ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026

Новости за 28.01.2026

د تیرا خلک ولې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل "عادي" خبره ده. نوموړي دا څرګندونه د جنورۍ پر ۲۷مه پر داسې مهال وکړه چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي هم پر همغه ورځ په ویډیويي وینا کې بیا ټینګار وکړ چې خلک د پوځي عملیاتو له وجې له سیمې کډې کوي. وفاقي حکومت تر دې مخکې هم په بیان کې ویلي ول چې تیراوالو ته د مېنو پرېښودو امر پوځ یا وفاقي حکومت نه دی کړی بلکې دا هر څه د صوبايي حکومت په وینا کېږي. د وفاقي او صوبايي حکومتونو... Читать дальше...

د اوکراین پریوه مسافروړونکي اورګاډي د روسیې د بې‌ پیلوټه الوتکې خونړی برید

Pa.azadiradio.com 

د چارواکو په وینا، د جنوري په ۲۷ د خارکییف په سیمه کې یوې بې‌ پیلوټه الوتکې په برید کې د اوکراین یو مسافر وړونکی اورګاډی په نښه کړ چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول. د برید پر مهال د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په اورګاډي کې سپاره وو. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا برید یو «ترهګریز» عمل وباله او ویې غانده.

طالبان: د دوی له قوانینو سره مخالفت د اسلامي شریعت مخالفت دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو عدلې وزارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټول تقنیني اسناد له شریعت سره سم تدوین شوي دي او له دې قوانینو سره مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي. طالبانو روانه اونۍ یوی نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې افغان ټولنه پر ملایانو اشرافو، متوسطه او ټیټې کچې ویشل شوې او پکې ویل شوي دي چې د همدې طبقاتي سیستم له مخې به خلکو ته سزاوې ورکول کیږي. پر دې قانون د بشري حقونو یوشمیر ډلو انتقادونه کړې دي او پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي ژیل برتراند... Читать дальше...

ایران ته د واشنګتن نوی تهدید

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ. ډونالډ ټرمپ وویل، هیله ده چې ایران ژر تر ژره د خبرو میز ته حاضر شي او د اټومي وسلو په برخه کې یوې عادلانه معاملې ته غاړه کیږدي. ولسمشر ټرمپ په خواله رسنیو کې په یوه پیغام کې دا هم لیکلي دي چې یو لوی لښکر د ایران په لور روان دی. ټرمپ زیاته کړه چې ده مخکې هم غوښتل له ایران سره یوه معامله وکړي، خو هغوی چمتو نه شول چې له امله یې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشول، خو دا ځل به حمله، د ده په وینا تر مخکنۍ یوې ډیره سخته وي. د امریکا د... Читать дальше...

"په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې د ایران او ترکیې پر پوله د لسګونو افغانانو د مړینې ادعاوې"

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې میشت یو شمېر افغانان چې غوښتل یې له غیر قانوني لارو ترکیې ته او له هغه ځایه اروپا ته ولاړ وشي، وايي په دې وروستیو کې په دغو لارو لسګونه افغانان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي. دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۲۵ کسان د ترکیې سرحدي پولیسو له وهلو، ډبولو وروسته، له بوټانو او ژمنیو جامو پرته بیرته د ایران په لور په سختو او واورینو لارو شړلي دي. د دغې پیښې په اړه په ایران کې یوشمیرافغان کډوالو څو ویډیوګانې له ازادي راډیو سره شریکې کړي چې په یوه کې یې ادعاکوي چې د روانې جنوري میاشتې په ۲۵ له ایرانه... Читать дальше...

په افغانستان کې راتلونکې اونۍ د پولیو نوی کمپاین پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پيل شي. پولیو فري افغانستان موسسې نن خبر ورکړ چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د واکسین څاڅکي ورکړل شي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوې وې او وړم کال مثبتې پېښې پنخه ویشتو ته رسیدلې وې. افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې لاهم پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د روسیې له ولسمشر سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

کرملین وایي، نن به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د غونډې پرمهال په سوریه کې د روسیي ځواکونو د حضور په اړه خبرې وکړي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دا مشران به په مسکو کې نن د اقتصادي همکاریو او له لویه سره د منځني ختیځ د وضعیت په اړه وغږیږي. د سوریې د مخکني ولسمشر بشار الاسد حکومت چې د دوه زره څلرویشتم کال په ډسمبر کې د احمد الشرع په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ونړاوه، د روسیې نژدې ملاتړی و.

FAO: په ختیځ کې درنو ورښتونو پرکرنې د متکي کورنیو وضعیت لا ستونزمن کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اې اف او ( FAO ) په افغانستان د پرلپسې بارانونو او واورو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، د دې هیواد په ختیځو سیمو کې یې د هغو کورنیو وضعیت لاپسې خراب کړی چې د خوړو لپاره په کرنه تکیه دي او لا له وړاندې هم د وروستیو زلزلو له امله سخت زیانمن شوي دي. دغه سازمان سه شنبه د جنورۍ ۲۷ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د هوا دا ناوړه شرایط ښايي د خوړو د نا امنۍ او خوارځواکۍ ستونزې لا پسې ژورې کړي. د دې سازمان د وړاندوینې له مخې د افغانستان په ډېرې سیمو کې... Читать дальше...

ایران: تازه ویډیو ښيي چې مشهد کې لاریونوال له ډزو پټېږي

Mashaalradio.com 

په ایران کې چارواکو له وروستیو حکومت ضد لاریونونو راهیسې هلته له خلکو سره رابطې او انټرنېټ ته لاسرسی محدود دی، خو اوس ورو، ورو د مظاهرچیانو پر وړاندې د سخت چلند نخښې څرګندېږي. په دې لړ کې په یوه تازه ویډیو کې ښکاري چې لاریونوال له ناتاره ډزو ځانونه پټوي او یو کس یو ټپي خوندي ځای ته لېږدوي. دا ویډیو د جنورۍ پر اتمه په مشهد کې ثبت شوې ده. له دې پرته د مظاهرو نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي. تفصیل د مشال راډیو د ایراني څانګې "فردا راډیو" له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

افغان سوداګرې میرمنې: له اقتصادي پلوه د دوی د ځواکمنولو لپاره د اروپایي ټولنې نوي پروګرامونه باید شفاف وي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې وايي، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د میلیونونو یورو په ارزښت د اروپایي ټولنې د نویو پروګرامونو په رڼا کې پانګونې باید، په روښانه اوځنځیري ډول ترسره شي، څو د پروګرام له پیل تر پایه پورې په کې د دوی ځواکمنتیا تضمین شي. په هرات ولایت کې د زعفرانو د تولید د یو شرکت مسوولې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د رېښتینې پرمختګ لپاره باید دا پروګرامونه هر اړخیزې تګلارې ولري او د بېلابېلو مسلکونو روزنه او د هغو ښځو د مهارتونو لوړول چې د شرکتونو مشري کوي، په کې لومړیتوب وي. Читать дальше...

د افغانستان فوټسال لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې صفر وګټله. دا لوبه نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم بل ګول ترسره کړ او د افغانستان لپاره دریم ګول هم امید قنبري ترسره کړ. افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه پکې ګډون لري، د دلوې له اومې څخه پیل شوي او د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې به دوام کوي.

ټرمپ: د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده. ټرمپ په آیوا ایالت کې په یوه وینا کې وویل: «په رښتیا، همدا اوس یوه بله ښکلې بېړۍ هم په ښکلي ډول د ایران پر لور روانه ده. نو باید ووینو چې څه پېښېږي». د امریکا ولسمشر روښانه نه کړه چې د هغه له دې بېړۍ ډلې څخه هدف هماغه د «یو‌اېس‌اېس ابراهام لینکن» الوتکې ‌وړونکې بېړۍ او ورسره ملې جنګي کښتۍ دي چې د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته داخلې شوې دي او که هغه د امریکا د پوځ بله نوې بیړۍ ده چې سیمې ته استول شوې. Читать дальше...

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره: په ختیځ کې درنو اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې پرکرنې متکي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، د افغانستان په ختیځ کې پرله ‌پسې اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې د خوړو لپاره پر کرڼې تکیه کوي او لا دمخه د وروستیو زلزلو له امله اغېزمنې شوې وې. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د هوا دا وضعیت ښايي د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه کړي. د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې به درانه ورښتونه د بلې اوونۍ لپاره هم دوام وکړي او په ځینو ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د تودوخې درجه په چټکۍ سره راټیټه کېدای شي. په وروستیو... Читать дальше...

د ګرینلینډ په څارنه او ساتنه کې سپي څنګه برخه اخلي؟

Mashaalradio.com 

ډېنمارک په کنګل ژمي کې د ګرینلینډ د ساتنې او څارنې لپاره له یوه داسې کنډک څخه کار اخلي چې ځانګړي روزل شوي لسګونه سپي یې هم برخه دي. دا کنډک "سایرس" نومېږي او هغو لرې پرتو سیمو ته هم ورځي چې ښايي په ګاډو کې تګ ورته شونی نه وي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ډېنمارک نیوکه کړې وه چې د ګرینلینډ ساتنه په څو سپيو کوي خو د سایرس کنډک یو پخوانی غړی وايي، د یادې سیمې تر ټولو موثره څارنه د سپيو په مرسته ممکنه ده. د فرانس پرېس خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.