ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30
31

د اسیا د فوټسال جام په ننیو لوبو کې کوم ټیمونه لوبیږي ؟

0

د اسیا د فوتسال جام دلوبو په ترځ کې نن پنجشنبه هم ۴ سیالۍ ترسره کیږي.لبنان له ویتنام او جنوبي کوریا له عراق سره لوبیږي. دغه راز د کویټ ټیم تایلند او په یوه بله لوبه قرغیزستان له اندونیزیا سره مخاخ کیږي.پرونیو لوبو کې دافغانستان ټیم سعودي عربستان ته ۳-۰ ماته ورکړه ، د ازبکستان او تاجیکستان لوبه ۰-۰ مساوي شوه ، او دایران ټیم مالیزیا ته ۴-۱ ماته ورکړه او دغه راز د جاپان ټیم استرالیا ته ۶-۲ ماته ورکړه.د افغانستان دفوتسال ملي ټیم ددغه جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ د مالیزیا ټیم سره کوي.افغانستان د جام په څلورمه ډله کې سعودي عربستان ، مالیزیا او ایران سره دی.د اسیا د فوتسال دجام لوبې د ۱۶ ټیمونو په ګډون د سلواغې په اومه په اندونیزیا کې پیل او دهمدې میاشتې تر ۱۸ به دوام وکړي.