Pa.azadiradio.com 

دهند بهرنیو چارو وزیر وايي نوي ډیلي د افغانستان تګلاره د خلکو پر بنسټ ساتلې او پاللې ده، داسې چې بشري مرستو، پراختیایي همکارۍ او د افغانستان له ټولنې سره دوامداره ښکیلتیا ته لومړیتوب ورکوي. ایس جي شنکر دا څرګندونې د جمعې په ورځ د چینای ایالت په یوه پوهنتون کې له محصلینو سره د خبرو پرمهال وکړې. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خپله غونډه مثبته وبلله. امیرخان متقي د اکتوبر له نهمې تر شپاړسمې هند ته تللی و او دا د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړی سفر و چې هند ته ترسره شوه.... Читать дальше...

سلګونه افغانان د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران خپل هیواد ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د جمعې په ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي . د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له دوی څخه ۱۴۴۷ تنه له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې اخراج شوي، او ۲۴۲ نور له ایران څخه د نیمروز او اسلام کلا له لارې ایستل شوي دي. هغه دا هم اعلان وکړ چې له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ځینو کډوالو کورنیو سره مرسته کیږي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې... Читать дальше...

ټرمپ وايي پر وینزویلا یې برید کړی او د هغه هیواد ولسمشر یې نیولی دی

Mashaalradio.com 

امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخلی وکړ چې پر وینزویلا یې برید کړی او د هغه هیواد ولسمشر نیکولاس مادورو یې نولی دی. د وينزويلا بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ولسمشر په امر یې د جنورۍ پر دریمه په هېواد کې بېړني حالت اعلان کړی دی. په یو بيان کې تور پورې شوی وو چې ( دا د امريکا له لوري بې ‌سارې جدي پوځي تېري دی.) ګل ایاز د رویټرز او فرانس پریس اژانسونو د ویډیوګانو پر اساس دا رپورټ برابر کړی دی.

د وینزویلا دفاع وزیر وايي د بهرنیو عسکرو د حضور په وړاندې مقاومت کوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو نیول شوی او له هیواد بهر ویستل شوی دی ، د وینزویلا دفاع وزیر د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې په یوې ویډیو کې وویل چې وینزویلا به د بهرنیو عسکرو د حضور په وړاندې مقاومت وکړي. دفاع وزیر ویلادیمیر پادرینو وویل په وینزویلا باندې امریکايي برید کې ولسي سیمې په نښه شوي دي او دوی د وژل شویو او ټپیانو په هکله معلومات راټولوي. ټرمپ په خپله خواله رسنۍ سوشل ټروث ولیکل چې نیکولاس مدرو یې نیولی دی.

ډونالډ ترمپ وايي، د وینزویلا ولسمشر او میرمن یې نیول شوي او له دغه هیواده ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن نیول شوي او له دغه هیواده ایستل شوي دي. تر دې مخکې د وینزویلا حکومت ویلي و چې پر خاوره یې د امریکا له لوري برید شوی او هغه غندي. ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټورت سوشل) کې کښلي: «د امریکا متحدو ایالتونو پر وینزویلا او د هغه پر مشر، ولسمشر نیکولاس مادورو، جې له خپلې مېرمنې سره یوځای و، پراخ بریالي بریدونه کړي، هغوی یې نیولي او په الوتکه کې له دې هیواده ایستلي دي. دا عملیات د امریکا د قانون له انفاذ سره سم ترسره شوي دي.»... Читать дальше...

پاکستان کې اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان په عمري حبس محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د جمعې په ورځ اته خبریالان او د ټولنیزو رسنیو فعالان د دوی په غیاب کې په عمري حبس محکوم کړل. دوی چې د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړیې آنلاین فعالیت درلوده د ترهګرۍ په ارتباط جرمونو په تورونو کې ګرم پیژندل شوي وو. دعمري قید دغه سزاګانې دهغو قضیو په ارتباط صادرې شوې چې د ۲۰۲۳ کال د می په ۹ مه د تاوتریخوالي ‌ډکو لاریونونو وروسته ثبت شوي دي. هغه مهال کله چې عمران خان د لنډې مودې لپاره ونیول شو نو لاریونکوونکو په پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل. له هغه وخت راهیسې د... Читать дальше...

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، ژمی له پاکستانه اېستل شویو افغانانو ته "خاموش قاتل دی."

Mashaalradio.com 

د بې‌ پولې ډاکترانو سازمان د جنورۍ پر دویمه په خپل رپورټ کې ویلي چې د دې کډوالو ژوند ته له دې کبله جدي خطر پېښ دی چې دوی د صحت په برخه کې بنیادي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۲۵م مهمې پېښې څه وې؟

Mashaalradio.com 

په تیر کال کې په پاکستان او نړۍ کې د رامنځته شويو مهمو پېښو حال د مشال راډيو په دې رپورټ کې وګورئ چې احمد ميلاد نسيمي، ګل اياز او داود خټک په ګډه جوړ کړی دی.

ایران کې د اعتراضونو دوام؛ ځینې وژل شوي مظاهره چیان پرون خاورو ته وسپارل شول

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د حکومتي ځواکونو له مخنیوونکو اقداماتو سربېره ګڼو ښارونو کې تر شپې ناوخته لاریونونو دوام درلود. لږ تر لږه اوه کسان په تېرو شپږو ورځو کې د لاریونونو پر مهال وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. د راپورونو له مخې پرون هغه کسان هم خاورو ته سپارل شوي چې په تېرو شپږو ورځو کې وژل شوي. د ازادې اروپا فردا راډیو په راپورونو کې راغلي چې د جنازې په مراسمو کې هم ګڼو خلکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او له امنیتي ځواکونو سره یې اخ او ډب کړی دی. خلکو اعتراضونه د ډالرو په وړاندې د تومانو د بېساري لوېدو په... Читать дальше...

تخار کې د سرو زرو د کان له مسوولینو سره د کلیوالو لانجې او نښتې

Pa.azadiradio.com 

د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو او د سرو زرو د کان د یوه استخراجي شرکت د مسوولینو تر منځ اخ او ډب شوی. په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې خلک څو موټر په ډبرو وهي او په وړاندې یې د دغو معترضینو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې کېږي. سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی په ډزو کې د سیمې یو کس ټپي شوی او وروسته د معترضینو له خوا د ډبرو د ویشتلو له امله د کان کیندنې د شرکت څو کارکوونکي ژوبل شوي. د سیمې خلکو ویلي چې له دوی سره له همغږۍ پرته د کان کیندنې یوه شرکت د کار د پیل په هدف خپل ماشینونه او وسایط راوړي وو. Читать дальше...

له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو لویه اندېښنه؛ له اساسي خدماتو پرته سوړ او وژونکی ژمی

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) وايي، له لومړنیو اساسي خدمتونو پرته به، ژمی له پاکستان څخه راستنو شویو افغانانو ته د یوه «خاموشه قاتل» په څېر وي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ چې ژوند ته یې جدي ګواښ دی. په ورته وخت کې افغانستان ته یو شمیر تازه ستانه شوي کډوال هم وايي چې د هوا سړېدو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې او په ډېر خراب وضعیت کې دي.

خلیلزاد وايي دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي لا هم دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي. خلیلزاد له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون شپه خپره شوې دا خبره کړې ده. که څه هم طالبانو رسماً نه ده منلې چې څو امریکایان له دوی سره بندیان دي خو ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې تایید کړه چې طالب چارواکو منلې دوه امریکایان له دوی سره بندیان دي. خلیلزاد بیا وویل چې معلومه نه ده دا امریکایان ولې بندیان دي او طالب چارواکو هم له دوی سره په خبرو کې د دغو امریکایانو... Читать дальше...