ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026

Новости за 05.01.2026

خبري هایلات

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه

امېنه محمد؛ نړۍ باید د افغان ښځو پر وضعیت چوپه پاتې نشي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د نقض په وړاندې د غبرګونونو په دوام تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په دې هېواد کې د ښځو وضیعت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. هغې ویلي نړۍ باید د دې موضوع په وړاندې غلې پاتې نه شي. اغلې محمد یکشنبه د جنوري څلورمه په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې لیکلي "په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو، کار، امنیت او ازاد تګ راتګ په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې او له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ نړۍ باید په دغو سرغړونو سترګې پټې نه کړي". Читать дальше...

افغانستان او پاکستان د بندو سوداګریزو لارو د پرانیستلو لپاره ګډه کمېټه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندو لارو د پرانیستلو لپاره د هڅو په دوام، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له فدراسیون سره یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تګ راتګ لارو پر خلاصون خبرې کړې دي. د دې خونې ویاند جان اغا نوید وویل، په دې ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو پرېکړه هم وشوه. "په دې ناسته کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د پرانیستلو په هدف جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو ترمنځ شپږ، شپږ کسان باید وټاکل شي او یوه کمېټه جوړه... Читать дальше...

په کراچۍ کې ګڼو ښځو د ځغل په سیالۍ کې برخه اخیستې ده

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د ځغل یا مېرتن رېس سیالۍ ترسره شوې دي چې پکې زرګونه کسانو ګډون وکړ. د دې سیالۍ موخه د خلکو د ژوند، جسماني فعالیت او روغتیا په اړه پوهاوی زیاتول وو. په دې سیالۍ کې د ښځو د پام وړ ګډون د دې سيالۍ یوه مهمه برخه وه.

 د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د کرکټ شل اوریزه جام نړیوال لپاره هند ته سفر نه کوي. د بنګله دیش کرکټ بورډ د یکشنبه په ورځ د (جنوري۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،"داسې نه ښکاري چې په هند کې دې د بنګله دیش لوبغاړي خوندي". دغه کرکټ بورډ د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې د بنګله دیش لوبې دې په هند کې نه وي. د بنګله دیش کرکټ بورډ دا پریکړه د هند کرکټ بورډ او په ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې له خوا د بنګله دیشي لوبغاړ مستفیض الرحمن د لیرې کیدو په غبرګون کړې ده. د هندي رسنیو د ادعاو... Читать дальше...

شازیه وايي خپله هم کرونده کوي او نورې ښځې یې هم هڅولې دي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د شازيه سميع په نامه مېرمن وايي چې دا د خپل کلي لومړۍ ښځينه کرونده ګره وه خو اوس هلته نورو ښځو هم کرونده د امدن وسیلې په توګه خپله کړې ده. شازیه دا هم وايي چې دا د ښې لاسته راوړنې لپاره په کرونده کې له نوې ټیکنالوژۍ کار اخلي.

ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که د وينزويلا نوي مشران همکاري ونکړي، لوړ قیمت به ادا کړي

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی دی چې که د وینزويلا واکمن له واشنګټن سره همکاري ونکړي نو لوړه بیه به پرې کړي.د جنورۍ پر څلورمه، ده انټلانټېک خپرونې سره په مرکه کې ټرمپ وويل چې که د وينزويلا سرپرسته ولسمشره، ډېلسي روډرېګز هغه څه ونکړي چې سم دي، نو تر مادورو به لویو پايلو سره مخ شي. دا له هغه وروسته ده چې امريکايي ځواکونو د جنورۍ پر درېيمه د وینزويلا پلازمېنې کاراکاز کې په عملياتو کې د هغه هېواد ولسمشر نيکولاس مادورو او د نوموړي مېرمن ونيوله او نيويارک ته یې ولېږدول. پر هغوی به د نشه يي موادو د قاچاق په تور مقدمه چلېږي. Читать дальше...

ټرمپ ایران ته؛ که د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړئ له سخت غبرګون سره به مخ شئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که چیرته د مظاهره کوونکو ځپلو ته دوام ورکړي له "سخت غبرګون" سره به مخ شي. هغه دا څرګندونې پرون یکشنبې ناوخته د (جنوري ۴مه) د اییرفورن ون په الوتکه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې. د ټرمپ په ټکو،" که ایران د پخوا په څیر د خلکو وژنه پیل کړي د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي". د ټرمپ دا خبرداری په داسې حال کې دی چې په ایران کې مظاهرې نهمې ورځې ته غځیدلي دي. راپورونه او ویډیوګاني ښيي چې تیره شپه د تهران په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي. Читать дальше...

طالبانو په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په درو وهلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د (جنورۍ په ۵مه) خپره شوې، راغلي: "یوه ښځه په کابل کې د "نامشروع اړیکو" په تور او یو نارینه په بلخ ولایت کې د "زنا" په تور په ۳۹ درو وهل شوي دي". د طالبانو حکومت په تیرو پنځو ورځو کې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا لس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې له دې وړاندې ویلي چې په تیر ۲۰۲۵کال کې شپږ تنه اعدام او ۱۱۱۸نور کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهل شوي دي. Читать дальше...

چین او پاکستان له طالبانو غوښتي تولشموله حکومت او منځلارې پالیسۍ رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او چین یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې یو ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته او منځلارې پالیسي غوره کړي. په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د (جنوري ۵مه) خپره کړې راغلي، " د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ سره په بیجنیګ کې په خبرو اترو کې له طالبانو غوښي چې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره دې د تایید وړ کار وکړي". دغو دوو چارواکو ویلي، "له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه د طالبانو حکومت وهڅوي څو یو ټولشموله سیاسي چوکات رامنځته کړي". Читать дальше...

بنګله دېش وايي د ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام لپاره هند ته لوبډله نه لېږي

Mashaalradio.com 

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اووره نړیوال جام لپاره هند ته سفر نه کوي.بورډ د جنورۍ پر څلورمه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هند په غوره ليګ (ای پي اېل) کې د بنګله دېشي لوبغاړي مستفیض الرحمن قرارداد ختمېدلو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده. بورډ زیاته کړې چې داسې نه معلومېږي چې په هند کې دې یې لوبغاړي خوندي وي نو ځکه یې د کرکټ له نړيوالې شورا غوښتنه کړې چې د بنګله دېش لوبې دې په هند کې نه وي. دا تر هغې وروسته ده چې د هند کرکټ بورډ په ای پي اېل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې... Читать дальше...

پاکستان او چين پر افغان طالبانو د ټولشموله سیاسي چوکاټ او منځلارو پالیسيوو جوړولو غږ کړی

Mashaalradio.com 

پاکستان او چين په يوه شريکه اعلاميه کې ويلي چې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه به په افغانستان کې د طالبانو حکومت وهڅوي چې یو ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته او منځلارې پالیسۍ غوره کړي.د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د جنورۍ پر پينځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اړه د پاکستان مرستيال وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحق ډار او د چين د بهرنيوو چارو وزير وانګ يي ترمنځ په بیجينګ کې د ستراتيژيکې مکالمې په وخت خبرې شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو لورو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې دې د وسله... Читать дальше...

سیلانیان د واورې لیدو لپاره کشمیر ته تللي

Mashaalradio.com 

په وروستیو ورځو کې ګڼو سیلانیانو د هند تر واک لاندې کشمیر ته مخه کړې چې هلته له واورین موسمه خوند واخلي. په همدې حال کې د سخت یخ څپې له وجې د هند په شمالي او مرکزي برخو کې د اورګاډو، بسونو او نورو ګاډو تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شوی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.

ایران کې د مظاهرو دوام، لږ تر لږه ۱۵ تنه په کې تراوسه وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې پېل شوې مظاهرې اتمې ورځې ته وغځېدې. راپورونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې تېره شپه هم په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي. له پولیسو سره د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي. په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو ساچمه یي ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کاروي. د هرانا په نوم د ایران د بشري فعالانو یوې مجموعې ویلي، د اعتراضونو له پېل راهیسې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. اعتراضونه تیره یکشنبه د ایراني ریالو د بې ساري ښکته کېدو له کبله تهران کې پیل او لمن یې نورو ښارونو ته هم وغځېده.

افغان او پاکستاني سوداګرو د لارو پر خلاصون خبرې کړې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له فدراسیون سره یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تګ راتګ لارو پر خلاصون خبرې کړې دي. دغې خونې پرون یکشنبه ( د جدي ۱۴مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو یوه انلاین غونډه کې وروستی وضعیت څیړلی دی. په خبرپاڼه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر عاطف اکرام په حواله راغلي چې د بندرونو تړل، د دواړو هېوادونو په زیان دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې نژدې درې میاشتې مخکې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر جګړې وروسته وتړل شوې. Читать дальше...

د اوکراین د سولې په اړه د اروپایي چارواکو او مشرانو دوه بېلابېلې غونډې، یوه نن او بله سبا ته پلان شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، کیف به دغه اونۍ د روسیې د جګړې " د چټکې پای ته رسونې " په هدف له اروپایي متحدانو سره دوه غونډې ولري. لومړنۍ غونډه د فرانسې، جرمني او بریتانیا په ګډون د اروپایي هېوادونو د لوی درستیزانو ده چې نن دوشنبه ( د جدي ۱۵مه) د اوکراین په کوربه توب ترسره کیږي. دویمه غونډه سبا سه شنبه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په کوربتوب جوړیږي چې د مکرون په ټکو اروپایي مشران به د اوکراین د امنیت لپاره " پخې " ژمنې په کې وکړي. زلنسکي تر دواړو غونډو مخکې ویلي، هېواد یې هر ډول احتمالاتو ته چمتو دی. Читать дальше...

کونړ کې زلزله ځپلي د ژمي یخې هوا ته پاته دي، یونسف پرې اندیښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې د هوا سړېدو  یې په خیمو کې ژوند نور هم ستونزمن شوی دی. دا کورنۍ چې کورونه یې د اګست د ۳۱مې په زلزله کې ویجاړ شوي، وايي چې ماشومان او پاخه عمر لرونکي غړي یې ټول ناروغان شوي او که بیړنۍ مرستې ور ونه رسیږي، وضعیت به یې ورځ بلې ته لا خراب شي.