نن د آزادۍ راډیو د خپرونو د پیل ۲۴مه کلیزه ده
آزادي راډیو په افغانستان کې په ګڼو پلاټفورمونو کې مخکښه رسنۍ ده.داسې مهال چې خپلواکو معلوماتو ته لاسرسي تر بل هر وخت ډېر حیاتي اهمیت موندلی، آزادي راډیو په ټینګ هوډ د موثقو او انډول معلوماتو په رسولو سره د خلکو تر څنګ ولاړه ده.دا مخکښه رسنۍ د معلوماتو د رسولو ترڅنګ د ولسواکۍ، بشري حقونو او په تېره د ښځو او اقلیتونو د حقونو دفاع کړې او دا یې د خپل ماموریت یوه مهمه برخه ګرځولې ده.نن نه یوازې د آزادي راډیو پر عمر بلکې پر دې راډیو د خلکو په باور هم یوبل کال ورزیات شو.
