ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026

Новости за 24.01.2026

د طالبانو امر ثاني؛ څلور کاله وشول چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو په ټکو لنډمهاله بندیز لیرې نه شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امرثاني او لنډمهاله بندیزونه. دا څلورم کال دی چې افغانې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د بیرته ستنیدو په تمه دي. د جنوري ۲۴مه چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، یو ځل بیا يې د نړۍ پام له زده کړو محروم افغانو نجونو ته راړولی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي،" د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز د نجونو د راتلونکي سربیره د افغانستان راتلونکی او پرمختګ په خطر کې اچولی دی". بل پلو، یونیسیف وايي، "دونیم میلیونه افغاني نجونې له زده کړو محرومې دي". خو طالبانو... Читать дальше...

راستانه شوي افغانان په سړه هوا کې سرپناه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري وايي، د افغانستان سړې هوا د راستانه شویو افغانانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی. دې ادارې پرون شنبې د (جنوري ۲۴مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره له پاکستان او ایرانه د هغوو راستنو شویو افغانانو ژوند انځور کړی چې د کابل په سړې هوا کې تر خیمو لاندې ژوند کوي. د دې ادارې په ټکو، دا کډوال نړیوال مرستو ته اړمن دي. له ایران او پاکستانه په وروستیو څو میاشتو کې په زرهاوو افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي. یو این ایچ سي ار په داسې حال... Читать дальше...

د بلیجم حکومت؛ د افغانو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې کوو

Pa.azadiradio.com 

د بلجیم حکومت له طالبانو سره له دې هېواد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه خبرې کوي. د بي ار اف په نوم یوې بلجیمي رسنۍ پرون شنبې د (جنوري۲۴مه) راپور ورکړی چې د بلجیم حکومت په دې غور کوي چې څنګه په دې هېواد کې "رد شوي او مجرم افغان کډوال" بیرته افغانستان ته ستانه کړي. د دې رسنۍ د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو ادارې مشر فردي روزمونټ له یو شمیر نورو اروپايي چارواکو سره افغانستان ته له سفر وروسته ویلي،" بلجیم او شل نور اروپايي هېوادونه غواړي د هغوو افغانانو په اړه چې په دې هېوادونو کې يې د منل کیدو... Читать дальше...

ناټو په منصوعي ځیرکتیا سمباله دفاعي سیمه رامنځته کوي

Pa.azadiradio.com 

ناټو پر اوکرایین د روسیې د بریدونو د مخنیوي په موخه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یو دفاعي سیمه رامنځته راکوي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو سازمان د لوی درستیز مرستیال توماس لووین پرون شنبېد (جنوري۲۴مه) ویلي،"دغه سیمه به د روسیې او اوکریین ترمنځ د حایل په توګه په منصوعي ځیرکتیا سمبال وي او که چیرته دښمن برید وکړي، منصوعي ځیرکتیا به د انسان له مداخلي پرته ځواب ورکوي" د هغه په ټکو، په دې سیمه کې به هوايي مدافع او د توغندو ضد سیستمونه نصب شي. روسیې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین برید کړی چې دا جګړه لا هم دوام لري. Читать дальше...

د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې سکاټلنډ د بنګله دیش په ځای لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیواله شورا پریکړه کړې چې د ۲۰۲۶کال په شل اووریز نړیوال جام کې د بنګله دیش په ځای د سکاټلنډ لوبډله ولوبوي. دغه پریکړه د شنبې په ورځ د (جنوري۲۴مه) وروسته له هغې اعلان شوه چې بنګله دیش د امنیتي اندېښنو له کبله په هند کې له لوبیدو انکار کړې و. د کرکټ نړیواله شورا وايي، "په هند کې د بنګله دیش لوبډله يې ته هیڅ ډول ښکاره امنیتي اندېښنه موجوده نه ده". بنګله دیش د همدې روانې میاشتې په څلورمه غوښتنه کړې وه چې د امنیتي اندېښنو له کبله نه غواړي په هند کې لوبې وکړي. د هند او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ په... Читать дальше...

تېرو دریو ورځو کې ۶۱ کسان واورو او بارانونو له امله رامنځته شویو پېښو کې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله له ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور کسان ټپیان دي. د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې د ژمې په دې سړه هوا کې په یو شمېر ولایتونو کې واوره ښوېدنه د کورونو د وېجاړېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

سختو واورو او بارانونو څه باندې ۶۰ کسان مړه کړي او له سلو ډېر کسان ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د واورو او بارانونو له امله له ۶۰ ډېر کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي. د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، په یو ویډیو بیان کې چې نن د یادې ادارې پر فیسبوک پاڼه خپره شوې ویلي دغه راز ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې د ژمې په دې سړه هوا کې په یو شمېر ولایتونو  کې واوره ښوېدنه د کورونو د وېجاړېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوې ده.

د تیلو د بیې په لوړېدو ګازي موټر زیات شوي؛ خو له دغو موټرو سره بې پامی خطرناکه تمامیدی شي

Pa.azadiradio.com 

مایع ګاز «ال‌پي‌جي» چې تر څه وخته مخکې تر ډېره یوازې په کورونو کې کارېده، اوس په افغانستان کې په ښاري موټرو کې هم په پراخه کچه کارول کېږي. یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په افغانستان کې د پطرولو او ډیزلو بیې لوړېدنې له امله اړ شوي چې د ورځنیو لګښتونو د کمولو لپاره مایع ګاز «ال‌پي‌جي» ته مخه کړي.

د ایران په رشت ښار کې نور مړي موندل شوي

Mashaalradio.com 

د ايران له شمالي ښار رشت څخه داسې ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي چې د وژل شویو کسانو جسدونه پکې ښکاري. دا ویډیوګانې وروسته له هغه راڅرګندې شوې چې د روانې جنورۍ میاشتې د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د سختو عملیاتو په اړه راپورونه خپاره شول. یو جلاوطنه ایراني او د بشري حقونو وکیل، چې په ایران کې دننه يې له عیني شاهدانو سره خبرې کړي، د مشال راډيو ايرانۍ څانګې ته ویلي چې امنیتي ځواکونو پر هغو خلکو ډزې کړي چې په یوه بازار کې دننه بند پاتې ول. د بشري حقونو د یوې ډلې هرنا د معلوماتو له مخې،... Читать дальше...

ايمان مزارۍ او د هغې خاوند زندان ته لېږل شوي دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزاري په اسلام اباد کې تر نیول کېدو وروسته د راولپندۍ اډياله زندان ته لېږدول شوې ده.ايمان مزاري او د هغې خاوند هادي علي چټه د جنورۍ په ۲۳ مه تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې په قضايي ریمانډ اډياله زندان ته وليږدول شوي دي . د ترهګرۍ ضد عدالت ته د دوی د وړاندې کولو پر وخت سخت امنیت نیول شوی وو، وکیلانو او د رسنیو کارکونکو ته عدالت ته ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې. د قضیې اوريدنه د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنین وکړه.... Читать дальше...

د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې

Pa.azadiradio.com 

د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده. د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي. نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي. دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي. د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو... Читать дальше...

اروپایي ټولنه: په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې حق دی

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې نن د جنوري څلرویشتمه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې بنسټیز حق وباله. په کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیکي استازولۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی له بیلابیلو موسسو سره په ملګرتیا پانګونه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم د تعلیم له حق څخه محروم نه شي. په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شپږ میلیونه یورو یې په افغانستان کې د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي. له بلې خوا، اروپايي ټولنه وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغانستان... Читать дальше...

په ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۷ تنه وژلي او ۲۵ یې ټپي کړي دي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان په قریشي موړ سیمه کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې یې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. په دې بريد کې د جګري مسید په نامه مشهور د 'امن کمېټۍ' مشر وحيد الله هم وژل شوی دی.

په پاکستان کې ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ډیره اسماعیل خان کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوې دي. د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر محمد عدنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې دا ځان مرګی برید و چې د جمعې په ورځ د واده د مراسمو پرمهال وشو او پکې د امن کمیټې د مشر وحیدالله جګري په شمول اووه تنه ووژل شول. د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یوه کوټه نړیدلې ده چې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او ښایي تلفات زیات شي. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

مراکش کې له دوديزو لارو څرمن (چرم) څنګه جوړول کېږي؟

Mashaalradio.com 

د مراکش په فيض ښار کې اوس هم له زړو او دوديزو لارو څرمن (چرم) جوړول کېږي. په دې ښار کې د څاروو د څرمنو پاکولو پخوانی ځای دی چې د هغه ښار د اوسېدونکو په وینا، اوس یې د نړیوال صنعت بڼه خپله کړې ده. چرم د مراکش په هغو شیانو کې یو دی چې په لوی مقدار کې نورو هېوادونو ته صادرېږي. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.

په کابل کې د سنوبورډ په لوبو کې په سلګونو لوبغاړو ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل په واورینو غرونو کې د سنوبورډ لوبې ترسره شوې. د افغانستان د سنوربوډ فدراسیون چارواکي وايي چې د روزنیزو سیالیو دا پروګرام د ژمنیو لوبو د ودې او د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتوالي په هدف د جمعې په ورځ د قرغ غرونو په لمنو کې ترسره شو. په دې لوبو کې په لسګونو لوبغاړو برخه واخیسته. د افغانستان سنوبورډ لوبغاړو به پخوا تر ډیره خپل تمرینات په بامیان کې ترسره کول خو په کابل او شاوخوا سیمو کې د تیرې اونۍ درنې واورې دې ته زمینه برابره کړې ده چې دا لوبې په کابل کې هم وشي.