د قطر غونډې د ګډونوالو فهرست؛ ۷۱ تنه سبا د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي
په دغه فهرست کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی د دغو څېرو نومونه شامل دي؛

په دغه فهرست کې چې ازادي راډیو ته رسېدلی د دغو څېرو نومونه شامل دي؛
د نړۍ په زياتره هېوادونو کې له غرونو د بار وړلو او تګ راتګ کار ترې اخيستل کېږي. خو د لاطيني امريکا هېواد کولمبيا کې يو کلي کې خلکو د خرونو ښکلا او غږونو سيالۍ شوي. ويډيو: رويټرز خبري اژنس ايډيټ : ګل اياز
یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .
یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي او وايي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان په دغه راپور کې حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .
د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه پلاوي غړو د شنبې په ورځ د کرکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې تصمیم ونیو چې د کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست د سرپرست، د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل او د کرکټ د ټیم د مدیر دندې وځنډوي.
نن سهار د کابل ښار د ۱۳مې او ۱۸مې ناحیې اوسېدونکو د پل خشک سړک تر قلعه قاضي سیمې اخېړ کړ. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي
په دې وروستیو کې د افغان ځوانانو لېوالتیا د هغو کتابونو د اورېدو لپاره چې په سي ډي ګانو کې په غږیز ډول موجود دي، ډېره شوې ده.
د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د تېرې يوې نېمې میاشتې په جریان کې د بېلابېلو ترهګري او جنايي جرمونو په تړاو یو سل او پینځه اویا تنه مجرمین نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د خېبر پښتونخوا په سوات پوهنتون کې د نجونو زده کوونکو د لاس جوړ کړل شویو شيانو ننداره وشوه. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ ګورئ.
د پاکستان پوځ وايي دوي د لا درکو کسانو لپاره په پوځي مرکز - جي ایچ کیو - کې یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.
په هرات کې چارواکي وايي، طالبانو د هرات – خواف د اوسپنۍ د پټلۍ د عامه محافظت د ځواکونو شپږ سرتېري وژلي دي. د غوریان ولسوال فرهاد خادمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري د طالبانو په هغه برید کې وژل شوي چې د دې ولسوالۍ د ساغر په نوم پر امنیتي پوستې یې تېره شپه کړی دی. د هرات یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په دې برید کې د عامه محافظت ځواکونو لس سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور طالبانو اسیران کړي دي. بل خوا د هرات چارواکي په کرخ ولسوالۍ... Читать дальше...
د کندهار په خاکرېز او معروف کې د جګړو له امله پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې په خاکرېز کې تېره شپه د جګړې له امله شپږ وسله وال او دوه پوليس وژل شوي دي. ده وویل: د خاکرېز ولسوالۍ د شُرغي په سیمه کې د طالبانو شپږ کسان وژل شوي او اته یې ټپیان دي، دوه پولیس هم ټپیان او دوه شهیدان شوي دي. بل خوا د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادين خان په پر خپل ټوېټر لیکلي چې تېره شپه وسله والو د معروف ولسوالۍ پر مرکز بريد کړی چې له امله یې يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو مشترکه ډله په قطر کې د جرمني په همکارۍ د بین الافغاني ناستې د جوړېدو هرکلی کوي او له کابله دوحې ته له ورغلي پلاوي غواړي چې په دغه ناسته کې د حکومت او طالبانو ترمنځ په اوربند او د جګړې په ختمولو ټینګار وکړي.
په سرپل کې چارواکي وايي، دغلته یې د سانچارک ولسوالۍ پر یوه کلي د طالبانو برید په شا تمبولی دی. د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له څلورو خواو د اب کلان پر کلي بریدونه پیل کړل. د سانچارک د ولسوال په وینا، دې جګړې د شپې له پیله تر سهاره دوام وکړ چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د نوموړي په وینا، طالبانو غوښتل د اب کلان کلی ونیسي، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو مقاومت په شا تمبولي دي. د نقیب الله دقیق په وینا، د... Читать дальше...
د باميان ولايت چارواکي وايي چې د بامیان په سلو کې ۱۱ خلک نشه يي موادو زيانمن کړي دي.
په غزني کې چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري په دې اړه رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د غزني ولایت په مرکز، قره باغ، اندړ او مقر ولسوالیو کې درې هوايي بریدونه شوي او یو ځای وسله واله نښته شوې ده. ده وویل: په دې پېښو کې د طالبانو د دوو تش په نامه ولسوالانو په شمول ۱۱ وسله وال وژل شوي، په وژل شویو کې جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال... Читать дальше...
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټومي فعالیتونه څېړي.
د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولې دي. د دې زلزلې پیاوړتیا د رېښتر په کچه له شپږ اعشاریه نهه تر اووه اعشاریه یو اټکل شوې ده. تر دې یوه ورځ مخکې هم همدا صحرايي سیمه یوې بلې زلزلې لړزولې وه. د امریکا د جیالوژیکي سروې مرکز ویلي دي، د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت ماښام څه باندې اته بجې د زلزلې ټکانونه احساس شول. د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د ریجکراسټ څخه ۱۳ کیلومتره لېرې و. په دې ځای کې د پنجشنبې په ورځ هم د رېښتر په کچه شپږ اعشاریه څلور درجې زلزله شوې وه. دغلته د سن برنارډینو... Читать дальше...
اندرابي: طالبان بايد دا تضمين ورکړي چې تر سولې وروسته به د نشه يي موادو کاروبار نه کوي.
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فیدریګا موګریني نن ترکمنستان ته ورسېږي. دا به منځنۍ اسیا ته د نوموړې د دوه ورځني سفر لومړی پړاو وي. نوموړې په داسې حال کې دې سیمې ته سفر کوي چې د بشري حقونو فعالانو ترې غوښتي څو په سیمه کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره یاد کړي. د اروپايي ټولنې د رسمي ویبپاڼې په وینا، په عشق اباد کې به فیدریکا موګریني د پارلمان له مشرې ګلشات محمدوا په شمول له ترکمن چارواکو سره وګوري او دغلته به د اروپايي ټولنې د هیئت د دفتر د پرانیستي مراسمو کې ګډون وکړي. Читать дальше...
په قطر کې د جرمني په کوربه توب په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو برخو جوړ یو پلاوی له کابله د دوحې په لور روان شو.
په کوټه کې د جولای پر پنځمه د پښتو اکېډمي له خوا پیل شوی درې ورځنی نړیوال پښتو کانفرنس دوام لري چې پکې د پاکستان، افغانستان او د نړۍ یو شمېر هېوادونو کارپوهان، شاعران، څېړونکي او لیکوالان ګډون لري. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د جولايي پر اوومه او اتمه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه وکړي.
د اټمي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټمي فعالیتونه څېړي.
د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس تور پورې کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین اود هغه دوو ملګرو د چاپې پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.