ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 21.07.2019

د هلمند والي: بهرني وسله وال د طالبانو په ملاتړ جنګېږي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند والي ادعا کوي چې بهرني وسله وال د وسله والو طالبانو په ملاتړ جنګېږي. د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین پرون د جولای په شلمه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د بهرنیو وسله والو د حضور له امله یې په مارجه ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېل کړي دي. جنرال محمد یاسین: "په مارجه کې دوی د خلکو په کورونو او بازارانونو کې مرکزونه جوړ کړل او له هغه ځایه یې چرکي حملې کولې، حتی خارجي تروریستان لکه القاعده دلته راغلي وو چې د هلمند ولس ته معلومه خبر ده، نو موږ د عملیاتو پرېکړه وکړه." د هلمند والي وویل چې په مارجه کې په پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی دی. Читать дальше...

د سره صلیب یوه کارکوونکي د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپي د برخې مشر البرتو کایرو د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ. البرتوکایروپه خټه د ایټالیا دی خو اته ویشت کاله یې په افغانستان کې خدمت کړی دی. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، جمهور رئیس محمد اشرف غني د البرتوکایرو د خدمت د ستاینې لپاره هغه ته د تابعیت افتخاري سند ورکړ. ولسمشر غني په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته هم استول شوی ویلي: د ویاړ ځای دی چې ښاغلي کایرو ته د افغانستان افتخاري تابعیت وړاندې کوم. د سره صلیب نړیوال سازمان په جګړه ځپلو هېوادونو... Читать дальше...

د بادغیس چارواکي: لس ملکيان په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې چارواکي وايي چې د جمعې په شپه لس ملکي وګړي په جلا جلا هوايي حملو کې وژل شوي دي. په ولسي جرګه کې د بادغیس استازي، ضیاالدین اکازي د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته دا معلومات ورکړي دي.  د ولایتي شورا مشر، عبدالعزیز بېګ اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې درې کوچنیان، دوه ښځې او پینځه نارینه وژل شوي دی.  خو د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزي د ملکي تلفاتو دا شمېر تأیید نه‌کړ. ملکزي وویل چې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي. هغه د ملکي تلفاتو په اړه وویل: "خلک چې له کلیو ټیلیفون کوي وایي چې پينځه یا شپږ تنه شهیدان شوي دي. Читать дальше...

خلیل‌زاد: زه د نور پرمختګ په هیله بیا یوه بل ماموریت ته چمتو کېږم

Pa.azadiradio.com 

په‌داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم او د امریکا جمهور رئیس سبا د جولای په ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې سره ګوري او د خبرو اساسي مسئله به یې د افغانستان وضعیت وي، د امریکا خاص استازی د یوه نوی ماموریت د پيل خبره کوي.

ایا د نړۍ ۲ قدرتونه«روسیه او امریکا» افغانستان کې ګډ هدف تعقیبوي؟

Pa.azadiradio.com 

په ځواب کې خپرونه وايي، امریکا او روسیه پر افغانستان اختلاف لري ځکه چې مسکو له طالبانو سره په پوځي مرستې تورن شوی او کرملین د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د غونډې په برابرولو د ولسمشر اشرف غني حکومت ډډې ته کړی دی.

بریتانیا وايي د ایران پوځ په غیر قانوني ډول د دوی بېړۍ نیولې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د حکومت د بېړني امنیت کمېټې پرون د جولای په شلمه، له ایران سره د وضعیت د کرارۍ لپاره علاقمندي څرګنده کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د ایران پوځ په غیر قانوني ډول د دوی بېړۍ نیولې ده. دا خبره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله خپور شوی دی. د بریتانیا د تېلو د ټانکرونو لېږدونکې بېړۍ د جولای په ۱۹مه د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د هُرمز په تنګي کې ونیوه. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، جرمي هنټ پرون د خپل حکومت له امنیتي چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل: "دا کار هېڅ د منلو وړ نه‌دی. Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال ته د امریکا مایوسي څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو ته يې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا مایوسي څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، مايک پامپیو دا خبره له دې امله کړې چې ترکیې له روسیې سره د مزائیلو د دفاعي سیسټم د معاملې د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي دې معاملې د ناټو د دواړو غرو ترمنځ روابط خراب کړي او په دفاعي چارو کې یې د دواړو د میلیاردونو ډالرو معاملې له ګواښ سره مخامخ کړي دي. د روسیې ساخت د هوايي دفاع «S - 400» سیسټمونو او... Читать дальше...

د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو پلویانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د الکسي ناوالني په ګډون، د روسیې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون مشرانو او د هغوی نږدې لس زره پلویانو پرون، د جولای په شلمه، لاریون وکړ. لاریون کوونکو د ازادو او شفافو سیمه‌ییزو ټاکنو غوښتنه وکړه. دا خبر د یوې غېردولتي دولتي ادارې چې په روسیه کې د مظاهرو او لاریونونو په اړه معلومات خپروي، ورکړی دی. په وروستیو کې د روسیې د انتخاباتو چارواکو د اپوزېسون ۳۰ کاندیدانو ته اجازه ورنه‌کړه چې د ښاري شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي. د کرملین عمده مخالف، الکسي ناوالني پرون خلکو ته وویل... Читать дальше...