ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د سره صلیب یوه کارکوونکي د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ

0
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپي د برخې مشر البرتو کایرو د افغانستان د تابعیت سند تر لاسه کړ.


البرتوکایروپه خټه د ایټالیا دی خو اته ویشت کاله یې په افغانستان کې خدمت کړی دی.


د ارګ د خبرپاڼې په حواله، جمهور رئیس محمد اشرف غني د البرتوکایرو د خدمت د ستاینې لپاره هغه ته د تابعیت افتخاري سند ورکړ.


ولسمشر غني په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته هم استول شوی ویلي: د ویاړ ځای دی چې ښاغلي کایرو ته د افغانستان افتخاري تابعیت وړاندې کوم.


د سره صلیب نړیوال سازمان په جګړه ځپلو هېوادونو کې د جګړې له قربانیانو سره بې پرې مرستې کوي.