ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2019

د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولي

0
د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولې دي.


د دې زلزلې پیاوړتیا د رېښتر په کچه له شپږ اعشاریه نهه تر اووه اعشاریه یو اټکل شوې ده.


تر دې یوه ورځ مخکې هم همدا صحرايي سیمه یوې بلې زلزلې لړزولې وه.


د امریکا د جیالوژیکي سروې مرکز ویلي دي، د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت ماښام څه باندې اته بجې د زلزلې ټکانونه احساس شول.


د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د ریجکراسټ څخه ۱۳ کیلومتره لېرې و.


په دې ځای کې د پنجشنبې په ورځ هم د رېښتر په کچه شپږ اعشاریه څلور درجې زلزله شوې وه.


دغلته د سن برنارډینو د سیمې د اور وژنې ادارې پر خپل ټوېټر لیکلي چې دې سیمه کې یو کس برسېرن ټپي شوی دی.


په کیرن سیمه کې چارواکو د څو کسانو د ټپي کېدو او څو ځایه اورلګېدنې راپور ورکړی دی.


زلزله پېژندونکو ویلي، د جولای د څلورمې د زلزلې را وروسته په سیمه کې شااوخوا ۱۷۰۰ ټکانونه احساس شوي دي.