ولسي مشران: حکومت او مخالفه ګوندونه دې د امنیت پر موضوع سیاست نه کوي
![ولسي مشران: حکومت او مخالفه ګوندونه دې د امنیت پر موضوع سیاست نه کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-70af-08dc9c096ffb_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا د جګړه ځپلو سیمو مشران وايي چې حکومتي او مخالفه ګوندونه دې د "عزم استحکام " عملیاتو پر سر سیاست نه کوي بلکې له هغوی سره دې د ناامنۍ د مسلې تر دایمي هواري پورې ملګرتیا او همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یو لوړپوړې حکومتي کمېټۍ د جون پر ۲۲مه پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات پیلوي. خو ولسي مشرانو او مخالفه ګوندونو د حکومت پر پرېکړه انتقاد وکړ. د بېلابېلو سیمو مشران او فعالان د عملیاتو په اړه اندېښنې او شکونه لري. مخالفه ګوندونه وايي چې د عملیاتو د مخنیوي جدي هڅې کوي او زیاتوي چې ریاست یا دولت دې ته مجبوروي چې د وسلوالو ډلو او د هېواد او سیمې امنیت په اړه خپله تګلاره بدله کړي. واکمن مسلم لیګ (ن) وايي، د ولس استازي به د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې پر عملیاتو غږېږي. نور په دې رپورټ کې.